منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۴۱ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“حکومت او طالبان دې د سولې خبرو کاميابېدو لپاره اوربند وکړي او نرمښت دې وښيي”

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۰۰ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۲۳ وږی ۹۹): د افغانستان د جمعت اصلاح سازمان له افغان حکومت او وسله والو طالبانو غوښتي چې د سولې د پيل شوو بين افغاني خبرو د کاميابۍ په موخه دې لومړی اوربند اعلان کړي او بيا دې د خبرو پر مهال له نرمښت څخه کار واخلي.

دوی دغه راز د بين الافغاني خبرو د پيل هرکلی هم کړی او ټينګار يې کړی چې د دغو خبرو پيل د افغانانو ترمنځ سولې راتلو ته هيله مندي ډېره کړې ده.

د جمعيت اصلاح افغانستان غړو دا څرګندونې د وږي په ۲۳مه په جلال اباد ښار کې د سولې په ملاتړ او اوربند غوښتلو په تړاو جوړې شوې غونډه کې وکړې.

د دغه سازمان د ختيځ زون مسوول محمد عثمان اخلاص وويل، دلته يې د راټولېدو موخه د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې د بين الافغاني خبرو د پيل هرکلی او له دواړو لورو سره د افغان ولس د هيلو او غوښتنو شريکول دي.

دی وايي، په دې غونډه کې د جمعيت اصلاح د غړو ترڅنګ د يو شمېر مدني ټولنو او حزبونو استازو هم ګډون کړی او هيله يې دا ده چې سوله راشي او پيل شوي مذاکرات بريالي شي.

د حزب اسلامي افغانستان د ننګرهار ولايتي دفتر مشر مولوي فضل الرحيم وويل، د سولې د خبرو بريالي کېدو په موخه مهمه ده چې دواړه غاړې لومړی اوربند وکړي او بيا د خبرو پرمهال له نرمښت کار واخلي.

هغه زياته کړه: ((زموږ خواسته له دواړو طرفونو نه دا ده چې د سولې په خاطر د امنيت خاطر او په دې خاطر چې په دې ملک کې د روانو وينو مخه ونيول شي نو بايد دواړه غاړې له انعطاف پذيرۍ کار واخلي.))

د غونډې يو ګډونوال او د پوهنتون استاد محمد ګلاب توحيديار وايي، د قطر د بين الافغاني خبرو پيل افغانانو ته هيله مندي پيدا کړې چې سوله راتلونکې ده او غوښتنه يې هم همدا ده چې په هر قيمت چې وي، سوله وشي.

د يادولو ده، د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې بين الفغاني خبرې پرون د قطر په پلازمېنه دوحه کې پيل شوې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ټولنه