منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۵۹ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ولسمشر غني: د کابل ښار د امنيت ټینګښت لپاره دې کوټلي ګامونه پورته شي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۷۱ کتنې

کابل (پژواک، ٣١ زمرى ٩٩): ولسمشر غني وايي چې امنیتي مسوولین دې د کابل ښار د امنیت د تامین په خاطر عاجل او عملي اقدامات وکړي.

دغه څرګندونې ولسمشر محمد اشرف غني د کابل ښار له امنيتي مسوولينو سره د لیدنې پر مهال وکړې.

په ياده ليدنه کې لومړى د کابل ښار امنیتي مسوولینو په دغه ښار کې د خپلو  امنیتي برنامو، پرمختګونو، نيمګړتیاوو او د هېواد د خپلواکۍ په ورځ د راکټي برید په اړه ولسمشر ته معلومات ورکړل.

وروسته ولسمشر غني وويل چې پر کابل ښار د راکټي بريد ټول ابعاد بايد وڅېړل شي چې څه ډول وسله وال مخالفين وتوانېدل د خپلواکۍ په ورځ دغه ډول کړنه ترسره کړي.

ولسمشرد کابل ښار په امنیتي حوزو کې بدلونونو ته په اشارې وویل: ((حوزو ته په خپله تللی یم، په حوزو کې شته وضعیت راته د منلو نه دی او باید په حوزو کې فوري مدیریتي تغییرات راشي. دغه راز باید د پولیسو د حوزو معیشتي وضعیت په بشپړ ډول بدل شي او د حوزو مسوولین دې خپلو دندو ته متوجه و اوسي.))

غني د کابل امنیې قوماندانۍ ته لارښوونه وکړه، له زورواکو او هغو کسانو سره چې د امنیتي برنامې د عملي کېدو خنډ ګرځي، قانوني او جدي چلند وکړي او د پولیسو په چارو کې دې د زورواکو  د مداخلې په جدي توګه مخنیوی وشي.

محمد اشرف غني د کابل ښار د امنیت د لا ښه والي او امنیتي برنامې د تطبیق په موخه لارښوونه وکړه چې د ملي امنیت سلاکار تر نظر لاندې دې ټول امنیتي مسوولین د کابل ښار د امنیت د تامین په خاطر عاجل او عملي اقدامات وکړي.

ولسمشر د خپلو خبرو په پای کې وویل، د وسله والو مخالفينو ټول پلانونه باید شنډ او امنیتي میثاق دې په هر اړخیزه توګه عملي شي، څو د کابل خلک د امنیت په ډاډمنه فضا کې ژوند وکړي.

ولسمشر محمد اشرف غني داسې مهال په کابل ښار د امنيت پر ټينګښت ټينګار کوي چې په دې وروستيو کې وسله والې غلاوې له حده ډېرې شوې او خلک يې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست