ژبه

“د ټاپي پروژې د چارو د چټکتیا لپاره به ژر درې اړخیزه هوکړه وشي”

کابل (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه، ۹۹):د ټاپي پروژې د چټکتیا په موخه د ښار جوړولو او ځمکو وزارت، د کانونو او پټرولیم وزارت او د دغې پروژې پلي کوونکی شرکت (TPCL) ګډه هوکړه لاسلیک کوي.

له ترکمنستانه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ګاز نلليکې غځولو پروژې (ټاپي) کار د ۱۳۹۴ کال په لیندۍ میاشت کې د ترکمنستان په پلازمېنې عشق اباد کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پيل شو.

د ترکمنستان ولسمشر هغه مهال ویلي و چې د سیمې په کچه دغه ستره اقتصادي پروژه به د ٢٠١٩ زېږديز کال په ډسمبر مياشت کې بشپړه شي. خو افغانستان کې د دغې پروژې چارې د ۱۳۹۶ کال په کب میاشت کې پیل شوې دي.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په خبرپاڼه کې په دې اړه چې تر اوسه د دغې پروژې چارې افغانستان کې څو سلنه مخته ته تللي څه نه دي راغلي، خو دغه وزارت لیکي چې د دې پروژې د چارو د چټکتیا لپاره به ژر درې اړخیزه هوکړه وشي.

سرچینه لیکي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت، د کانونو او پټرولیم وزارت او د دغې پروژې پلي کوونکي شرکت (TPCL) چارواکو په دې اړه په یوه ناسته کې خبرې وکړې.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر محمود کرزي په یاده ناسته کې ویلي چې د دې پروژې د ښه پلي کولو لپاره د اړینو فرصتونو برابرول د ښار جوړولو او ځمکو وزارت او د کانونو او پټرولیم وزارت ګډ کار دی.

هغه ویلي چې اړوند چارواکي باید د دغې پروژې د چکټیا لپاره اړین ګامونه پورته کړي.

په یاده ناسته کې د ټاپي پروژې د پلي کوونکي شرکت (TPCL) اجراییوي رئیس محمد مایرت امانوف، د پروژې پر عملي کارونو او د چارو پر چټکتیا ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده چې د پروسې د ښه مدیریت او د موافقتنامو د محتوا د نهایي کولو لپاره باید د درېیو لورو له خوا یو ګډ تخنیکي ټیم رامنځته شي.

هغه ویلي چې د پروژې د ښه مدیریت او له چارو څخه د دوامداره نظارت او ارزونې په موخه باید د ښکېلو ادارو د لوړ پوړو استازو په ګډون د رهبرۍ کمېټه رامنځته شي او دا کمېټه په منظمه توګه د چارو د ښې ارزونې، د ستونزو د حل او د لازمو پرېکړو لپاره غونډې ترسره کړي.

سرچینه لیکي, په پام کې ده چې د درې اړخیز تفاهملیک د لاسلیک او د ټاپي پروژې له قانون سره سم، پر دوو موافقتنامو کار پیل شي چې له دې سره به د ټاپي پروژې په مسیر کې د ځمکو د استملاک او اجاره ورکولو چارې تنظیم او مدیریت شي.

هڅه مو وکړه چې افغانستان کې د یادې پروژې د تر سره شوي کار د سلنې په اړه د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له ویاند نه معلومات واخلو، خو ځواب مو تر لاسه نه کړ.

login or register a new account.