منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۱۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۵۴ غ.و
۶°نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی

څېړنه: د هرات د پولیسو په اعاشه کې هره میاشت ميلیونونه افغانۍ غلا کېږي

· ۱۳ دقیقې لوستل · ۱۵۰ کتنې

هرات (پژواک، ۸ وږی ۹۹): د پژواک موندنې ښیي چې د هرات د پولیسو اعاشه لکه څرنګه چې د افسرانو، ساتنمنانو او سرتېرو د استحقاق په ۲۴ ساعته جدول کې راغلې، نه ورکول کېږي.

د اسنادو، انځورونو، ويډیوګانو او شواهدو له مخې چې د پولیسو له ورځني خوړو پژواک ته رسېدلي، ښيي چې دغه خواړه د استحقاق له ۲۴ ساعته جدول سره هېڅ سمون نه لري.

پر دغو موندنو برسېره، ډېره غلا په هغو پیسو کې کېږي چې په میاشتني ډول یوه سرتېري ته د وریجو او غوښې چمتو کولو لپاره ځانګړې شوې دي.

د کورنیو چارو وزارت د سپارښتنې له مخې او د هرات د امنیې قوماندانۍ د چارواکو په وینا، په ورځني ډول د هر سرتېري، ساتنمن او افسر د غذا لپاره ۱۳۵ افغانۍ او په میاشت کې څلور زره او ۱۶۵ افغانۍ ټاکل شوې دي.

د امنیتي ځواکونو د تېرې زمري او روانې وږي میاشتې د استحقاق په ۲۴ ساعته جدول کې راغلي چې د یوې میاشتې په موده کې د یوه امنیتي سرتېري لپاره ۵۰۸ افغانۍ د لومړۍ سېله وریجو، د ۱۹ ورځو لپاره ۱۱۱۷ افغانۍ د پسه د غوښې، د ۱۷ ورځو لپاره ۷۰ افغانۍ د چرګ غوښې، ۶۴۴ افغانۍ د یوې میاشتې وچې ډوډۍ او ۱۲۱۱ افغانۍ هم د هګیو، کچالو، بینډیو، رومي بانجانو، رب، خامو نخودو، غوړیو، بورې، پیازو، فاصلې، خټکي، شین چای، وچو شیدو، مالګې او د دېګ د مصالې لپاره ځانګړې شوې دي.

خو د پژواک موندنې ښیي چې د یوې میاشتې لپاره یوه سرتېري یا افسر ته له ځانګړې شوو څلور زره او ۱۸۵ افغانیو، د دغو پیسو یوازې کمه برخه د هغوی لپاره د خوړړو په برابرولو کې لګول کېږي او پاتې یې غلا کېږي.

د پولیسو د استحقاق په ۲۴ ساعته جدول کې راغلي چې هره میاشت ۵۰۷ افغانۍ د سېله وریجو لپاره ځانګړې شوې دي؛ خو د پژواک موندنې ښیي چې له کلونو راهیسې په هرات کې سرتېرو، ساتنمنانو او افسرانو پرمل یا دویم سېله وریجې چې بد بوی ورکوي، ورکول کېږي.

د هرات په بازار کې د پرمل او سېله وریجو بیې ډېر توپیر لري.

د هرات په بازار کې د لومړۍ درجه پرمل وریجو هره ۲۵ کیلویي بورۍ له ۸۰۰ تر ۹۰۰ افغانۍ بیه لري خو د لومړۍ درجه سېله وریجو ۲۵ کیلویي بورۍ له دوه زره افغانیو په لوړه بیه پلورل کېږي.

د پژواک موندنې ښیي چې د پرمل وریجو په پېرلو سره له ۵۰۸ افغانیو څخه چې یوه سرتېري ته په میاشتني ډول د وریجو لپاره ځانګړې شوې دي، لږ تر لږه نیمې هغه یې چې ۲۵۰ افغانۍ کېږي، حیف او میل کېږي.

د امنیتي چارواکو په وینا، د هرات د پولیسو تشکیلات شاوخوا څلور زره کسان دي او هره میاشت د یادو څلور زره سرتېرو، افسرانو او ساتنمنانو د هر یوه د وریجو له استحقاقه ۲۵۰ افغانۍ چې ټولې یو میلیون افغانۍ راځي، غلا کېږي.

هغه معلومات چې د پژواک خبري اژانس څېړنیز خبریال د هرات د امنیتي حوزو له مسوولینو، افسرانو او سرتېرو سره له مرکو وروسته ترلاسه کړي، ښیي چې په هره میاشت کې امنیتي ځواکونه یوازې پنځه یا شپږ ورځې د پسه غوښه خوري، په داسې حال کې چې د سرتېرو، افسرانو او ساتنمنانو د استحقاق په جدول کې راغلي چې په ۱۹ ورځو کې هر سرتېري ته د پسه د غوښې لپاره ۱۱۱۷ افغانۍ ځانګړې شوې دي.

د هرات د پولیسو باوري سرچینې پژواک ته وایي، د پسه غوښه چې هغه هم په میاشت کې پنځه یا شپږ ځلې پولیسو ته ورکول کېږي، تر ډېره بې کیفیته دی او د خوړلو وړ نه ده.

دغه سرچینې همدا راز وایي چې ډېری ورځې د پسه د غوښې پر ځای ورته د چرګ غوښه ورکوي.

د پژواک د معلوماتو پر اساس، یوه سرتېري ته د یوې میاشتې د پسه غوښې د پېر لپاره له ځانګړو شوو ۱۱۱۷ افغانیو، نیمې یې حیف او میل کېږي او نیمې نورې یې هم د چرګ یا پسه په بې کیفیته غوښه لګېږي.

پر همدې اساس، په هرات کې څلور زرو امنیتي سرتېرو ته په کتو، د هغوی د میاشتنۍ غوښې لپاره له ځانګړو شوو پیسو لږ تر لږه دوه میلیونه یې غلا کېږي.

د امنیتي حوزو مسوولین او افسران د پولیسو له اعاشې غلا اندېښمن کړي

یو کس چې مستعار نوم یې سعید احمد دی، په هرات ښار کې د امنیتي حوزو یو لوړپوړی چارواکی دی.

سعید احمد له پژواک سره په خبرو کې وویل، په داسې حال کې چې د کورنیو چارو وزارت د دوی لپاره لومړۍ درجه سېله وریجې په پام کې نیولې دي خو له بده مرغه پرمل وریجې ورکوي.

د هغه په خبره، دغه وریجې ډېر بد بوی لري او هېڅ د خوراک وړ نه دي.

نوموړي زیاته کړه، دغه وریجې له یوه کال راهیسې امنیتي ځواکونو ته ورکول کېږي او ډېری وخت د سرتېرو د ناروغۍ لامل کېږي.

هغه څرګنده کړه چې امنیتي مسوولین دغه ډول وریجې د وطني وریجو په نوم پېري او بیا یې امنیتي خواکونو ته ورکوي.

نوموړي ټینګار وکړ چې د هرات د امنیې قوماندانۍ ټولې ډېپوګانې له همدې ډول وریجو ډکې دي.

هغه زیاته کړه: «کله چې دغه وریجې په دېګ کې پخېږي، له دې چې ډېر بد بوی کوي، څوک دېګ ته نه شي ور نږدې کېدای.»

ویدیو از بی کیفیت بودن غذای سربازان دراین جا……………..

د دې باوري امنیتي سرچینې په خبره، یوه سرتېري یا افسر ته د میاشتنۍ ځانګړو شوو پیسو تر نیمايي ډېرې نه مصرفېږي او دغه پاتې پیسې بیا د اړوندو مسوولینو جېبونو ته ځي.

دغه سرچینې ټینګار وکړ، په داسې حال کې چې د امنیتي ځواکونو د ۲۴ ساعته استحقاق په جدول کې ۱۹ ورخې د پسه د غوښې لپاره ځانګړې شوې دي، خو ځینې میاشتې ورته د پسه غوښه هېڅ نه حواله کېږي.

دغه امنیتي چارواکی، د هرات د امنیې قوماندانۍ د اعاشې امر پر فساد تورنوي او وایي چې دغه کس تېر کال هم د فساد په تور ونیول شو خو د مرکزي مسوولینو په فرمان بېرته پر یاده دنده ګومارل شوی دی.

عبدالغني (مستعار نوم) د هرات د امنیې قوماندانۍ د پرسونل یوه بل لوړپوړي چارواکي هم پژواک ته وویل چې له قرارداد کوونکو سره د کورنیو چارو وزارت له خوا ښه او عالي خوراکي توکي په پام کې نیول شوي خو د وېش په وخت کې امنیتي ځواکونو ته تر ټولو ناسم او غیر صحي خواړه ورکول کېږي.

