منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۳۵ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ښرني او مټاخان ترمنځ د ٣٠ کیلو متره سړک د بیا رغولو چارې پیل شوې

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۳۰ کتنې

ښرنه (پژواک، ٢٤ تله ٩٩): د پکتیکا ولایت مرکز ښرنې او مټاخان ولسوالۍ ترمنځ د دېرش کیلومتره سړک د ترمیم او بیارغونې چارې د څه باندې ٣١ مېلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.

د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته د پکتيکا مرستیال والي شير بادشاه اورګونې وويل، چې د دغه سړک د بيا رغونې چارې به د درېيو مياشتو په موده کې بشپړې شي.

هغه زياته کړه: ((د مرکز ښرنې او مټاخان ولسوالۍ ترمنځ د دېرش کیلو متره سړک د ترمیم کارونه د ٣١،٥ ميلیونه افغانیو په لګښت پيل شوي دي.))

دغه راز د پکتيکا د سړکونو د څارنې او ساتنې ريیس مدیر احمدزي خلکو ته د یاد سړک د ترمیم چارو د ښه کیفیت ډاډ ورکړ او په دې برخه کې يې د خلکو همکاري مهمه یاده کړه.

نوموړي زیاته کړه، د یادې پروژې تر پایه دوه انجنيران ګومارل شوي، څو د یاد سړک د کارونو له کیفیت څخه څارنه وکړي.

همدرانګه د يادې لارې يو تن موټر چلوونکي حميدالله وويل چې د یاد سړک په بیارغولو خوښ دى او وایي چې له دې سره به د تګ راتګ پر وخت ستونزې کمې شي.

د يادونې ده چې دوه ورځې وړاندې هم په دغه ولايت کې د ٤٢ ميليونه افغانيو په لګښت د يوه کانال او يو استنادي ديوال د جوړېدو چارې پيل شوې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه