منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۳۹ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

خلک: حکومت او طالبان بايد هرڅه ژر اوربند وکړي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۵۹ کتنې

کندوز ښار- ښرنه (پژواک، ٢٥ وږى ٩٩): د کندوز او پکتيکا اوسېدونکي وايي چې خلک نور له جګړې ستړي شوي، حکومت او طالبان بايد هرڅه ژر اوربند وکړي.

د اړوندې موضوع په اړه د کندوز د ښځو چارو په رياست کې ددغه ولايت د يو شمېر ښځو له لوري غونډه جوړه شوې وه.

په دې غونډه کې د پرموټ دفتر مشرې سليمه حيدري وويل چې د دغه ولايت ګڼ شمېر اوسېدونکي د جګړې پر پاى او د اوربند پر کېدلو ټينګار کوي.

دې وويل: ((د دغه ولايت د زرو اوسېدونکو امضاګانې مو را ټولې کړې دي، ټولو له جګړې نفرت ښودلى او له ښکېلو خواوو يې د اوربند غوښتنه کړې ده.))

دغه راز يوې بلې ښځې وحيدې جلالزاده وويل چې د سولې په پروسه کې بايد د تېرو کلونو لاسته راوړنې تر پښو لاندې نه شي.

هغې زياته کړه: ((سوله مهمه ده خو بايد د تېرو کلونو لاسته راوړنې هم په پام کې ونيول شي او ښځو ته يې بايد حقوق ورکړل شي.))

همدارنګه د کندوز د ښځو چارو رييسه نصيبه هولکر وايي چې د حکومت او طالبانو د سولې استازي بايد لومړى د اوربند پر کولو هوکړه وکړي.

دې وويل: ((موږ نن دلته ټول شوي يو ترڅو له ښکېلو خواوو د اوربند غوښتنه وکړو او دوى بايد زموږ دغه غوښتنه ومني.))

دغه راز په پکتيکا هم د اړوندې موضوع په اړه غونډه شوې ده.

په ياده غونډه کې د پکتيکا د اورګون ولسوالۍ اوسېدونکي سيد محمد وويل چې افغان حکومت او وسله وال طالبان دې د سولې په برخه کې تر لاسه شوى فرصت له لاسه نه ورکوي.

نوموړي وويل: ((دا ځل خلک د سولې پروسې ته ډېر هيله مند دي، دواړه لوري دې د حسن نيت لپاره لومړى اوربند وکړي.))

همدارنګه د مرکز ښرنې اوسېدونکي امان وويل چې له روان ناورين څخه د افغانستان د خلاصون يواځنۍ لار سوله ده.

دغه راز د پکتيکا ولايتي شورا غړي مبين فقيرزاده وويل چې حکومت او طالبان بايد هېچا ته اجازه ورنه کړي چې د سولې پروسه کډوډه کړي.

ده وويل: ((سوله اوس زموږ لپاره لومړيتوب دى او د سولې د کولو لپاره اوربند ډېر مهم دى چې حکومت او طالبان بايد اول اوربند وکړي.))

ټاکل شوې ده چې نن د قطر هېواد په دوحې ښار کې د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې رسمي مذاکرات پيل شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ټولنه