منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۲۶ غ.و
۱۳°نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

هېواد ته د ترکیې په اوبو کې د ډبو شویو افغانانو د جسدونو رالېږد پیلېږي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۱۱ کتنې

کابل (پژواک، ۳۱ چنګاښ ۹۹) : د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د ترکیې په اوبو کې د ډوبو شویو افغانانو د موندل شویو جسدونو د رالیږد پروسه له نن شپې څخه پیلیږي.

تېره میاشت د جون په ۲۷مه، د ترکیې په وان ستر اوبو بند کې چې له ایران سره په ګډه پوله موقعیت لري، د غیر قانوني کډوالو د کښتۍ د ډوبېدو له امله لسګونه کسان نادرکه او مړه شوي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد د چنګاښ په ۳۱مه، پژواک اژانس ته وویل چې تر اوسه له یادو اوبو څخه د ۵۹ کسانو جسدونه را ایستل شوي چې ۲۹ یې د افغانانو دي.

هغه زیاته کړه چې د افغانانو د جسدونو د رالیږدولو پروسه نن شپه پیلیږي او په لومړۍ الوتنه کې به درې جسدونه له استانبول ښار څخه کابل ته را ولیږدول شي.

ګران هېواد وایي چې څلور نور جسدونه به سبا چهارشنبه او لس جسدونه به د جمعې په ورځ له انقرې ښار څخه په الوتکو کې کابل ته را ولیږدول شي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې په ا نقرې ښار کې د افغانستان سفارت د کام ایر او اریانا هوایي شرکتونو سره د جسدونو دلیږد په  اړه همغږي کوي.

تر دې مخکې په ترکیه کې د افغانستان سفارت چارواکو ویلي وو، چې تر اوسه د ډوبې شوې کښتۍ له ځایه ۵۸ جسدونه را ایستل شوي چې په وینا یې د پاتې جسدونو د راایستلو هڅې هم روانې دي.

د ترکیې د مسوولینو د معلوماتو له مخې، په دغه کښتۍ کې له ۶۰ څخه تر ۷۰ پورې پناه غوښتونکي سپاره وو ، چې ډېری یې د افغانستان، پاکستان او ایران اوسېدونکي وو.

د وان جهیل د ترکیې او ایران پولې ته نږدې موقعیت لري او افغان پناه غوښتونکو چې اروپا ته د تګ نیت درلود، له دغې لارې څخه په تېرېدو سره ترکیې ته داخل شوي و، او له هغه ځایې اروپا ته تلل.

راپورونه وایي چې په یاده کښتۍ کې د ننګرهار ولایت د یوې کورنۍ د ښځو او ماشومانو په ګډون نهه غړي هم شامل دي.

بلخوا د میدان وردګو ولایت یوتن اوسېدونکي حبیب الرحمن په خپل فیسبوک کې لیکلي چې په یاده پېښه کې څلور وروڼه چې ددغه ولایت د سید اباد ولسوالۍ اصلي اوسېدونکي وو، هم شامل دي.

هغه زیاته کړې چې دوی د غریبۍ له امله او د خپلې کورنۍ اقتصادي وضعیت ښه کېدو په موخه په غیر قانوني توګه غوښتل اروپا ته ولاړ شي، چې په یاده پېښه کې مړه شول.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تر یادې پېښې وروسته له ټولو خلکو وغوښتل چې له غیر قانوني سفرونو په ځانګړي ډول له انساني قاچاقبرانو سره له تګ څخه ډډه وکړي.

د یادونې ده چې د تېر کال په ډسمبر میاشت کې هم د افغان، پاکستاني او بنګله دېشي پناه غوښتونکو یوه بله کښتۍ هم په وان جهیل کې ډوبه شوې وه چې له امله یې ۷ پناه غوښتونکي مړه او ۶۴ نور وژغورل شول.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست