ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“په جګړه کې د ژوند له منځه تللې شتمنۍ به مو په سوله کې بېرته ترلاسه کړو”

“په جګړه کې د ژوند له منځه تللې شتمنۍ به مو په سوله کې بېرته ترلاسه کړو”

author avatar
25 Oct 2020 - 09:09
“په جګړه کې د ژوند له منځه تللې شتمنۍ به مو په سوله کې بېرته ترلاسه کړو”
author avatar
25 Oct 2020 - 09:09

شبرغان (پژواک، ۴ لړم ۹۹): دوې غبرګلوني خویندې چې په جګړه کې یې د اورېدو حس له لاسه ورکړی، وایي که طالبان له دولت سره سوله وکړي، موږ دواړه خویندې د ګل له یوې ګېډۍ سره د هغوی ملاتړ ته ورځو، مننه ترې کوو او د «ورور» خطاب ورته کوو.

فاطمه کوکلم او زهرا کوکلم دوې غبرګونې خویندې ۲۲ کاله مخکې د ۱۳۷۷ کال په اوړي کې چې د ژوند څلورم پسرلی یې لا نه و تېر کړی، د راکیټ د درانه غږ له امله چې د کور پر دېوال یې ولګېد، د غوږونو پردې یې ژوبلې شوې او د اورېدو حس یې له لاس ورکړ.

د پژواک خبري اژانس خبریال له دغو دوو خویندو سره د جوزجان ولایت د ښځو چارو په ریاست کې مرکه کړې ده.

د هغوی خور منیرې کوکلم چې د مرکې پر وخت یې د خپلو خویندو حرکات ژباړل، وویل چې پر کور یې د راکټ له لګېدو مخکې یې د فاطمې ار زهران غږ چې خبرې یې کولې، اورېده، خو له چاودنې وروسته یې چې د اورېدو حس له لاسه ورکړ، ورو ورو یې د خبرو کولو وړتیا هم له لاسه ورکړه.

هغې زیاته کړه چې د خبرو کولو او اورېدو حس له لاسه ورکول یې د دې لامل شول چې خویندې یې له ټولنې لرې او پر خپګان اخته شي، خو په اته کلنۍ کې د سواد زده کړې په حیاتي پروګرام کې شاملې شوې او د سواد له زده کړو وروسته په ښوونځي کې شاملې شوې او د خدیجې جوزجاني لېسې له پای ته رسولو وروسته اوس د متانت په نوم لوړو زده کړو په موسسه کې زده کړې کوي.

د هغې په خبره، د چاودنې پېښې یې د خویندو د ژوند پر ټولو مسایلو د کورنۍ له تشکیله نیولې بیا کار ته تر لاسرسي پورې منفي اغېز کړی، تل یې هغوی ته زیان رسولی، خو د هغې دواړه خويندې د جګړې او بدبختۍ ټغر ټولولو او په هېواد کې رښتینې سولې ته د رسېدو په هیله له ورځنیو ستونزو او ننګونو سره مبارزه کوي.

دغه دوه خويندې چې په اشاره خبرې کوي، وايي چې پلار یې د ملي اردو سرتېری و، لس کاله وړاندې له طالبانو سره په جګړه کې ووژل شو او دوی دا مهال د بیکونو ګنډلو او خیاطۍ له لارې خپل ورځني لګښتونه پوره کوي.

دغه دوې غبرګلوني خویندې اوس مهال په شبرغان ښار کې له خپلې مور او څلورو نورو خویندو سره ژوند کوي.

فاطمه کوکلم او زهرا کوکلم چې اوس مهال د متانت لوړو زده کړو په خصوصي موسسه کې د ساینس پوهنځي د بیولوژي څانګې د دویم کال محصلې دي، هیله لري چې د سولې او ثبات هیله په هېواد کې تامین شي؛ څو دوی د جوزجان تر ټولو لرو سیمو ته لاړې شي او د دوی په شان نورو کسانو ته اشاره یي ژبه ور زده کړي.

