منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۱۹ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ننګرهار سلګونو خلکو پر طالبانو د اوربند غږ وکړ

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۰۱ کتنې

جلال اباد (پژواک ۲۰ تله ۹۹): د ننګرهار ولايت سلګونه اوسېدونکو او ديني عالمانو پر وسله والو طالبانو غږ کړی چې د قران او حديث په رڼا کې د سولې د مذاکراتو په اړه د افغان دولت وړانديز ته غاړه کېږدي، اوربند او سوله وکړي.

دوی وايي، که وسله وال رښتيا هم سولې، افغانيت او اسلاميت ته ژمن وي نور نو بايد جګړې پای ته ورسوي، لومړی اوربند وکړي او بيا سوله.

د خلکو نيوکه دا وه چې طالبانو په دې وروستيو کې د شخصي ګټو په خاطر د سولې د مذاکراتو ترڅنګ جګړې ته هم زور ورکړی چې هره ورځ لسګونه افغانان د هېواد په ګوټ ګوټ کې وژل کېږي.

راټولو شوو سلګونو کسانو دغه راز د ننګرهار د غني خېلو او لغمان ولايت وروستي موټربم بريدونه هم وغندل چې ګڼو ملکي افغانانو ته يې مرګ ژوبله واړوله.

غونډه د تلې په ۲۰مه د جلال اباد ښار شېرزي لوبغالي کې د (سمه لار، فکري کړئ) مدني بنسټ له لورې رابلل شوې وه چې د ننګرهار د خلکو سربېره په کې د کونړ ولايت يو شمېر خلکو هم برخه اخيستې وه.

د دغه بنسټ غړي سليمان خپلواک پژواک ته وويل، د غونډې موخه يې د ننګرهار او لغمان د وروستيو خونړيو موټربم بريدونو چې له امله يې ګڼو ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله واوښته، غندل او دغه راز پر طالبانو د اوربند او سولې غږ کول و.

په غونډه کې يو شمېر ديني عالمانو وسله والو طالبانو باندې غږ وکړ چې د دوی وسله واله مبارزه د اسلامي شرعيت د منځته راتلو په خاطر وه، اوس چې افغان حکومت ورته د قران او اسلام په رڼا کې د سولې د مذاکراتو وړانديز کړی، نو بايد له دغه فرصت ګټه پورته کړي.

مولوي ضياء الرحمن الله يار وويل: ((په دې خو موږ نه پوهېږو که څوک وايي چې موږ د قران او حديث لپاره جګړه کړې ده او په اصولو برابر وي نو يوه توجه به يې وشي او که وايي، د قران او حديث لپاره مې جګړه نه ده کړې نو بيا خو ښکاره خبره ده، مرګ يې هم خراب دی او ژوند يې هم خراب دی.))

په غونډه کې غوښتنه وشوه چې افغان حکومت او وسله وال طالبان دې داسې سوله وکړي چې تل پاتې وي، د افغانانو عزت او پت په کې خوندي وي.

قومي مشر محمد امين صداقت وويل، افغانان د داسې يوې سولې غوښتنه کوي چې د ټولو هيوادوالو حقونه او عزت په کې خوندي وي او تل پاتې سوله وي.

دغه راز مدني فعالې ليلو افغان هم وويل چې جګړې ډيره قرباني له مېرمنو اخېستې بايد د سولې مذاکراتو کې هم برخه ورکړل شي او نور دې د مېرمنو د عزت او ژوند خوندي کېدو په خاطر سوله وشي.

په دې وروستيو کې چې په قطر کې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې خبرې پيل شوي ځينو رسنيو داسې رپوټونه خپاره کړل چې ګواکې افغان حکومت طالبانو ته وړانديز کړی چې د قران او حديثو په رڼا کې د سولې مذاکرات وکړي خو هغوی ورته ويلي چې امريکا سره د هغوی شوي هوکړه ليک له مخې به مخته ځي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست