جلال اباد (پژواک، د لړم لومړۍ نېټه ۹۹): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي چې تېره ورځ په دغه ولايت کې د پاکستان د وېزې ترلاسه کولو په موخه نږدې ۲۸ زره پاسپورټونه راټول شوي دي.
دغه پاسپورټونه د جلال اباد ښار لومړۍ ناحيې اړوند فوټبال لوبغالي کې هغه مهال په يوه ورځ راټول شول چې خلک د ټوکن تر لاسه کولو په موخه ورغلي وو.
په دغه ګڼه ګوڼه کې لسګونه زړې ښځې او سپين ږيري تر پښو لاندې شول چې ۱۲ ښځې په کې مړې شوي، ۱۰ ښځې او درې نارينه په کې ټپيان دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د لړم په لومړۍ نېټه پژواک اژانس ته وويل، دوی پرون په فوټبال لوبغالي کې نږدې ۲۸ زره پاسپورټونه راټول کړي، خو تر اوسه هيڅ پرېکړه نه ده شوې چې دغو پاسپورټونو باندې به وېزې د کوم طرز العمل له لارې وهل کېږي.
هغه زياته کړه، نن په کونسلګرۍ کې د وېزو ورکړې لړۍ په عادي ډول روانه وه او هغو کسانو ته وېزې ورکول کېدې چې له پرون ورځ وړاندې ورته د وېزې اخيستو ټوکن ورکړل شوي وي.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼى وايي، د ټول شويو پاسپورټونو په اړه په طرز العمل کار روان دی او وروسته به خلکو ته د ياد طرز العمل په اړه معلومات ورکړل شي.
بلخوا د ننګرهار ولايت اوسېدونکي او مدني فعالان په ولايتي اداره نيوکه کوي چې تل د پاکستان وېزو لپاره د خلکو په نظم جوړېدو کې پاتې راغلي دي.
مدني فعال اسدالله لاروي پژواک اژانس ته وويل، که ولايتي اداره رښتيا هم د دغې ستونزې د حل لپاره اراده لري، نو بايد له خصوصي سکتور څخه مرسته وغواړي او هغو شرکتونو ته دا پروسه وسپاري چې د نورو هېوادونو د وېزو او ټکټونو د پلور په برخه کې قانوني اسناد لري.
دغه راز بل مدني فعال اسدالله ښاليز هم نيوکه کوي چې د ننګرهار ولايتي اداره تل د وېزو لپاره د خلکو په نظم کې پاتې راغلې ده، خو وايي، لويه ستونزه دا ده چې د پاکستان کونسلګرۍ هم دې برخه کې له صداقت څخه کار نه اخلي.
خلک غوښتنه کوي چې د پاکستان له کونسلګرۍ د وېزې تر لاسه کولو لپاره بايد يو منظم پلان او لاره چاره ولټول شي.
د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ يو اوسېدونکی غلام سخي چې پرون يې ګڼه ګوڼه کې مېرمن مړه شوې وايي، حکومت لومړی بايد خلکو ته د پرونۍ پېښې په اړه وضاحت ورکړي او بیا دې د راتلونکي لپاره منظمه تګلاره جوړه کړي.
ننګرهار کې د پاکستان له کونسلګرۍ د وېزې تر لاسه کولو پروسه کې له کلونو راهيسې همداسې ستونزې موجودې دي، خو دا چې د ګڼې ګوڼې له امله په يوه ورځ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوړي دا يوه کم سارې پېښه بلل شوې ده.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.








