ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اتصالات مخابراتي شرکت د ښوونځي زده کوونکو ته په انلاین دول کتابونه برابر کړل

د اتصالات مخابراتي شرکت د ښوونځي زده کوونکو ته په انلاین دول کتابونه برابر کړل

author avatar
5 Jul 2020 - 16:35
د اتصالات مخابراتي شرکت د ښوونځي زده کوونکو ته په انلاین دول کتابونه برابر کړل
author avatar
5 Jul 2020 - 16:35

اتصالات د خپل ټولنیز مسوولیت او د پوهنې وزارت د بدیل پروګرام څخه د ملاتړ په توګه د زده کوونکو او ښوونکو لپاره له یوې ځانګړې ویبپاڼې څخه د کتابونو د راښکته کولو یوه نوې کڅوړه جوړه او پیریدونکو ته وړاندې کړه. ددې کڅوړې پیژندلو موخه ، د Covid-19 وایروس له امله په پوهنیز ډګر کې د رامینځته شوي خنډ او ځنډ له امله د ښوونځیو زده کولو او ښوونکو سره مرسته ده.

دا کڅوړه  ۲۸ جون ۲۰۲۰ نیټه بازار ته وړاندې شوه، پیریدونکي1GB انټرنت په ۵ افغانۍ د میاشتې ترلاسه کوي،چې د ګټه اخیستونکو د پام وړ ګرځیدلې او د اتصالات پیریدونکو لخوا په بازار کې تر ټولو ارزانه کڅوړه پیژندل شوې ده. د یادونې وړ ده، چې له دې کڅوړې څخه یواځې ددغه ویبپاڼې لپارهhttp://elearning.etisalat.afپه هغه صورت کې ګټه اخیستلی شي که چیرته تاسو یوه بله انټرنټي کڅوړه فعاله کړي وي.

د افغانستان اتصالات اجراییوي مشر متیوویلشیر په دې اړه داسې وايي " زموږ موخه داده، چې د قرنطین پرمهال د زده کوونکو لپاره د یوې اموزشي فرصت په توګه انټرنټ په ډیره ټیټه بیه وړاندې کړو.

د اتصالات شرکت په بیلا بیلو برخو کې دافغانان د ژوند د ښه والي او په هیواد کې چټک پرمختګ ته ژمن دی. نو له همدې امله د زده کړو ددې پروګرام په لاره اچول هم ددغه ژمنې پلي کول او عملي کول دي. د افغانستان اتصالات باور لري چې غوره ښووونه او روزنه مرسته کوي، ترڅو د ماشومانو وړتیاوې او استعدادونه په ښه توګه وپیژنو او هغوی د هیواد راتلونکي مشرۍ لپاره چمتو کړو.

د افغانستان اتصالات په اړه:- د افغانستان اتصالات د اتصالات مخابراتي ګروپ یوه څانګه ده، چې مرکزی دفتر یې د عربو متحده اماراتو کې موقعیت لري او د نړۍ یوه له سترو مخابراتي کمپنیو څخه ده. اتصالات په ۲۰۰۷ کال کې په افغانستان کې خپلې چارې پیل کړې، اتصالات د غوره خدمتونو په وړاندې کولو سره اوس د هیواد یوه له پرمختللو مخابراتي کمپنیو څخه ده، چې تر 6 ملیونه څخه ډیر فعاله پیریدونکي لري. اتصالات په هڅه کې دی، چې د غوره کیفیت، نویو خدمتونو، ټیټو بیو او د هیواد په هر ولایت کې د پراخه پوښښ په درلودلو سره بازار کې غوره ځای ومومي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.