د هغه په خبر: «کله چې قوماندانۍ ته د پسه غوښه لېږدول کېږي، د پسه نیمه تنه توره وي او بد بوی ورکوي او ځیني وخت غوښه دومره بې کیفیته وي چې چینجي یې کړي وي.»

سیدولي (مستعار نوم) د هرات په امنیې قوماندانۍ کې یو بل افسر دی؛ هغه هم د هرات د امنیتي ځواکونو په اعاشه او اباطه کې غلا د اندېښنې وړ بولي او وایي چې دغه وضعیت په هرات کې له کلونو راهیسې روان دی او تر اوسه یې مخنیوی نه دی شوی.

د هرات د امنیې قوماندانۍ دغه افسر ټینګار کوي، کله چې سرتېري نظامي عملیاتو او چک پایټونو ته ځي، هغه غذا چې پاتې کېږي، دویم ځلي د قراردادیانو یخچالونو ته وړل کېږي او سبا بېرته همدا زیرني یا پاتې شوي خواړه سرتېرو ته ورکول کېږي.

کلیپ ویدیو دوم از بامیه های پخته شده برای پولیس…………………..

سمېع الله (مستعار نوم) په هرات کې د پولیسو یو بل سرتېری هم دوی ته د بې کیفیته ډوډۍ ورکول له امله اندېښمن دی.

هغه هم وویل، د هغو سرتېرو خواړه چې له ښاره بهر او یا هم امنیتي حوزو کې ورکول کېږي، له هغو خوړو سره په ځلونو توپیر کوي، کوم چې په قوماندانۍ کې چمتو کېږي.

دغه سرتېري هم وویل چې په څو اوونیو کې هم د پسه غوښه نه ورکول کېږي، ډېری وخت د چرګ غوښه، هغه هم له بې کیفیته وریجو سره ورته وېشل کېږي.

د پولیسو په اعاشه کې پر یادو ستونزو سربېره، د دغو ځواکونو به اباطه کې هم ستونزې او اندېښنې موجودې دې.

د پولیسو دغه شمېر منسوبین پژواک ته وایي، په داسې حال کې چې د پولیسو قطعو لپاره هر کال دوه ځلې، ژمی او اوړی یونیفورم ووېشل شي، خو له دوو کلونو راهیسې هېڅ لباس ورته نه دی وېشل شوی.

هغوی وایي، دوی مجبور دي چې کله یې درېشي زړه شي، په خپل شخصي لګښت بله له بازاره وپېري او یا هم د نورو قطعو یونیفورم اغوندي.

د پولیسو په قطعو کې د دوشکو او روجایي ګانو زړښت بله ستونزه ده چې د سرچینو په خبره، له څو کلونو راهیسې نه دي ورته بدل شوي.

د پولیسو د اعاشې ټيټ کیفیت او د هغو په ځانګړې شوو پیسو کې حیف و میل د امنیتي ځواکونو جګړه ییزه مورال له منځه وړي.

د هرات ولایتي شورا غړی مهدي حدید د پولیسو په اعاشه او اباطه کې فساد تایید کړ او پژواک ته یې وویل چې د سرتېرو له لوري د پولیسو په اعاشه او اباطه کې د پراخ فساد په اړه د پولیسو سرتېرو له لوري دوی ته شفاهي شکایتونه رسېدلي دي.

د نوموړي په وینا، دغه سرتېري د خپلې دندې د له لاسه ورکولو له وېرې نه غواړي چې خپل شکایتونه په ډاګه کړي.

هغه څرګنده کړه، کله چې د پولیسو د استحقاق د کیفیت په اړه شکایتونه پورته کېږي، هماغه وخت بیا اړوند مسوولین د خوړو کیفیت پورته بیايي، خو له څو ورځو تېرېدو وروسته یې کیفیت بېرته پخوانۍ خرابې بڼې ته ځي.

د ولایتي شورا دغه غړي ټينګار وکړ، ارزونې ښيي چې ټول هغه خوراکي او غیر خوراکي توکي چې د قراردادي له خوا د لوجستیک منسوبینو او د اعاشې د امر له لوري پېرل کېږې، بې کیفیته وي.

د ده په خبره، ان د سرتېرو خوراکي او غیر خوراکي توکي پر خپل وخت نه ورته چمتو کېږي.

هغه ټينګار وکړ، سره له دې چې ولایتي شورا څو ځلې په دې اړه د عدالت غوښتنه وکړه، نو له دې امله چې فساد خپله د پولیسو په چوکاټ کې دی، څوک ورته رسېدنه نه کوي.

په هرات د نظامي چارو شنونکي د پولیسو د اعاشې د حیف ومیل په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وایي چې د امنیتي سرتېرو د خوراکي توکو بې کیفیت والی له دندې سره د هغوی د نه لېوالتیا لامل کېږي.

په هرات کې د نظامي چارو شنونکی شعیب خان فهیم پژواک ته وویل چې له کلونو راهیسې د امنیتي ځواکونو اعاشه د استحقاق له جدول سره سمه نه برابرېږي.

د فهیم په خبره، د ولایتونو، په ځانګړې توګه د لوجستیک، ملکي مرستیال، د اعاشې امر او د خوړنځي قوماندانان له کلونو راهیسې د امنیتي سرتېرو لپاره ځانګړې شوې بودجه د بې کیفیته توکو په پېر کې حیف و میل کوي.

نوموړی ټينګار کوي چې په اوسني نظام کې د پولیسو په برخو کې فساد اوج ته رسېدلي خو څوک دغه وضعیت ته پاملرنه نه کوي.

هغه وایي چې په هېواد، په ځانګړې توګه د پولیسو افسرانو او سرتېرو ته د خوړو د استحقاق په ځانګړو شوو پیسو کې حیف ومیل د دې لامل شوی چې یو شمېر سرتېري دندې پرېږدي او یا د جګړې په ډګر کې د وسله والو مخالفینو پر وړاندې سمه جګړه ونه کړي.

د ده په خبره، ارزونې ښيي چې د پولیسو په چوکاټ کې د فساد له امله دغو ځواکونو خپل جګړه ییز مورال له لاسه ورکړی او له خاورې په دفاع کې د وسله والو پر وړاندې رښتینې مبارزه نه کوي.

په هرات کې یو مدني فعال سید اشرف سادات په هېواد، په ځانګړې توګه په هرات کې د امنیتي ځواکونو له اعاشې غلا یوه جدي ننګونه وبلله او وایي چې په دې وروستیو کې په هېواد، په ځانګړې توګه په هرات کې د پولیسو د اعاشې په اړه هیښوونکي اسناد، تصویرونه او ويډيوګانې خپاره شوي، خو حکومت، په ځانګړې توګه کورنیو چارو وزارت د پولیسو په لیکو کې د فاسدینو د لاسونو لنډولو لپاره هېڅ نه دي کړي.

د نوموړي په وینا، د نړیوالو ځواکونو په ملاتړ د کورنیو چارو وزارت له لوري هر کال افغان امنیتي ځواکونو ته ډېره بودجه ځانګړې کېږي، خو په امنیتي ځواکونو، په ځانګړې توګه پولیسو کې د پراخ فساد له امله نیمايي پیسې د ولایتونو د امنیه قوماندانیو د لوجستیک د منسوبینو، د اعاشې امرینو، قراردادیانو او د نورو چارواکو جېبونو ته ځي.

هغه څرګنده ګړه، دغه ننګونه له کلونو راهیسې په امنیتي بنسټونو، په ځانګړې توګه پولیسو کې شته او لامل شوې ده چې ډېری سرتېري امنیتي لیکې پرېږدي.

ده خبرداری ورکړ، که د پولیسو په لیکو، په ځانګړې توګه په هرات کې د فاسدینو لاس لنډ نه شي، نو سرتېري به ورځ تر بلې هېواد ته د خدمت او د وسله والو پر وړاندې د مبارزې روحیه له لاسه ورکړي.

د هرات اوسېدونکو هم د پولیسو په لیکو کې فساد د اندېښنې وړ بللی او پژواک ته یې ویلي چې په دغه فساد کې د کورنیو چارو وزارت او د هرات د پولیسو ځیني لوړپوړي چارواکي شریک دي.

د دغو اوسېدونکو په خبره، د دې لپاره چې د پولیسو برخې په فساد کې لوړپوړي امنیتي چارواکي شریک دي، نو پر ضد یې مبارزه هم ستونزمن کار دی.

