جلال اباد (پژواک، ۲۲ تله ۹۹): ننګرهار کې د کليو پراختيا وزارت له لوري شاوخوا ۸۰۰ مېرمنو ته د کوچنيو پورونو په ورکړې سره د لاسي کار زمينه برابره شوې ده.
مسوولين وايي، دغه مېرمنې د ننګرهار په شپږو ولسواليو کې د ځانګړو اتحاديو په جوړولو پور ترلاسه کوي او بيا د خپلې خوښې لاسي صنعت کې کار کوي.
د لاسي صنعت دا پروژه د کليو پراختيا وزارت د کليوالي مېرمنو د اقتصادي پياوړتيا ملي پروګرام له لارې مخې ته وړل کېږي چې اوس د ننګرهار د کامې، بهسودو، ښېوې، روداتو، دره نور او سره رود ولسواليو مېرمنو ته دا زمينه برابره شوې ده.
سمينه د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ تعميراتو سيمه کې د يوې اتحاديې مشره ده؛ په دې اتحاديه کې لس ګروپونه او شاوخوا ۱۰۰ تنه کار کوي چې ۸۰ سلنه يې مېرمنې دي.
سمينه چې پلار يې سپين ږيری او د کار توان يې نه درلود، وايي، همدې پروګرام کې يې لس زره افغانۍ پور اخیستی، د خياطۍ ماشين او ټوکر يې پېرلي چې اوس د جامو په ګنډلو سره د خپلې کورنۍ د نفقې په ګټلو کې مرسته کوي.
هغې پژواک ته وويل: ((د کور کلي د ښځو جامې هم ګنډم، د ښځو خامک، افغاني ګنډ او خالدارې جامې هم جوړوم، اوس نورې جينکۍ راځي هغوی ته هم کار زده کوم، خپل اقتصاد مې هم ښه شوی او کوښښ کوم چې د نورو کورنيو د اقتصاد ښه کېدو کارهم وشي.))
نفس ګل بيا د کور مېرمن ده، د کور د کارونو او د اولادونو له روزنې وروسته په اوزګار وخت کې د کليوالي ښځو د اقتصادي پياوړتيا پروګرام له لارې په اخيستې پور د لوښو مينځلو شامپو جوړوي.
هغه وايي، که څه هم ګټه يې دومره نه ده او د ورځې له سلو تر دوه سوه افغانيو ګټه په لاس ورځي خو وايي، بيا يې هم د کورنۍ ښه پرې کېږي.
مسوولين وايي، د کليو پراختيا وزارت په همکارۍ ننګرهار کې داسې ۸۰۰ مېرمنې شته چې د کوچنيو پورونو په ورکړې سره ورته د لاسي صنعت او اقتصاد لوړولو زمينه برابره شوې ده.
ننګرهار کې د کليو پراختيا وزارت د کليوالي مېرمنو د اقتصادي پياوړتيا پروګرام مشر محمد خالد ايوبي پژواک اژانس ته وويل، دا پروګرام د کليوالي ميرمنو د اقتصاد د لوړتيا ترڅنګ مېرمنو ته د کسب د زده کړې لپاره جوړ شوی دی.
هغه وايي، مېرمنو ته کوچني پورونه ورکوي چې د لاسي کار لپاره ځان ته د کار زمينه برابره کړي او د کورنيو نارينه وو سره يوځای د نفقې پيدا کولو کې مرسته وکړي.
د دغه پروګرام يو بل مسول رضاشاه مومند وايي، پلان کې ده چې دا پروګرام د ننګرهار د شپږو ولسواليو کې ۱۳۶۵ سپما ګروپونه دي چې ۱۳زره او ۶۵۰ ښځينه غړيتوب لري او تر اوسه ۸۰۰ مېرمنو د پور په تر لاسه کولو سره واړه صنعتي کاروبارونه پيل کړي دي.
د معلوماتو له مخې، د کليو پراختيا وزارت د دغه پروګرام له لارې ګروپونو او اتحاديو ته د هر کس پر سر سل ډالر ورکوي چې بيا يې د ګروپ غړي په ترتيب سره په پور اخلي او د پور له ادا کولو وروسته بل کس ته نوبت رسېږي.
د دغه پروګرام مسوولين وايي، مرسته له اتحاديې سره کېږي، هره اتحاديه لس ګروپونه لري او هر ګروپ لس غړي لري چې د لاسي صنعت سربېره يوه مېرمن کولی شي خپلو خاوندانو لپاره د زراعتي چارو د مخې ته وړلو لپاره هم کوچنی پور ترلاسه کړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









