کابل(پژواک، ۲ غويي ۹۹): دعامې روغتيا وزارت وايي چې په هېواد کې د کرونا ناروغانو شمیره ۱۱۷۶او د مړو۴۰ تنو ته رسیدلې چې ډیر زیات ناروغان او مړي په کابل کې ولایت کې دي.
د عامې روغتيا وزارت وياند وحيدالله مايار د غويی په درېمه نېټه په کابل کې د يوې خبري غونډې ته وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۸۴ نوې مثبتې پیښې ثبت شوي چې له دې سره په هیواد پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمیره ۱۱۷۶ته لوړ شو.
هغه زیاته کړه تر اوسه له دې ناروغۍ څخه ۴۰ تنه مړه او ۱۶۶ تنه بېرته روغ شوي دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې په تازه۵۱ ثبت شویو پېښو کې ۲۸ یې په کابل، ۲۲ په کندهار، څلور په هلمند، پنځه په نیمروز درې په هرات،دوه -دوه په غزني او زابل، څلور په کاپیسا، شپږ په ننګرهار درې په کونړ، یوه یوه هم په پروان،بامیان،لغمان،پکتیا، او فراه ولایتونو کې ثبت شوي دي.
مایار همدارنګه وویل، چې په هېواد کې د کورنا ناورغې پراخیدل د اندیښنه وړه ده او د ټول خلکو څخه یو ځل بیا غوښتل چې د عامې روغتیا وزارت لارښونو باندې عمل وکړي.
د يادونې وړ ده چې د ۱۱۴۳ مثبتو پیښو څخه ۴۱۳ یې په کابل، ۳۳۷ یې په هرات، ۱۳۰یې په کندهار، ۵۵ يې په بلخ، ۴۰یې په نیمروز، ۱۸ یې په پکتيا، ۲۲ یې په ننګرهار، ۱۵ یې په لغمان ۱۵-۱۵ یې په غزني، اوکونړ،۱۷په هلمند ، ۱۲-۱۲ یې په لوګر او بغلان، اته ـ اته یې کندوز او دایکندي، اووه یې په تخار، شپږ یې په سمنګان، اوه – اوه په بامیانو او فراه ولایتونو کې ثبت شوي دي.
دغه راز د کرونا ویروس پنځه مثبتې پېښې په فاریاب، پنځه په زابل څلور یې په میدان وردګو، درې ـ درې په ،غور او بادغیس، ۷ په کاپیسا او په پروان، بدخشان، سرپل، اروزګان، جوزجان او پکتیکا ولایتونو کې یوه ـ یوه پېښه ثبت شوې ده.
د عامې روغتیا وزارت وایي چې له کرونا څخه له ۴۰ شویو مړو څخه یې ۱۴ یواځې په کابل کې او اوه یې په هرات کې دي.
د کرونا ویروس د هیواد ۳۳ ولایتونو ته رسیدل دی، خو په ۳۰ ولایتونو کې مثبتې پيښې ثبت شوې او په دریو نورو کې شکمنې پيښې تر تشخیص لاندې دي.