کابل (پژواک، ٢٩ غويی ٩٩): د مالیې وزارت وايي چې دافغانستان حکومت د نړیوال بانک د شاخصونو په پوره کولو سره له دغه بانک څخه ۲۰۰ میلیونه ډالر تشویقي پیسې تر لاسه کړې.
له دغه وزارت څخه د غويي په ۲۹مه پژواک خبري اژانس ته په رااستول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نړیوال بانک د ۴۰۰ میلیونه امریکایي ډالرو د تشویقي پیسو له جملې څخه ۲۰۰ میلیونه امریکایي ډالر دوه ورځ مخکې د افغانستان حکومت ته تسلیم شوي دي.
د یادې خبرپاڼه له مخې:"د دې پیسو ورکړه په خپل وخت سره د کابل ښاروالۍ د ودانیو مجوز کړنلارې په پلي کولو، په پنځو وروستیو کلونو کې د عامه لګښتونو شمېرو نشرولو او د ملکي خدمتونو کارکوونکو د بایو مټریک پروسې او د لویو مالیه ورکوونکو لپاره د الکټرونیکي مالیاتي اظهار لیکونو پروګرام په پیلولو سره ور کړل شوې دي."
د سرچینې په وینا، ټاکل شوې ده چې نړیوال بانک پاتې ۲۰۰ میلیونه ډالر د روان کال په اوږدو کې د افغانستان حکومت له لوري په بریا سره د نورو شاخصونو له پوره کولو وروسته افغان حکومت ته ورکړي.
د مالیې وزارت ټینګار کوي چې دا پیسې به د افغانستان حکومت له لومړیتوبونو سره سمې د ملي بودیجې له لارې ولګول شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










