کندهار (پژواک، ۱ زمری ۹۹): وروسته له هغه چې د مالیې وزارت او سوداګرۍ خونې ګډ پلاوی کندهار ته راغی، د دې ولایت سوداګرو د ګمرک ریاست مخې ته پیل کړی پرلت پای ته ورساوه.
د کندهار سلګونو سوداګرو له تېرو ۸ ورځو راهیسې د منظور احمد په نوم د یوه کمېشنکار او سوداګر له وهلو وروسته د ګمرک ریاست مخې ته پرلت پیل کړی و.
هغوی د دې ادارې د رییس د بدلون او خپلو ستونزو د حل غوښتنه کوله.
سوداګرو ویل، د ګمرک رییس سوداګرو ته ستونزې جوړوي او د هغوی په سوداګریزو توکو بار کانټينرونه په ورځو ورځو دروي چې د دغو قیوداتو په وجه سوداګر زیانمن شوي او په بازارونو کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي.
دوی دغه راز د هرات په تورغونډۍ کې د سوداګرو د زرګونو کانټینټرونو د خوشې کېدو غوښتنه هم کوله چې د موټرونو پرزې په کې بار دي او له میاشتو راهیسې درول شوي دي.
د مالیې وزارت او سوداګرۍ خونې ګډ پلاوی چې تېره ورځ د دغې ستونزې د حل په موخه کندهار ته راغلی و، تېره ورځ یې د موضوع د څېړنې په موخه د ولایتي شورا په تالار کې د شورا له غړو سره ولیدل او نن یې د پرلت په خېمه کې له متعرضو سوداګرو سره ولیدل.
د کندهار د ولایتي شورا رییس حاجي سید جان خاکرېزوال پژواک اژانس ته وویل، له پلاوي سره یې د سوداګرو ټولې ستونزې شریکې کړي او هغوی موضوع په هراړخیزه توګه څېړلې ده.
ده وویل، راغلي پلاوي د کندهار د سوداګرو د ستونزو د حل ژمنه کړې او ټول جریان به د مالیې له وزیر سره شریکوي.
ده له سوداګرو مننه وکړه چې د دوی منځګړتوب یې ومانه او پرلت یې پای ته ورساوه.
د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال محمد ولي هوتک د سوداګرو په استازولۍ وویل، د دې ولایت سوداګر له مالیې ورکولو تېښته نه کوي، بلکې په دې برخه کې د ځینو اسانتیاوو او شته ستونزو د حل غوښتنه کوي.
ده هم ډاډ ورکړ چې راغلي پلاوي د سوداګرو ستونزې اورېدلي او د هغوی د مشروع غوښتنو د پوره کولو ډاډ یې ورکړی دی.
له مرکز څخه د راغلي ګډ پلاوي په استازولۍ د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي لومړي مرستیال محمد یونس مومند وویل، د ټولو سوداګرو ستونزو ته به رسیدګي کېږي او په قانوني توګه به حل کېږي.
خو ده له سوداګرو وغوښتل چې د افغانستان له حکومت سره په شفافیت د ملي عوایدو په راټولولو کې مرسته وکړي، د جنس د تغیر او نورو ناقانونه کړنو مخنیوی دې وکړي.
نوموړي دغه راز له مالیې وزارت څخه هم وغوښتل چې د مالیې ورکولو تفاوت دې له منځه یوسي، ځکه په ځینو ولایتونو کې د یوه جنس پر سر یو ډول او په ځینو نورو کې بیا بل ډول مالیه اخیستل کېږي.
ده له سوداګرو سره ژمنه وکړه چې که مالیې وزارت یې غوښتنې پوره نه کړې او د دوی ستونزې یې حل نه کړې نو په دویم ګام کې به له دوی سره یو ځای د مالیې وزارت مخې ته پرلت پیلوي.
د یادونې ده چې کندهار ته د مالیې وزارت راغلی پلاوی وايي، مرکزي اداره د مالیې ټیټولو پر یوې پالیسي کار کوي څو عواید د لوړې مالیې په اخیستلو نه بلکې د سوداګرۍ او تجارت پراخولو له لارې ډېر کړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










