جلال اباد (پژواک، ۱۶ تله ۹۹): سوداګر او د لويو لاريو چلوونکي وايي، له څلورو ورځو راهیسې تورخم کې لسګونه پر سبو او میوې بار موټر ولاړ دي او د پاکستان حکومت د تګ اجازه نه ورکوي.
په دې لاریو کې انګور، رومیان، پیاز او کچالو بار دي.
د ننګرهار يو تن سوداګر حاجي زمري وویل، یوه اندازه ترکاري او میوه خرابه شوې، او که ژر يې ستونزه حل نه شي نو بار کړې میوه او ترکاري به یې له کارولو ولویږي او میليونونه افغانۍ زيان به وکړي.
لارۍ چلوونکی داوود وایي، نن څلورمه ورځ ده چې په سبو بار موټر یې تورخم کې ولاړ دی. هغه وایي که اجازه ورنه کړل شي نو سبزي يې خرابېږي او مجبور دی چې همالته یې وغورځوي.
خو چارواکي د ستونزې اصلي لامل د پاکستان له خوا د کم شمېر لاریو ته د ور اوښتو اجازې ورکړه او زیاته ګڼه ـ ګوڼه یادوي.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي پژواک ته وويل چې د لاریو د تنظیم لپاره کار کوي.
د تورخم د ترانسپورټ مدير عبدالقيوم خان هم تاييدوي چې ستونزه شته خو وايي، د پاکستان له خوا هره ورځ کمو لاريو ته د اجازې ورکړې له امله دا ستونزه رامنځته شوې ده.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









