جلال اباد (پژواک، ۲۶ وږی ۹۹): ننګرهار کې سلګونه نجونو او مېرمنو د يو سوله ييز لاريون پر مهال په قطر کې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو له مذاکراتي ډلو وغوښتل چې لومړی د اوربند رامنځته کېدو پر سر خبرې وکړي او لاره خلاصه کړي، څو په افغانستان کې جګړې پای ته ورسېږي.
لاريون د وږي په ۲۶مه په ننګرهار کې د پياوړو مېرمنو شبکې له لوري وشو او موخه يې د سولې له روانو خبرو د ننګرهار د مېرمنو ملاتړ ښودل شوی دی.
دغه لسګونه نجونې او ښځې چې په ډله کې يې د ښوونځيو او پوهنتونونو زده کوونکې، مدني فعالانې او جګړه ځپلې مېرمنې تر سترګو کېدې، د ولايتي شورا له مخې يې لاريون پيل او د جلال اباد ښار پښتونستان واټ کې يې د ولايت مقام څنګ ته پای ته ورساوه.
د پياوړو ښځو شبکې مشرې او د لاريون رهبري کوونکې مقدس سالارزۍ وويل، دوی په دې خاطر راټولې شوې چې د سولې د روانو خبرو اترو ملاتړ وکړي او له دواړو غاړو وغواړي چې اوربند وکړي.
هغې زياته کړه: ((زموږ هدف دا دی چې د حکومت او طالبانو د سولې له خبرو اترو ملاتړ وکړو او دواړو لوريو نه غواړو چې دايمي سوله او دايمي اوربند وکړي.))
د محبوبې په نوم يوې سپين سرې ښځې چې د لاريون ګډونواله وه، وويل چې د جګړو له امله يې ځوان زوی د اردو په ليکو کې وژل شوی، نو ځکه يې لاريون کې ګډون کړی چې سوله وغواړي او نورې ميندې له بورېدو وژغورل شي.
نوموړې دا هم وويل: ((ځوانان مو تباه شول، په وطن دښمن راغلی ، دوی زموږ په بربادۍ خوشالېږي او زموږ د وطن ورانېده غواړي. نور نو افغانان بايد خپل ورونه ونه وژني، خپل کور پر خپله وران نه کړي.))
د پياوړو ښځو شبکې مرستيالې او د لاريون ګډونوالې ثنا نوري د حکومت او طالبانو د مذاکراتي ټېمونو پر غړو غږ وکړ چې د خبرو د بريالي کېدو او سولې راتګ لپاره لومړی بايد اوربند وکړي.
هغې وويل، د جګړو دوام به د سولې خبرې زيانمنې کړي نو لومړی بايد دواړه خواوې پر دې موافقه وکړي چې جګړې پای ته ورسوي او اوربند رامنځته شي.
د افغان حکومت او وسله والو طالبانو د مذاکراتي ټېمونو ترمنځ د سولې بين الافغاني خبرې روانه اوونۍ د قطر په پلازمېنه دوحه کې پيل شوې او تازه داسې هيله مندي ښودل شوې چې دواړه غاړې د ګډو ناستو د طرزالعمل پر ډېرو مواردو سره سلا شوې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن