کابل(پژواک، ۲۷ تله ۹۹): د مشرانو جرګې یو شمېر غړي د ولسمشر لومړي مرستیال ته د کابل امنیت سپارل جنرالانو ته سپکاوی او شرم ګڼي، خو ځینې نور بیا دغه اقدام د کابل د امنیت د ټينګښت په برخه یو مهم ګام ګڼي.
د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په دې وروستیو کې ویلي چې د ولسمشر د لارښوونې له مخې د موقت وخت لپاره د کابل د امنیت مسولیت پر غاړه اخلي.
د مشرانو جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې د حکومت دغه اقدام له مخالفتونو او ملاتړ سره مخ شو.
په دې جرګه کې د هلمند د خلکو استازي محمد هاشم الکوزي حکومتي چارواکو ته په خطاب کې وویل: «د شرم ځای دی چې د یوه ولایت د امنیت مسوولیت د ولسمشر مرستیال ته سپارل کېږي، ستاسو دغه کار په ګوته کوي چې تاسو پر جنرالانو باور نه لرئ، که د کابل د امنیت مسوولیت صالح ته سپارل کېږي، د هلمند د امنیت مسوولیت باید دانش او د نورو ولایتونو مسوولیت باید د کابینې غړو ته وسپارل شي.»
هغه صالح ته د کابل د امنیت سپارل "جنرالانو ته سپکاوی" وباله او وویل چې که چیرې د امنیت د ټینګښت مسوولیت د ولسمشر لومړي مرستیال ته سپارل کېږي، نو باید د کورنیو چارو وزیر او د کابل امنیه قومندان له دندو ګوښه شي.
دغه راز هغه د یادې جرګې په نننۍ ناسته کې وویل چې له نهه ورځو راهیسې هلمند په اور کې سوځي او حکومت پټه خوله دی.
هغه ګواښ وکړ او وویل: «که حکومت د هلمند خلکو ته پام ونه کړي، په هلمند کې به خلک طالبانو ته مراجعه وکړي.»
په دغې جرګه کې د پکتیا د خلکو استازي محمد اجان منګل وویل: «د شرم ځای دی چې لومړی مرستیال راځي او د یوه ولایت د امنیت مسوولیت پر غاړه اخلي، مناسبه نه ده چې صالح مسوولیت واخلي، که د کورنیو چارو وزیر او د امنیې قوماندان کار نه شي کولای، باید استعفی ورکړي څو دغه مسوولیت نور خلک واخلي.»
د نوموړي په خبره، ښه دا ده چې هر کس خپل مسوولیت ترسره کړي او د نورو په کاري چارو کې لاسوهنه ونه کړي.
د جرګې یو شمېر نورو غړو هم ورته نظرونه درلودل خو ځینو نورو د دغه اقدام ملاتړ وکړ او وویل چې صالح په امنیتي سکتور کې کافي تجربه لري.
په یاده جرګه کې د بدخشان د خلکو استازي ګلالي اکبري وویل: «لومړی مرستیال تجربه لري، هغه یوازې نظارت او لارښونه کوي، شرایط ایجابوي چې ټول لاس پکار شي.»
په یاده جرګه کې د کابل د خلکو استازي فرهاد سخي هم وویل چې د ولسمشر لومړی مرستیال په دې برخه کې کافي تجربه لري او هغه ته د کابل د امنیت سپارل په نېک فال نیسي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن