ژبه

حکومت د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي پر دوام نیوکه وکړه

کابل (پژواک، ۳۱ چنګاښ ۹۹): د افغانستان حکومت وایي، د طالبانو بندیانو خوشي کېدو پروسه بشپړېدو ته نږدې شوې، خو طالبانو اوس هم د تاوتریخوالي لار خپله کړې او چمتو نه دي چې د سولې بین الافغاني خبرې پیل شي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې د افغانستان حکومت د امریکا او نړیوالې ټولنې له غوښتنو سره سم د طالبانو بندیانو د خوشي پروسه بشپړېدو ته نږدې کړې، خو طالبان بیا هم بین الافغاني خبرو ته نه حاضرېږي، په خپلو ادبیاتو او چلندونو کې یې بدلون نه دی راوستی، بلکې ورځ تر بلې یې تاوتریخوالی ډېرېږي.

هغه وایي چې حکومت له همدې امله اوس هم طالبان د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني.

دی وايي، طالبان دې د افغانستان اوسنۍ ټولنه چې له شلو کلونو وروسته پایښت ته رسېدلې درک کړي او له رامنځته شوي فرصته دې ګټه واخلي څو خپلو سیاسي موخو ته په مشروع ډول ځانونه ورسوي.

خو د ده په وینا، د طالبانو واک ته رسېدل سخت دي؛ ځکه اوس افغانان ويښ شوي او پر شومو موخو پوهېږي.

خو طالبان وایي چې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو د پیل لپاره باید د دوحې تړون عملي شي چې دې ډلې له امریکا سره لاسلیک کړی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد څو ورځې مخکې پر ټویټر لیکلي وو چې د دغه تړون عملي کېدل د "جګړې کمښت او ختمېدو" لپاره لاره ده خو زیاته کړې یې وه "که څوک غواړي چې لومړی جګړه ودرېږي او بیا خبرې وشي، دا غوښتنه غیر منطقي ده".

تېر کال د کب په میاشت کې قطر کې د طالبانو او امریکا متحده ایالتونو د استازو تر منځ د سولې هوکړه  وشوه . ټاکل شوې د دغې هوکړې له مخې، حکومت پنځه زره طالب بندیان او طالبان زر تنه د دولت بندیان خوشي کړي او ورسره د سولې بین الافغانی خبرې هم پیل شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر د چنګاښ په ۲۶مه ویلي وو چې دولت د طالبانو نږدې ۴۴۰۰ زندانیان له بنده خوشي کړي دي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د چنگاښ په ۲۷مه وویل چې طالبانو د دولت ۸۴۵ تنه او دولت د طالبانو ۴۰۵۰ تنه بندیان خوشي کړي دي.

login or register a new account.