فاطمې په خپلو خبرو کې وویل: «زه هیله لرم چې خلک مې په سوله کې ژوند وکړي، هیله لرم چې سوله راشي او زه د هغو انسانانو لپاره چې زما په شان خبرې نه شي کولای او اورېدلای نه شي؛ ځانګړی ښوونځي جوړ کړم، څو ژوند یې له سترنزې سره مخ نه شي، څو هغوی په حساس چاپېریال او ټولنه کې د ناتوانۍ احساس ونه کړي، درس ووایي او پرمختګ وکړي.»

دغه دوې خویندې د دې ترڅنګ چې خپله زده کړې کوي، دا مهال یې په جوزجان ښار کې د کڼو کسانو لپاره د زده کړې ټولګي جوړ کړي او هغوی ته په وړیا ډول اشاره یي ژبه ور زده کوي.

د فاطمې په وینا، څوک چې نه اوري او خبرې نه شي کولای، که له اشاروي ژبې سره اشنا نه وي، له ډېرو ستونزو سره مخ او ان ژوند ورته ستونزمن کېږي.

هغې زیاته کړه: «له جګړې کرکه لرم؛ ځکه په ذهن کې له هغه ترخه خاطره لرم، په ماشومتوب کې د طالبانو له خوا زموږ پر کور د راکټ مرمۍ توغولو له امله ما او زما خور د اورېدو حس له لاسه ورکړ.»

زهرا چې د خپلې خور خبرو ته یې کلکه ځير وه او کله ناکله به یې د خور خبرې د سر په اشاره تاییدولې، جګړه یې د ټولو افغانانو د بدبختۍ لامل وبلله.

هغې هم له خپلې خور وروسته د هغوی او کورنۍ ستونزو په یادولو سره زیاته کړه: «موږ دواړه کڼې شوو، پلار مو په جګړه کې ووژل شو او نن موږ ژوند له ډېر ستونزو سره تېروو.»

زهرا د افغانستان د خلکو د نېک مرغۍ کیلي له سولې او ثبات سره تړلې وبلله او د خبرو په دوام کې یې وویل: «که طالبان له دولت سره سوله وکړي، موږ دواړه خویندې د ګلونو له یوې ګېډۍ سره د هغوی ملاتړ ته ورځو او له هغوی مننه او د ورور خطاب ورته کوو.»

هغې د خبرو په پای کې له طالبانو وغوښتل: «طالبانو ته وایو چې ولې جګړه کوي او له جګړې څه ګټه اخلي؟ په داسې حال کې چې په دواړو خواوو کې داسې انسان وژل کیږي چې سره وروڼه دي، ورور وژنه د څه لپاره؟»

هغې د سولې خبرو ته اشاره وکړه ویې ویل چې د افغانستان د خلکو لپاره د هیلې کړکۍ پرانیستل شوې، ښایي دغه خبرې په سوله پای ته ورسېږي او باید دواړې خواوې قرباني ورکړي او خلک ناهیلي نه کړي.

زهرا هم د خپلو خبرو په پای کې د دغو خبرو اترو له ښکېلو خواوو وغوښتل چې پر هغه اوربند هوکړه وکړي چې په هېواد کې د دوامداره سولې راوستلو لپاره د دوی ژمنتیا ښیي.

زهرا او فاطمه هیله لري چې واده وکړي خو د سولې او منیت په فضا کې څو زامن یې د دوی په شان د جګړې او ناامنۍ قرباني نه شي.

هغې وویل، خویندې یې غواړي څو په راتلونکي کې له داسې کس سره کورنۍ تشکیل کړي چې زده کړې ولري او د هغوی لپاره د ټولنیزو چار په پر مخ وړولو کې ستونزه رامنځته نه کړي.

نوموړې زیاته کړه: «زموږ لپاره دا اړینه ده چې د ژوند راتلونکی ملګری مو سالم فکر ولري او ژوند ته د انسانیت له سترګو وکوري.»

پژواک د ډنمارک او د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام (UNDP) په  مالي مرسته دا پور برابر کړی دی.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.