ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ميليون جام کرکټ سياليو په اړه د کرکټ بورډ او د ليګ د مسوولينو ترمنځ ناندرۍ

د ميليون جام کرکټ سياليو په اړه د کرکټ بورډ او د ليګ د مسوولينو ترمنځ ناندرۍ

author avatar
16 Oct 2020 - 17:03
د ميليون جام کرکټ سياليو په اړه د کرکټ بورډ او د ليګ د مسوولينو ترمنځ ناندرۍ
author avatar
16 Oct 2020 - 17:03

کابل (پژواک، ٢٥ تله ٩٩): د ميليون جام کرکټ ليګ مسوولین وايي، چې د افغانستان کرکټ بورډ څخه يې د یادو سیالیو ترسره کولو اجازه ترلاسه کړې خو هغوى يې اوس بېرته مخالفت کوي.

خو د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ميليون جام ليګ رسمي اجازه نامه نه لري، بايد له کرکټ بورډ سره يې خپل کارونه تصفيه او رسمي اجازه نامه يې اخيستې واى.

د کرکټ ميليون جام شل اوريزې خصوصي سيالۍ له تيرو څو کلونو راهيسې د لوبه کرکټ ادارې لخوا ترسره کېږي او ټاکل شوې ده، چې د  پنځم پړاو سيالۍ یې د راتلونکې نومبر مياشت په کې خوست کې ترسره شي.

د ميليون جام مسوولينو د دې سياليو د ترسره کولو تړون تېره ورځ له موبي ګروپ او چنار ګروپ سره لاسليک کړی چې له مخې به يې دا سيالۍ په راډيو او تلويزيون کې په ژوندۍ بڼه خپريږي.

خو د دې تړون تر لاسليک وروسته د افغانستان کرکټ بورډ رييس فرهان يوسفزي له خوا په يوه ټويټ کې ویل شوي چې د ليګ مسوولينو له کرکټ بورډ څخه رسمي اجازه ( اين او سي) نه ده اخيستې، ځکه کرکټ بورډ په دې ليګ کې ملي لوبغاړو ته د ګدون اجازه نه ورکوي.

د ميليون جام مسوولين وايي چې دوی د افغانستان کرکټ بورډ له سرپرست اجراييوي رييس نظيم جار عبدالرحيمزي په لاسليک په ليکلې بڼه اجازه اخيستې ده.

پژواک خبري اژانس د دغه سند يوه کاپي ترلاسه کړې ده چې د روان زيږديز کال د اکتوبر په ١٠مه،  د ميليون جام ليګ د مسوولينو لخوا د کرکټ بورډ داجراييوي رياست ته استول شوی دی.

په دې مکتوب کې د ليګ مسوولينو لومړى خپله اداره معرفي کړې او بيا يې ليکلي چې اداره یې افغانستان له کرکټ بورډ سره ثبت ده او خپلې سيالۍ د کرکټ د نړيوالې شورا او د افغانستان کرکټ بورډ له اصولو سره سم ترسره کوي.

په مکتوب کې کریکټ بورډ ته د ميليون جام پنځم پړاو د لوبډلو، نيټې، لوبغالي، لوبغاړو او لوبډلو د لګښتونو او نورو مسايلو په اړه معلومات ورکړل  شوي دي او له یاد بورډ غوښتل شوي چې د دې سياليو په اړه ورته اجازه (اين او سي) ورکړي.

د افغانستان کرکټ بورډ سرپرست اجراييوي رييس نظيم جار عبدالرحيمزي له خوا دغه مکتوب منلی شوی دی.

دغه راز د ميليون جام ليګ د مسوولينو لخوا يوه بل مکتوب پژواک سره شریک شو چې د ٢٠٢٠ زيږديز کال د جنورۍ په ٢١مه کرکټ بورډ ته د یادو سیالیو په اړه لیږل شوی دی.

دغه مکتوب ښيي چې د کرکټ بورډ یوې کمېټې د میلیون جام په اړه خپل مثبت راپور د کرکټ بورډ اجراييوي رياست ته ليږلى دى.

بل خوا د لوبه کرکټ ادارې لخوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې لوبه کرکټ کلب یا د میلیون جام له رامنځته کیدو راپدیخوا یې هڅه کړې چې د افغانستان کرکټ بورډ په همکاري او همغږي د کرکټ لوبې د ودې او پرمختګ لپاره په سختو شرایطو کې په مېړانه د افغانستان د خصوصي سکتور د کرکټ سره د ځانګړې مینې او مالي ملاتړ خدمت کړی دی.

په یاده خبرپاڼه کې راغلي چې میلیون جام تل د کرکټ بورډ او د کرکټ نړېوالې شورا اصولو او قوانینو ته درناوی کړی دی او تل یې د هر پړاو سیالۍ د یادو قوانینو په رڼا کې د کرکټ بورډ د وخت د پخوانیو مسولینو په ګډون او پرانیستې وینا پیل کړي دي چې د وخت د مسولینو حضور د دې ښکارندويي کوي چې دغه جام یو قانوني کلب دی.

د خبرپاڼې له مخې، دغه کلب دا ځل هم د میلیون جام د پینځم پړاو سیالیو د ترسره کېدو په موخه لکه د تیر په څیر د کرکټ بورډ څخه د عدم اعتراض سند (NOC) د کرکټ بورډ د مخکیني اجرائیه رئیس لطف الله ستانکزي له خوا ترلاسه کړی دی.

