کابل (پژواک، ۴ چنګاښ ۹۹): ولسي جرګې په میدان وردګو ولایت کې د کوچیانو او هزارګانو ترمنځ د «وسله والو نښتو» د څېړلو لپاره پلاوی وټاکه.
دغه پلاوی وروسته له هغه وټاکل شو چې یوشمېر وکیلانو په نیوکې سره ویل چې د دې جرګې غړی غلام حسین ناصري په یاد ولایت کې د کوچیانو پروړاندې پر وسله والو فعالیتونو لاس پورې کړی، خو ځینو وکیلان بیا له ناصري په ملاتړ وایيچې خلک د وسلو په پورته کولو له خپلو کورونو دفاع کوي.
په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو اوسني او په دې جرګه کې د میدان وردګو د خلکو پخواني استازي غلام حسین ناصري تېره ورځ پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي:«پهګوله دښته کې د کجاب دفاعي ځواکونو، وسله والو کوچیانو او طالبانو ترمنځ درنه جګړه روانه ده.تردې دمه طالبان او کوچیان درنه مرګ ژوبله لري.
دشت ګوله د غزني د ناور ولسوالۍ د خوات او میدان وردګو د بهسودو ولسوالۍ ترمنځ پرته سیمه ده.
د ناصري یاده لیکنه د جرګې په نننۍ ناسته کې د یوشمېر غړو له خواله نیوکو سره مخ شوه.
په ولسي جرګه کې د کوچیانو استازې فرزانې کوچۍ وویل:«غلام حسین ناصري له درېیو میاشتو راهیسې میدان وردګو ولایت ته تللی او وسله یې اخیستې او د ترهګرو په نوم یې له کوچیانو سره جګړه پیل کړې ده.»
هغې زیاته کړه:«وسله اخیستل او وژل د وکیل دنده نه ده، کوچیان باید د ترهګرو په نوم ونه وژل شي.»
هغې د جرګې له اداري پلاوي وغوښتل څو ناصري راوغواړي او د هغه څه په اړه چې ترسره کړي یې دي، پوښتنه وکړي.
د هلمند د خلکو استازې نسیمې نیازۍ هم د ناصري پر لیکنه له نیوکې سره وویل چې یو وکیل حق نه لري چې د طالب یا ترهګر په نوم پر نورو قومونو ظلم وکړي.
هغه د جرګې غړو ته د ناصري د ځواب غوښتنه وکړه او وویل چې ناصري قانوني عمل نه دی کړی.
په ولسي جرګه کې د وردګو استازي خان محمد وردګ وویل چې په میدان وردګو ولایت کې یو ځل بیا د کوچیانو او هزارګانو ترمنځ نښتې شوې چې باید مخه یې ونیول شي.
هغه وایي چې دغه قضیه له څو کلونو راهیسې روان ده او تراوسه دولت نه دی توانېدلی چې حل یې کړي.
خو په یاده جرګه کې د میدان وردګو د خلګو استازي مهدي راسخ وویل:«تاسې ناصري تورنوئ، که دولت وجود لري، له هغه د پوښتنه وشي چې ولې یې وسله اخیستې، په میدان وردګو کې جګړه قومي جګړه نه ده، خلک د وسلې په اخیستلو له خپلو کورونو دفاع کوي، یوازه د غبرګولي په ۲۲مه د هزاره قوم څلور کسان بې له کومې ګناه ووژل شولچې د ټولو هویت معلوم دی، تاسو وښیئ چې کوم یو کوچی وژل شوی دی.»
هغه وایي چې دوی به نور چوپ پاتې نه شي او د هغو کسانو پروړاندې چې ملکیان وژني، درېږي.
هغه او د جرګې یوشمېر نورو غړو په دې اړه د څېړلو لپاره د یوه بې طرفه پلاوي ټاکلو غوښتنه وکړه.
د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني ناصري ته په خطاب کې وویل چې وسله اخیستل د وکیل کار نه دی او هغه باید د میدان وردګو د خلکو ستونزو ته له قانون سره سم رسېدنه وکړي.
جرګې د رایو په اکثریت یو پنځه کسیز پلاوی وټاکه څو یاده موضوع وڅېړي.
د میدان وردګو د خلکو استازي مهدي راسخ او عبدالرحمن وردګ، د داخلي امنیت د کمېسیون غړی عبدالستار حسیني، د دغه جرګې دشکایتونو د اورېدو کمېسیون غړی وحیدالله حنیف او په یاده جرګه کې د کوچیانو استازی حبیب افغان د دغه پلاوي غړي ټاکل شوي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










