ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبان:د امریکا دفاع وزارت راپور د خلکو د ذهنونو د ګډوډولو لپاره  خپور شوی

طالبان:د امریکا دفاع وزارت راپور د خلکو د ذهنونو د ګډوډولو لپاره خپور شوی

author avatar
3 Jul 2020 - 15:14
طالبان:د امریکا دفاع وزارت راپور د خلکو د ذهنونو د ګډوډولو لپاره  خپور شوی
author avatar
3 Jul 2020 - 15:14

کابل (پژواک،۱۳چنګاښ ۹۹ ):وسله والو طالبانو د هند د نیمې وچې لپاره د القاعد له ډلې سره د اړیکو درلودو په اړه د امریکا ددفاع وزارت راپور رد او وایي چې دا راپور د خلکو د ذهنونو د ګډوډولو لپاره خپور شوی دی.

د امریکا دفاع وزارت تېره ورځ د دغه هېواد کانګرېس ته د افغانستان امنیتي حالت په هکله په خپل یوه راپور کې ویلي چې وسله وال طالبان د هند نیمه وچه کې له القاعده څانګې سره همکارۍ ته دوام ور کوي.

دامریکا ددفاع وزارت یا پنټاګان تازه راپور ویلي ، له القاعده سره اړوند سیمه ییزې ډلې له طالبانو سره نږدي اړیکې جوړوي او د امریکا او نورو هېوادونو پر سرتېرو باندې په بریدونو کې "تلپاتې ګټې" ویني.

په دې راپور کې زیاته شوې، وروستیو میاشتو کې طالبانو د هند نیمه وچه کې د القاعده څانګې سره همکاري روانه ساتلې ده. دامریکا ددفاع وزارت کانګرېس ته خپله ارزونه کې ویلي، د هند نیمه وچه کې القاعده څانګه پرله پسې د طالبانو له  ټیټ پوړو غړو سره د افغان حکومت په کمزوري کولو کې همکاري کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ۱۳۹۸ لمریز کال د کب په ۱۰مه، په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د تړون له مخې، طالبان به له القاعدې سره اړیکې پرې کوي او له امریکا سره  په ګډه به یې پر ضد  مبارزه کوي.

خو وسله والو طالبانو د جمعې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د امریکا ددفاع وزارت د خپاره شوي راپور په اړه ویلي دي : ((اسلامي امارت د خپلې پالیسۍ په اساس د هيڅ هېواد په چارو کې لاسوهنه نه کوي او له همدې امله نه غواړي چې د افغانسان له سرحدونو بهر له هند او نورو هېوادونو سره همکاري وکړي.))

خبرپاڼې ددې ډلې د ویاند ذبیح الله مجاهد له قوله ویلي : (( افغانستان له ۲۰۰۱ راهیسې د امریکا او ملاتړو له خوا یې اشغال دی، او امارت اسلامي په یوه قوي جنګ کې ښکېل دی،نو څنګه امکان لري چې له دومره ستر جنګ سره دې دغه ډله د افغانستان له سرحدونو بهرله چا سره همکاري ولري.))

خبرپاڼې د دوحې تړون ته په اشاره ویلي چې دوی په ټول توان هڅه کوي چې دغه تړون عملي او په هېواد کې دومداره سوله ټینګه شي.

خبرپاڼې زیاته کړې چې په دط حساس فرصت کې د امریکا ددفاع وزارت د تېرې ورځې راپور د خلکو د ذهنونو د مغشوش کولو لپاره خپور شوی او دا د خواشینۍ وړ دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.