سرچینه وايي:”هغه په لیکلي بڼه چې لاسلیک یې شتون لري د وړاندیز د تحقق په خاطر د کرکټ بورډ تخنیکي مرستیال دولت احمدزی، د عملیاتي څانګې مدیر محمد ولي امین، د بازار موندنې مدیر عبدالهادي دریځ، د لوبې پرمختیايي څانګې مرستیال مدیر شاهد احمد الکوزی او د کورني کرکټ مدیر احمد شاه سلیمانخیل د یوې ګډې کاري کمېټې په توګه وګمارل تر څو خپل جامع نظر اجرائیه رئیس سره شریک کړي.”

د یادي خبر پاڼې پر بنسټ، پورتنۍ کمېټې خپل نظر اجراییه رییس  لطف الله ستانکزي ته وړاندې کړی چې په کې تر ټولو غټ ټکی یې په کې ورته د میلیون جام د ترسره کولو وخت د شپږیزي څخه وروسته ښودلی دی.

ستانکزی د کمېټې د نظر لاندې د لاسلیک سره لیکلي چې د کمېټې نظر منظور دی او د کورني کرکټ څانګه دې خپل کلني مهال ویش ته په کتو د میلیون جام لپاره نېټه وټاکي.

د سرچینې په وینا، له هغې وروسته د اجرائیه رئیس د هدایت سره سم احسان الله عبید چی د کورني کرکټ مسول دی د میلیون جام لپاره د ۲۰۲۰ کال د اکتوبر له ۲۸مې تر نومبر ۱۰مې پورې نېټه ټاکلې ده.

د کرکټ بورډ لخوا ميليون جام ليګ سره تر مخالفت وروسته خلکو په ټولنيزو شبکو کې په دې اړه سختې نيوکې وکړې او کرکټ بورډ يې دې ته اړ کړ چې په دې تړاو سپيناوى خپور کړي.

د افغانستان کرکټ بورډ لخوا نن (د تلې ٢٥مه) په دې اړه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په هېواد کې دننه د کرکټ د لا پرمختګ او پراختیا لپاره د افرادو، شرکتونو او نورو اړوندو ادارو مثبت کار او زیار ستایي او ملاتړ یې کوي؛ کرکټ بورډ په دغه برخه کې نه یوازې چې هر ډول مرستو ته ځان ژمن بولي، بلکې په تخنیکي، مسلکي او نورو اړوندو برخو کې هم فرصتونه برابروي.

سرچينې زياته کړې، د افغانستان کرکټ بورډ د نړیوالې شورا د بشپړ غړي په توګه ځان مسول ګڼي چې په افغانستان کې دننه د کرکټ په ټولو رسمي او سوداګریزو لوبو کې د کرکټ بورډ داخلي او نړیوال اصول، کړنلارې او قوانین تطبیق کړي او له ټولو اړوندو پانګه والو، ادارو، شرکتونو او متشبثینو څخه هیله لري چې د کرکت بورډ د اصولو، تګلارې او قانون په اساس فعالیت وکړي او ورته ژمن وه اوسي.

د کرکټ بورډ په وینا:”د شخصي لیګونو ترتیبوونکي باید د لیګونو د لا ښه او مسلکي ترسره کېدو لپاره په رسمي توګه له کرکټ بورډ سره خپل پلانونه شریک او په همغږۍ او همکارۍ خپلې برنامې تنظیم او مخکې ولاړ شي.”

سرچینه کاږي چې د کړنلارې له مخې، په افغانستان کې چې هر ډول سوداګریز لیګ ترسره کېږي، نو د لیګ د نېټې او پیل تر اعلان مخکې باید د لیګ تنظیموونکي له کرکټ‌ بورډ سره هر څه همغږي کړي او د لیګ د ترسره کولو لپاره له کرکټ بورډ څخه د عدم اعتراض سند- جواز (NOC) ترلاسه کړي.

په یاده خبرپاڼه کې راغلي:”دغه سند ترلاسه کول هر سوداګریز لیګ ته او هر ملي او له بورډ سره د قرادادي لوبغاړو لپاره یوه بنسټیز شرط ده؛ د میلیون لیګ تنظیموونکو تر دې دمه د افغانستان د کرکت بورډ څخه NOC یا رسمي‌ اجازه نه ده ترلاسه کړې. که د دغه لیګ تنظیموونکي له رسمي لارو د افغانستان کرکټ بورډ ته مراجعه وکړي او د لیګ لپاره د جواز غوښتنه وکړي، کرکټ بورډ به پرې له غور وروسته خپله فیصله واوروي.”

سرچینه ټینګار کوي، د افغانستان کرکټ بورډ نه غواړي چې لوبغاړي یې خپل نړیوال شهرت او مقام له خطر سره مخ کړي، نو ځکه د داسې لیګونو د ترسره کولو لپاره د NOC جواز ترلاسه کول اساسي شرط ګرځولی شوی دی.

د افغانستان کرکټ بورډ پخوانى اجراييوي رييس ډاکتر حامد شينوارى وايي چې خصوصي سکتور د لوبو په وده او پرمختګ کې مهم رول لوبوي.

هغه پژواک ته وويل چې ميليون جام سيالۍ له څو کلونو راهيسې هر کال په ډېره ښه او مسلکي توګه بريالۍ سيالۍ په لاره اچوي.

شينوارى وايي چې دى هم له وروستيو ناندريو خبر شوى او هغه ټول قانوني اسناد يې ليدلي چې د ميليون ليګ مسوولينو ترلاسه کړي او يا يې لري.

نوموړي له کرکټ بورډ څخه وغوښتل چې د کرکټ د ودې او پرمختګ  او دخصوصي سکتور پر وړاندې ستونزې نه جوړوي او پرېږدي چې د ميليون ليګ جام سيالۍ په ښه توګه ترسره شي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.