کابل (پژواک، د لړم لومړۍ نېټه ٩٩) : د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي چې د پاکستان له حکومت سره افغانانو ته د وېزو په برخه کې د نورو اسانتياوو رامنځته کولو په اړه خبرې کوي.
د بهرنيو چارو وزارت دا څرګندونې په داسې حال کې کړې دي چې پرون په جلال اباد ښار کې لسګونه زره کسان د پاکستان وېزو لپاره راټول شوي وو، چې د ګڼې ګوڼې له امله ١٢ ښځې مړې او د نهو ښځو په ګډون ١٣ کسان ټپيان شوي دي.
د بهرنيو چارو وزارت له خوا د لړم په لومړۍ نېټه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پر يادې پېښې سخت خواشيني شوي دي.
سرچينې زياته کړې چې د کرونا له امله د لارو او وېزو د بندېدو، د وېزو د غوښتونکو ډېرښت او د لازمو تدابيرو نشتوالي له امله ياده پېښه رامنځته شوې ده.
د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې په کابل کې د پاکستان له سفارت سره په همکارۍ او همغږۍ او د ننګرهار ولايت له چارواکو سره په ګډه به د وېزو په برخه کې د نوي رژيم او نورو اسانتياوو رامنځته کولو لپاره هڅې وکړي.
بلخوا تر يادې پېښې وروسته د ننګرهار والي ضياء الحق امرخېل په دغه ولایت کې د پاکستان هېواد له سر کونسل عبادالله سره لیدلي دي.
د ننګرهار ولايت مقام له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ددغې ناستې پر مهال چې د ولایت مرستیال، بهرنیو چارو او د دفتر رئیسانو هم حضور درلود، دواړو لورو په رامنځته شوې پېښې خواشیني وښوده او د وېزو په برخه کې یې د اسانتياوو د رامنځته کېدو په موخه نظریات شریک کړل او په قانوني لارو يې مخکې تګ باندې ټينګار وکړ .
د ننګرهار والي د پاکستان له لوري تر دې مهاله د وېزو په برخه کې د همکارۍ ستاینه وکړه او هیله یې وښوده چې په دغې برخه کې لا همکاري زیاته شي .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن