ژبه

پر وینټلاټورونو څار: د غورلپاره د وینټلاټور په نوم ۴ ماشینونه له اصلي نرخه ۲،۴میلیونه افغانۍ په لوړه بیه پېرل شوي

فیروزکوه (پژواک،۲۵ چنګاښ ۹۹): څلور ماشینونه چې د غور سیمه ییزې ادارې د «وینټلاټورونو» په نوم پېرلي، خو د بایپپ (BIPAP Devices) ماشین په نوم دی، د بازار له نرخه شاوخوا ۲،۴ ميلیونه افغانۍ په لوړه بیه پېرل شوي دي.

دغه څلور کیلویي تنفسي اله د بایپپ (BIPAP Devices) ماشین په نوم یادېږي، د چین هېواد جوړ دی او ماډل یې DM28-30ST-BP دی چې اوس مهال د کابل په بازار کې په ۱۴۰۰ډالر پلورل کېږي.

د غور ولایت د عامې روغتیا ریاست د معلوماتو له مخې، په دغه ولایت کې په ټوله کې ۹ وینټلاټورنه شته چې پنځه یې د کرونا ویروس له خپراوي مخکې په دغه ولایت کې موجود وو او څلور نور ماشینونه د کرونا ویروس له خپراوي وروسته له کرونا ویروس سره د مبارزې له ولایتي بودجې وپېرل شول.

شپږ پایې دغه ماشینونه د غور په کوویډ-۱۹ روغتون او له درېیو نورو څخه یې د غور په ولایتي روغتون کې ګټه اخیستل کېږي.

خو ځینې سرچینې وایي، د څلورو ماشینونو وینټلاټور والی چې د وینټلاټورونو په نوم د عامې روغتیا وزارت په نوملړ کې ثبت دي، تراوسه نه دي مشخص شوي.

د غور د کوويډ -۱۹ روغتون یوازېني رییس غلام نبي پژواک خبري اژانس ته وویل چې اوس مهال په کوويډ- ۱۹ روغتون کې له دوو تنفسي ماشینونو (وینټلاټور)څخه چې د غور له ولایتي روغتون څخه دغه روغتون ته راوړل شوي، ګټه اخیستل کېږي او «له څلورو نورو نامعلومو ماشینونو څخه چې د وینټلاټورونو په نوم پېرل شوي» ګټه نه اخیستل کېږي.

 

 

 

 

 

 

 

هغه د دې په اړه چې له پېرل شوو څلورو تازه ماشینونو ولې ګټه نه اخلي، وویل:«تراوسه دوې پایې وینټلاټورونه چې له ولایتي روغتون څخه موږ ته را استول شوي، په امانت ډول ترې ګټه اخلو چې زموږ ډاکټرانو له هغه څخه د ګټې اخیستنې لار په هرات کې زده کړې ده.»

غلام نبي زیاته کړه: «د وینټلاټورنو په نوم څلور یې چې له یادو دوو ماشینونو ډېر واړه او متفاوت دي او اوس مهال زموږ په مرکزي سټاک (ګودام) کې موجود دي، موږ عامه روغتیا په جریان کې کړه چې دغه کوچیني ماشینونه چې راغلي، موږ یې له کارونې سره بلد نه یو او وینټلاټور توب یې تر پوښتنې لاندې دي.

نوموړی وایي چې د غور ولایت د عامې روغتیا ریاست باید دغه موضوع په سم ډول وڅېړي او معلومه کړي چې څلور یاد ماشینونه وینټلاټورونه دي او که بل څه.»

د هغه په خبره،دوه وینټلاټورونه چې د غور په کوویډ -۱۹ روغتون کې ترې ګټه اخیستل کېږي، له دې سره چې لوی حجم لري، پرې لیکلي «وینټلاټور» او هغه ماشینونه دي چې د کوویډ -۱۹ ناروغانو ته ګټور دي.

 

 

 

 

 

 

بلخوا د انساني مرستو د همغږي کوونکې «CHA» موسسې مرستیال فهیم الله دلاور چې د تړون له مخې د غور په کووډ ــ۱۹ روغتون کې د روغتیایي خدمتونه عرضه پرغاړه لري، د دغو څلورو ماشینونو په اړه وایي:«معلومه نه ده چې دغه (څلور یاد ماشینونه) وینټلاټورونه دي، څه شی دی؟ موږ تراوسه هم نه یو تسلیم شوي، ما د عامې روغتیا رییس ته هم وویل چې نه پوهېږو او نه پېژندل کېږي چې دغه څه شی دي؟ ما کابل ته هم وویل او سریال نمبرونه مې یې هم ورواستول، د دې لپاره چې … هېڅ نه پوهېږو، پر سر یې هم وینټلاټور نه دي لیکلي، بیا هم ګورو چې څه شی دي؟»

پژواک خبري اژانس د دغو څلورو ماشینونو انځورونه له یوه شرکت سره چې د درملو او طبي وسایل د تولید په برخه کې په کابل کې فعالیت کوي، شریک کړل او په اړه یې معلومات وغوښتل چې ایا دغه ماشینونه وینټلاټورونه دي او کنه؟

د دغه شرکت یوه مسوول چې نه یې غوښتل د شرکت نوم یې په راپور کې یاد شي، وویل:«دغه یو ډول ابتدایي وینټلاټور ماشینونه دي، خو د هغو پرمختللو مشاشینونو پر ځای چې بېړنیو ناروغانو ته د اړتیا پر مهال کارېږی، کار نه ورکوي، دغه ماشینونه هغو نارغانو ته چې سږي یې دېر نه وي خراب شوي، ګارېږي خو د اصلي وینټلاټور کار نه شي ورکول.»

خو د غور د عامې روغتیا رییس جمعه ګل یعقوبي پژواک ته وویل: «دغه وینټلاټور ماشینونه دي؛ ځکه په کټلاک یې وینټلاټور لیکلي، موږ داسې ماشینونه غوښتي چې په اسانۍ ورنه ګټه واخیستل شي؛ ځکه له مخکې پنځه ماشینونه لرو چې څوک یې پر ګټه اخیستنه نه پوهېدل، که موږ بیا هم هماغه ډول ماشینونه پېرلي وای چې څوک یې په کټه اخیستنه نه پوهېدای، په درد نه لګېدل.»

هغه زیاتوي:«موږ هغه ماشینونه چې د ګټې اخیستنې وړ وي او اسانه ترې ګټه واخیستل شي او ښه تاثیر ولري، وپېرل او همداراز موږ په انټرنېټ کې وپلټل، د کوویډ -۱۹ لپاره همدغه ترټولو ښې وسیلې وې.»

نوموړي د غور د کوویډ-۱۹ روغتون د مسوول د شکایتي پوښتنې په اړه چې وایي، د یادو څلورو ماشینونو وینټلاټور توب ثابت نه دی، وویل:«هغوی تراوسه له هېڅ وسیلې موږ ته شکایت نه دی کړی.»

په همدې حال کې د غور ولایت مقام مالي او اداري رییس عبدالصمد احمدي په دې اړه وایي:«موږ د عامې روغتیا ریاست وړاندیز ته په کتو دغه ماشینونه وپېرل او پرمختللي ماشینونه دي، د روغتون د ډاکټرانو خپله ستونزه ده چې د هغو په کارولو نه پوهېږي چې دغه ډول ادعا یې کړې.»

نوموړي وویل چې تراوسه یې دغه ډول شکایت نه دی ترلاسه کړی چې دغه څلور ماشینونه د کرونا ناروغانو لپاره ګټور نه دي.

دغه څلور ماشینونه د «برادران پارسا» شرکت چې د دغو ماشینونو چمتو کولو د داوطلبۍ ګټونکی شوی و، په کابل کې د غور ولایت لپاره پېرلي دي.

د دغه شرکت مسوول بصیر پارسا چې نه یې غوښتل په دې اړه په جزئیاتو خبرې وکړي، وویل:«موږ د ارډر (سفارش) له مخې چې شوی، د مصنوعي نتفس ماشیونونه مو پېرلي، موږ ته یې (DM28-30ST-BP) موډل ټاکلی و، موږ جنس راووړ، که موږ د ارډر خلاف پېرلي وای، موږ ته ستونزه جوړېده.»

