ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسي جرګې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې قانون د طرحې اړوند فرمان رد کړ

ولسي جرګې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې قانون د طرحې اړوند فرمان رد کړ

author avatar
5 Oct 2020 - 17:18
ولسي جرګې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې قانون د طرحې اړوند فرمان رد کړ
author avatar
5 Oct 2020 - 17:18

کابل (پژواک، ۱۴ تله ۹۹): ولسي جرګې، په جرګه کې د حاضرو غړو د رایو په اکثریت د اداري فساد پروړاندې د مبارزې د قانون د طرحې په اړه د ولسمشر تقنیني فرمان رد کړ.

د ولسي جرګې عدلي او قضایي کمېسیون چې نن یې د دغې جرګې په عمومي غونډه کې د جرګې غړو ته د تقنیني فرمان په اړه معلومات وړاندې کول وویل، دغه طرحه چې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې کمېسیون تشکیل په کې شامل دی، په ۱۳۹۷ کال کې د یوه فرمان له مخې په څلورو فصلونو او ۴۰ مادو کې نافذ شوی دی.

د ولسي جرګې د عدلي او قضایي کمېسیون مرستیال خالد اسد وویل چې د دغه فرمان په اړه په ګډو ناستو کې کافي خبرې شوې دي او د جرګې اکثریت دایمي کمېسیونونو غړي د هغه د رد غوښتنه کوي.

د نوموړي په خبره، په دې اړه د فرمان صادرولو ته اړتیا نشته؛ ځکه قانون موجود دی او که حکومت د هغه تعدیل غواړي، ښه ده چې د فرمان د صادرولو پر ځای، د قانون د تعدیل طرحه جوړه او جرګې ته یې واستوي.

په پای کې د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني دغه تقنیني فرمان رایې ته وړاندې کړ، چې په جرګې کې له ۱۲۸ حاضر غړو، پنځو هغو یې ورسره موافقت وښود او ۱۲۳ نور بیا دغه فرمان رد کړ.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.