منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۲۲ غ.م
۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

د وينټلاټورونو څار؛ هرات ته دوه استول شوي دغه ماشینونه یوازې چوکاټ لري، د استفادې وړ نه دي

· ۶ دقیقې لوستل · ۹۸ کتنې

پژواک (هرات، ٧ چنګاښ ٩٩): په هرات کې روغتیایي مسوولین وایي، څه موده مخې د کرونا له ډېرېدو او د روغتیایي تجهیزاتو اړتیا ته په کتو، عامې روغتیا وزارت څلور وينټلاټورونه (د مصنوعي تنفس ماشیونونه) هرات ولایت ته واستول، خو په په هغو کې د دوو يې وسایل نه وو، یوازې چوکاټونه یې لېږل شوي دي.

وروسته له هغه چې پژواک خبري اژانس پاکستان ته د ۳۲ وينټلاټورونو د قاچاق راپور خپور کړ، د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیال شفیق شهیم د چنګاښ په درېیمه په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ناروغانو د موجوده بسترونو د اړتیا پر بنسټ وينټلاټورونه شتون لري.

د دوو ونټلاټورونو اړین وسایل نشته:

د پژواک موندنې ښیي چې هرات ولایت ته د دوو فعالو ماشینونو پر ځای یوازې چوکاټونه استول شوي او د استفادې وړ نه دي. پژواک دغه وينټلاټورونه له نږدې څارلي، عکس او ويډیو یې له ځان سره لري.

په همدې اړه د موضوع د هواري لپاره څه موده مخکې له هرات ښاره د دغه ولایت د کوويد- ۱۹ شیدایي روغتون ته پلاوی استول شوی و او دغه موضوع یې تایید کړې ده.

د دغه پلاوي غړي او د تدارکاتو په پروسه کې د هرات د عامې روغتیا ریاست استازي ډاکتر برکت الله محمدي پژواک ته وویل چې د عامې روغتیا وزارت له خوا له هرات سره له دغو دوو مرسته شوو وينټلاټورونو څخه یو یې هم د استفادې وړ نه دی.

هغه زیاته کړه چې د ونټلاټورونو مهمه برخه مانیټورونه دي چې د تنفس دغه دوه ماشینونه یې نه لري.

نوموړي زیاته کړه: «وزارت په مستقیم ډول دوه وينټلاټورونه چې اړتیا یې وه، د هرات د کوېد- ۱۹ شیدایي روغتون ته استولي او کله چې تخنیکې ټېم د دغو وينټلاټور ماشینونو کارتنونه خلاص کړل، موتوجه شول چې د ماشینونو مهمه برخه “مانیټورونه” نشته؛ یعنې یوازې اسکلېټونه یې موجود دي، په همدې منظور ګټه تر وانه خیستل شوه، دا چې دغه دوه وينټلاټورونه څنګه استول شوي، باید وڅېړل شي.»

دغه راز یوې بلې حکومتي سرچینې پژواک ته وویل چې دغه دوه وینټلاټورونه د پلاوي له تشريح پرته د هرات له هوایي ډګره د هرات شیدایي روغتون ته استول شوي دي.

هغه زیاته کړه: «دې ته په کتو چې موږ د وینټلاټور ماشینونه اخیستی وو، په هغه وخت کې مو د دغو دوه ماشینونو استفادې ته اړتیا نه لرله، له هغه څخه د استفادې وخت را نه غی، خو کله چې اړتیا پیدا شوه، شرکت مو را وغوښت چې فعال یې کړي، کله چې شرکت چک کړل، په صندوقونو کې یوازې د هغو اسکلېټونه وو، د وينټلاټورونو مهم وسایل موجود نه وو چې دغو ته وينټلاټورونه نه ویل کېږي، یوازې د هغو جانبي لوازم دي.»

په همدې حال کې د هرات د عامې روغتیا رییس عبدالحکیم تمنا هم له دغه ولایت سره د عامې روغتیا وزارت د مرسته شوو وينټلاټورونو د وسایلو نیمګړتیا تاییدوي.

هغه پژواک ته وویل: «موږ د هرات د کوويد- ۱۹ په روغتو کې د وينټلاټورونو ۱۴ ماشینونه لرو چې پنځه یې د څانګې دننه دي، څلور وينټلاټورونه غیر فعال دي او پنځه نور هم فعال دي او د اړتیا په وخت کې به ورڅخه استفاده کېږي او څلور وينټلاټورونه عامې روغتیا وزارت هرات ته استولي چې دوه یې استفاده کېږي او دوه نور ستونزه لري چې وسایلو ته اړتیا لري،»

په هرات کې د شته وینټلاټورونو ضد او نقیض ارقام:

د عامې روغتیا وزارت د وينټلاټورونو دوه بېل لېستونه له رسنیو او ارګ سره شریک کړي او ویلي یې دي چې د دغه لېست پر اساس د مصنوعي تنفس (۲۷۹) الې د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې شتون لري.

په دغو لېستونو کې ۲۷ وينټلاټورونه د هرات ولایت په نوک لیکل شوي چې په لومړي لېست کې ۱۹ او دویم لېست کې ۸ دي، څلور یې د قطر د الغرافه موسسې له خوا مرسته شوي او د څلورو نورو د مرستې بنسټ نه دی ذکر شوی.

په همدې حال کې د هرات د عامې روغتیا ریاست ویاند محمد رفیق شېرزي پژواک ته وویل چې په دغه ولایت کې ۲۹ وينټلاټورونه موجود دي.

هغه زیاته کړه: «له ټولو ۲۹ وينټلاټورونو، لس یې د مرکزي حکومت له څلور سوه ميلیونه مرسته شوې بودجې اخیستل شوي، څلور د قطر الغرافه موسسې له خوا له هرات سره مرسته شوي، څلور وينټلاټورونه د عامې روغتیا وزارت له خوا هرات ته استول شوي، څلور د نړیوال سازمان له خوا له دغه ولایت سره مرسته شوي، دوه ماشیونونه د هرات د جبرائیل ښارګوټي د اوسېدونکو په مرسته اخیستل شوي او پنځه نور دغه ماشینونه دوه کاله مخکې د عامې روغتیا وزارت له بودجې د رغتونونو لپاره چمتو شوي دي.»

هغه زیاته کړه چې په دغه ولایت کې د عامې روغتیا وزارت له خوا د دوو مرسته شوو ماشینونو په ګډون له ټولو وينټلاټورونو پنځه یې غیر فعال دي او ګټه نه ترې اخیستل کېږي.

په همدې حال کې د هرات حوزوي روغتون سرطبیب عارف جیلاني پژواک ته وویل: «زموږ وينټلاټورونه د روغتون په هره برخه کې په کار وړل کېږي؛ یعنې پر یوه ځای نه دي، مثال یو د عملیات په خونه کې دی، یو په زېږنتون کې، هر یو په یوه مشخصه برخه کې دی او نه شې کولای لاړ شئ لیدنه ترې وکړئ او انځور یې واخلئ.»

د «وينټلاټورونو د څار» په بهیر کې د پژواک موندنې ښیي چې د هغو لس پایې چې د مرکزي حکومت له څلور سوه ميلیونه مرسته شوې بودجې او دوه پایې د هرات د جبرائیل ښارګوټي د اوسېدونکو په مرسته اخیستل شوي، اضافه دي او له دې سره د ټولو شمېر ۳۹ ته رسیږي چې د لسو پایو جوت توپیر لیدل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د عامې روغتیا سرپرست وزیر احمد جواد عثماني څو ورځې وړاندې پر خپله ټویټرپاڼه له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د ځینو هېوادونو او نړیوالو مرستندویو موسسو د مرسته شوو وینټلاټورونو لېست خپور کړی دی.

د هغه نوملړله مخې چې روغتیا وزارت خپور کړی، تر اوسه د مصنوعي تنفس ۵۴ ماشینونه مرسته شوي چې ۸ یې د روغتیا نړیوال سازمان، لس د ترکیې، یو د ترکیې د «ټیکا» په نوم موسسې، دوه د ایران او ۷ نور د قطر هېواد د الغرافه په نوم موسسې له خوا مرسته شوي دي.

د مرسته کوونکو هېوادونو او موسسو په نوملړ کې  ۲۶ نور ماشینونه نه دي مشخص شوي.

د دغه نوملړ له مخې، له یادو ۵۴ وينټلاټورونو څخه ۳۰ يې په ۱۳ ولایتونو او ۲۴ نور په مرکزي زېرمتون کې دي.

خو د چنګاښ په درېیمه د پژواک د خپاره شوي راپور له مخې، د عامې  روغتیا وزارت ویاند اکمل سمسور له قوله راغلي چې چین د څلورو وینټلاټورونو، ترکیې د درېیو، ایران د درېیو او د روغتیا نړیوال سازمان د ۲۷ نورو مرسته کړې ده.

هغه له جزئیاتو پرته وویل: «د عامې روغتیا وزارت له مخکې ۲۷۰ دغه ماشینونه لرل چې له دې ډلې ۴۰ یې خراب شوي؛ ځکه څوک ورسره بلد نه وو او اړتیا هم نه وه چې ترې کار واخیستل شي؛ له همدې امله اوس یوه تخنیکي کس ته اړتیا ده څو دغه ماشینونه دویم ځلي ترمیم کړي.»

د وینټلاټورونو د څار په اړه د پژواک څلورم راپور.