د هرات یو محصیل عبدالقادر په دې اړه پژواک ته وویل: “زه خپله څو ځلې امنیې قوماندانۍ ته د پاسپورټ او ځینو نورو کارونو لپاره لاړم، باور وکړئ ډېری یې په فساد کې ډوب دي. “

د هرات بل اوسېدونکي فریداحمد پژواک ته وویل: “د قوماندانۍ د مخکنیو او اوسنیو مرستیالانو، د لوجستیک د مدیرانو او د اعاشې د امرینو له شتمنیو معلومېږي چې دوی څومره د ملت او سرتېرو پیسې خوړلې دي. “

دغه اوسېدونکي ټینګار کوي، د پولیسو په چوکاټ کې فساد چې څو د یوه بې طرفه پلاوي له لوري ونه څېړل شي، تر هغو یادې ستونزې نه هوارېږي.

د دغو شکایتونو په اړه د امنیتي چارواکو ځواب څه دی؟

د پژواک تحقیقي خبریال د هرات د پولیسو په اعاشه کې د فساد په اړه د اسنادو او شواهدو له ترلاسه کولو وروسته د هرات د امنیې قوماندانۍ او کورنیو چارو وزارت د چارواکو د نظر اخیستو په هڅه کې شو.

دغو شکایتونو ته د ځواب په اړه مو د هرات د امنیې قوماندانۍ له ملکي استازي د مرکې غوښتنه وکړه خو دغه کار ته حاضر نه شو.

خو د هرات د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده په دې اړه پژواک ته وویل چې یوه سرتېري ته په ۲۴ ساعتونو کې د خوراک لپاره د کورنیو چارو وزارت له لوري ۱۳۵ افغانۍ ټاکل شوې دي چې د میاشتې ۴۱۸۵ افغانۍ کېږي.

د ده په خبره، دغه پیسې د کال په هر موسم کې توپیر کوي او دغه پیسې د کورنیو چارو وزارت قراردادي ته سپارل کېږل او قراردادي مکلف دی چې افسرانو او ساتنمنانو ته په ورځني ډول ډوډۍ ورسوي.

نوموړي وویل چې د پولیسو د اعاشې قرارداد د کورنیو چارو وزارت د تدارکاتو ریاست له لوري ترسره کېږي او د هرات امنیه قومانداني نېغ په نېغه له قراردادي سره اړیکه نه لري او ان نه پوهېږي چې قراردادي څوک دی.

هغه زیاته کړه، څوک چې د سرتېرو ورځنۍ ډوډۍ وېشي، اصلي نماینده نه دی، د قراردادي نماینده دی.

دی د امنیتي سرتېرو د خوړو ټيټ کیفیت مني او وایي چې د قرارداد پر اساس باید قراردادي غوره خواړه برابر کړي خو ځیني مهال هغسې نه وي، لومړۍ درجه خواړه نه برابروي او نه یې وېشي.

نوموړی ټينګار لري چې په امنیې قوماندانۍ کې د معاینې پلاوی شته او د قراردادي له لوري چې د ورځې کومه ډوډۍ وېشل کېږي، ارزول کېږي او که یې کیفیت سم نه وي، مستردېږي.

ولي زاده همدارنګه سرتېرو ته د زیرنۍ یا شب مانده خوړو وېش هم رد کړ.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د قراردادي نظر هم واخلو خو بریالي نه شوو.

همدارنګه د پژواک څېړنیز خبریال له څو اوونیو وروسته هم پر دې ونه توانېد چې د یادو شکایتونو په اړه د کورنیو چارو وزارت د ویاند نظر واخلي.

دغه راز د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد د پولیسو په اعاشه کې فساد ته رسېدنه او ارزونه د امنیې قوماندانیو مسوولیت بولي او وایي چې سیمه ییزه اداره به د پولیسو د اعاشې په برخه کې فساد په جدي ډول وڅېړي او رسېدنه به ورته وکړي .

خو وبه کتل شي چې د پژواک راپور په خپرېدو سره به د کورنیو چارو وزارت او د هرات سیمه ییزه اداره یادو ستونزو او شکایتونو ته رسېدنه وکړي که نه.

پژواک د ډنمارک او د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام (UNDP) په  مالي مرسته دا پور برابر کړی دی.