کابل (پژواک، ١٩ تله ٩٩): د پېښور ښار محکمې د هغو لس افغان ماشومانو خپل هېواد ته د بېرته ستنولو امر کړى چې د زده لپاره په ناقانونه ډول بیول شوي وو.
د پېښور ښار د استيناف محکمې (هاى کورټ) پرون په دې اړه په يوه علني محکمه کې اړوندو مسوولينو ته امر کړى چې یاد ماشومان د افغانستان کونسلګرۍ ته وسپاري او د هغو کسانو د نيولو او پلټنو امر يې کړى چې دوى يې په غير قانوني ډولبیولي دي.
د يادې محکمې مشر قاضي وقاراحمد امر کړى و چې علني محکمې ته دې ياد ماشومان هم ور وړل شي، دا ماشومان د اکوړه خټک په يوه مدرسه کې په زده کړو بوخت وو.
د ځايي رسنيو د راپورونو له مخې، دغه ماشومان د سلفي مذهب پلويانو پېښور ته وړي وو، خو په اکوړه خټک کې يې په حنفي مذهب مدرسه کې زده کړې کولې چې له امله يې ددواړو ډلو ترمنځ لانجه پيدا شوې وه.
ځايي سرچينو ويلي، کله چې شخړه زياته شوه، پوليس راغلل او موضوع يې محکمې ته حواله کړ.
په پېښور کې د افغان کډوالو رييس عبدالحميد جليلي پژواک اژانس ته وويل چې دا ماشومان شاوخوا يوه مياشت مخکې راوستل شوي او عمرونه يې د اتو او لسو کلونو ترمنځ دي.
هغه زياته کړه، د محکمې له حکم وروسته یاد ماشومان ورته وسپارل شول او دوى د يوه مکتوب له لارې د افغانستان د بهرنيو او کډوالو چارو وزارتونه په جريان کې کړي دي.
دى وايي چې د محکمې قاضي ورته ويلي چې ددغو ماشومانو د انتقال او کورنيو ته د سپارلو ثبوت ورته راوړي.
د افغانستان د کډوالو چارو رييس وايي چې یاد ماشومان د بدخشان ولايت د کوفي اب ولسوالۍ د يوه کلي اوسېدوکي دي.
نوموړي زياته کړه چې دوى له قضيې خبر شوي وو او څو ځلې يې ددغو ماشومانو په اړه د مدرسو له مسوولينو او له ځايي چارواکو سره ليدلي وو.
جليلي وايي چې دغه کډوال به راتلونکې سې شنبې په تورخم کې د کډوالو چارو وزارت استازو او کميسارۍ ته وسپارل شي.
د راپورونو له مخې، محکمې ته د پېښور مرستيال څارنوال قيصر علي او له پوهنتونه يو ژباړن هم غوښتل شوى و، څو له افغان ماشومانو سره په دري ژبه خبرې وکړي.
ژباړن پروفيسور يوسف حسين رسنيو ته ويلي چې ټولو ماشومانو په يوه خوله يوه خبره کوله، داسې ښکارېده چې دوى ته همداسې ويل شوي وو.
هغه زياته کړې، کله چې دوى وپوښتل چې بېرته خپلو کورونو او مور او پلار ته ځئ، ټولو په يوه خوله انکار وکړ، چې نه ځي.
د محکمې قاضي ويلي: ((دغه ماشومان د ځانګړو موخو لپاره روزل کېږي، کله کله ترې د ځانمرګي بريد لپاره هم استفاده کوي، استخباراتي ادارې بايد سمې پلټنې وکړي. ))
هغه زياته کړې چې یاد ماشومان په غير قانوني ډول د سپين بولدک او چمن له لارې راستل شوي او بيا له کوم اسنادو پرته په غير قانوني توګه هلته زده کړې کوي.
يوې بلې سرچينې پژواک ته وويلچې یاد ماشومانو د سلفيانو له خوا راوستل شوي او په نوښار کې يې د سلفيانو په مدرسه کې زده کړې کولې.
سرچينې زياته کړې، کله چې طالبان خبر شول، نو دوى يې په زور له مدرسې را وګرځول چې ګواکې داعشيان ترې ځانمرګيان جوړوي اوپه اکوړه خټک یې خپلې مدرسې ولېږدول.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










