منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۰۰ غ.م
۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

سفارت: که حکومت امر وکړي، پاکستان ته قاچاق شوي وینټلاټورونه به وپېرو

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۷ کتنې

کابل (پژواک، ١٤ زمرى ٩٩): په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت وایي، داسې معلومات یې ترلاسه کړي چې قاچاق کوونکي “پاکستان ته ۳۲ قاچاق شوي وينټلاتورونه” پلوري او که حکومت امر ورته وکړي دوی به د موضوع څېړلو او د یادو الو پېرلو په اړه اقدام وکړي.

‎پژواک خبري اژانس د چنګاښ په دويمه راپور ورکړ چې له افغانستان سره له مرستو شوو وینټلاټورونو ۳۲ یې پاکستان ته قاچاق شوي دي.

په پاکستان کې د افغانستان سفارت د روان کال د چنګاښ په ۳۰مه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ته لیکلي، سندونه ښیي، هغه مرجع چې د یادو ۳۲ وينټلاټورونو له قاچاق کوونکو سره په اړیکه کې ده، له دغه سفارت سره په اړیکه کې شوې او د څرګندونو له مخې یې قاچاق کوونکي یو وينټلاټور اته زره ډالر بیه کړی څو د افغانستان حکومت یې وپېري.

سرچینه زیاتوي: “سفارت د هغو وینټلاټورونو په اړه چې ویل کېږي له افغانستانه قاچاق شوي او کېدای شي له قاچاق کوونکو سره وِي، هماغه الې وي او یا نورې، هېڅ معتبر شواهد نه لري، خو که د وزارت مقام د دغو معلوماتو د صحت او سقم د څارنې او د دغو الو د پېرلو په اړه ورته لارښوونه وکړي، نو سفارت به په دې اړه ډېرې اړیکې ټینګې کړي.”

سفارت د روانې زمري میاشتې په څلورمه د یو مکتوب له لارې دغه موضوع تعقیب کړې او لیکلي یې دي: “یادې موضوع د دغه سفارت له لوري په مرکز کې له اړوند مقاماتو سره په شفاهي ډول او د بهرنیو چارو له وزارت سره د رسمي لیک له لارې شریکه کړای شوې څو د یادې موضوع د لا روښانتیا او په اړه یې لازم اجراات ترسره شي، ولې تر دې دمه سفارت ته لازم هدایت نه دی ورکړل شوی. سفارت د بهرنیو چارو وزارت له محترم مقام څخه هیله لري څو په دې اړه واضح هدایت راکړي، څو یې پر بنسټ لازم اجراات ترسره شي.”

پژواک خبري اژانس دغه موضوع د ولسمشرۍ ماڼۍ له ویاند او د عامې روغتیا له وزارت سره د واټسپ له لارې شریکه کړه او هڅه یې وکړه چې د ټيلېفون له لارې هم ورسره اړیکه ټینګه کړي، خو ځواب یې ترلاسه نه کړ.

خو د بهرنیو چارو وزارت ویاند هېواد ګران وویل، وروسته له هغه به په دې اړه ځواب ووایي چې پژواک په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت یاد مکتوبونه ورسره شریک کړي.

پژواک له هغه سره د واټسپ له لارې یاد مکتوبونه شریک کړل، خو بیا یې هم ځواب ترلاسه نه کړ.