هغه د شرکت د نوم له یادولو پرته زیاتوي:«دغه ماشینونه مو له نورو وسایلو سره له یوه شرکت څخه په کابل کې وپېرل او غور ته مو واستول.»

د بازار له نرخه څو چنده لوړه بیه

د دې ترڅنګ چې د سرچینو په وینا، څلور یاد ماشینونه سټنډرډ نه دي، په بازار کې د هغو مخکنۍ بیې ته په کتو شاوخوا څلور چنده او په بازار کې د اوسنیو بیو له مخې، له اصلي نرخ څخهتر اووه چنده په لوړه بیه پېرل شوي دي.

دغه راز د دغو څلورو ماشینونو پېرلو بیې ښیي چې د یوه شرکت له خوا د وړاندې شوې مخکنۍ بیې په نظر کې نیولو سره، دغه څلور ماشینونه له ۲،۴ میلیونه ډېرې افغانۍ او د یاد شرکت له خوا د وړاندې شوې اوسنۍ بیې په نظر کې نیولو سره د بازار له نرخه تر ۲،۷ میلیونه افغانۍ په لوړه بیه پېرل شوي دي.

د غور ولایت مالي او داري رییس عبدالصمد احمدي وایي چې څلور یاد ماشینونه هر یو یې په ۷۹۵زره افغانۍ پېرل شوی دی.

خو د یوه شرکت مسوول چې د درملو او طبي وسایل د تولید په برخه کې په کابل کې فعالیت کوي او نه غواړي نوم یې واخیستل شي، وایي، د دغو ماشینونو د پېر بیه ډېره لوړه یاده شوې ده.

هغه زیاته کړه:«د دغو ماشینونو بیه نظر سټنډرډ وینټلاټورونو ته ټیټه ده، د دغه ماشینونو بیه هغه وخت چې په بازار کې جنس کم و، ۲۵۰۰ ډالر چې [نن د چنګاښ ۲۳مه۱۹۳۰۰۰ افغانۍ کېږي] وه، خو اوس ټیټه شوې تر ۱۴۰۰ ډلرو چې [۱۰۸۰۸۰افغانۍ کېږي] هم د کابل په بازار کې پلورل کېږي.»

دغه څلور کیلویي تنفسي اله د بایپپ (BIPAP Devices) ماشین په نوم یادیږي، د چین هېواد ساخت دی او ماډل یې DM28-30ST-BPدی چې بیه یې په انټرنېټ کې په انلاین ډول له ۱۷۹۹ تر ۲۵۷۰ امریکایي ډالرو ده.

خو د غور د عامې روغتیا رییس د دغو ماشینونو د بیې په اړه وایي:«پېرل د ولایت د مقام د کمېټې اړوند دي، موږ یوازې مشخصات شریک کړي او دغه پېرل هم د د ازادې داوطلبۍ له لارې پېرل شو چې هر کس له انټرنېټ نه نرخ ورکاوه هغه ته یې قرارداد ورکاوه. بازارونه هم د بې ثباتۍ په حال کې دي؛ یعنې که مخکې یوه وسیله په شل افغانۍ وه، ممکن اوس لس زره او یا پنځه زره افغانۍ وي، هغه وخت د ټولو شیانو په ځانګړې توګه د طبي وسایلو بیې لوړې وې؛ ځکه کرونایي وضعیت نازک و.

خو د غور ولایت مالي او اداري رییس عبدالصمد احمدي په دې اړه چې ماشینونه د بازار له نرخهلوړ پېرل شوي، داسې ځواب وړاندې کړ:«نه، موږ دغه وسایل د ازادې سیالۍ له لارې وپېرل، داوطلبۍ ته مو وړاندې کړي وو او لسو شرکتونو ګډون کړی و، همدغه د بصیر پارسا شرکت تر ټول ټيټه بیه وړاندې کړې وه او موږ هم هغوی ته وسپال.»

له وینټلاټورونو څخه د څار په اړه د پژواک اتم راپور.

ورته موضوع