جلال اباد (پژواک، ۲۶ تله ۹۹): د سولې ولسي حرکت وايي، هڅه يې پيل کړې چې عام ولس سره منسجم کړي او له امريکا په يوه غږ غوښتنه وکړي چې په افغانستان کې اوربند وکړي او سولې ته زمينه برابره کړي.
د دغه حرکت غړي وايي، دغه کار ځکه کوي چې د جګړې درولو کيلي له افغان حکومت او طالبانو سره نشته.
د دغه حرکت غړو پرون د ننګرهار د شينوارو ولسوالۍ له هغه ځايه پلی ولسي حرکت پيل کړی چې دوه اوونۍ وړاندې په کې د موټربم ځانمرګي بريد لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.
د سولې ولسي حرکت غړي نن هم د ننګرهار د شينوارو (غني خېلو) ولسوالۍ اړوند مارکو بازار سيمه کې دي او خلکو سره يې مشورتي ناستې پيل کړې دي.
د دغه حرکت مشر اقبال خيبر د تلې په ۲۶مه پژواک اژانس ته وويل، پلان لري چې د ننګرهار د ټولو ولسواليو پر ټولو کليو وګرځي او خلک د سولې لپاره سره يوځاى کړي.
دی وايي، دوی به د ننګرهار د بېلابېلو ولسواليو خلک له ځان سره راټولوي، همداسې به کابل ته پلی تګ کوي او بيا به د امريکا د سفارت مخې ته اعتراضيه ناسته پيلوي.
هغه زياته کړه، په نورو ولايتونو کې هم د دغه حرکت غړي همدا کار کوي چې خلک تشويق کړي څو دغې ناستې ته راشي او د امريکا سفارت ته خپل اعتراض وړاندې کړي.
اقبال خيبر وويل: ((دا ځل زموږ غوښتنه اوربند دی، دا غوښتنه له امريکا څخه کوو؛ ځکه نه طالب او نه دولت د دې واک لري چې اوربند يا سوله وکړي، که د جګړې کيلي ده او که د سولې، له امريکا سره ده.))
د سولې ولسي حرکت مشر وايي، پرون او نن د شينوارو ولسوالۍ د خلکو له تود هرکلي او ملاتړ سره مخ شوي او تمه يې شته چې د ننګرهار سوله خوښی ولس به ورسره دغه حرکت کې ملګرتيا ته دوام ورکړي او تر کابله به ورسره د سولې په خاطر پلی مزل وکړي
د سولې ولسي حرکت نږدې درې کاله وړاندې په هلمند کې له يو بمي بريد وروسته د څو تنو عامو خلکو لخوا پيل شوی چې د هيواد ډيرو ولايتونو ته يې پلی مزل کړی او ډيرې لويې اعتراضيه ناستې يې کابل کې د امريکا سفارت، ملګرو ملتونو او نورو مهمو ادارو مخې ته کړي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










