منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۲۸ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په ١٢ ورځو کې د ننګرهار له ګمرک څخه يو ميليارد افغانۍ عوايد ترلاسه شوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۰۶ کتنې

جلال اباد (پژواک، ٣٠ وږى ٩٩) : ځايي چارواکي وايي چې د ننګرهار ګمرک رياست په تېرو ۱۲ ورځو کې ۱۰۷۳ ميليونه افغانۍ عوايد را ټول او د دولت خزانې ته يې تسلیم کړي دي .

د ننګرهار د ګمرک رئیس نصرالله صاحبزاده د وږي په ٣٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې په ياده موده کې په يوه ورځ کې تر ټولو زيات ۱۳۴ ميليونه او په یوه ورځ کې تر ټولو کم ۴۳ میلیونه افغانۍ عواید يې را ټول کړي دي .

هغه د عوایدو د لوړېدو لامل د سوداګریزو چارو ګړندیتوب، د فساد مخنیوی، د اصلاحاتو رامنځته کېدل او سوداګرو ته د قانون له مخې اسانتياوې رامنځته کول دي .

صاحبزاده وايي، د ننګرهار د نوي والي ضياء الحق امرخېل لخوا د اصلاحاتو په رامنځته کېدو، فساد مخنیوي او په شفاف ډول د عوایدو لوړېدو برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی او له همدې امله دوی په مطمئن ډول خپلې چارې ګړندۍ کړې دي .

د ننګرهار والي ضياء الحق امرخېل هم د ګمرک د عوايدو پر زياتوالي خوښي ښودلې ده.

هغه زياته کړې، چې تېر کال د همدې مياشت ۱۲ ورځو کې د ګمرک عواید ۵۷۰ ميليونه افغانۍ وو چې سږ کال شاوخوا ٥٠ سلنه زيات شوي.

امرخېل له ټولو هغو کسانو مننه وکړه چې په شفاف ډول د دولت عوایدو لوړېدو کې مرسته کوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد