ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بامیان کې سمڅ مېشته ښځه: یوازې سوله کولای شي موږ له دې زندانه وژغوري

بامیان کې سمڅ مېشته ښځه: یوازې سوله کولای شي موږ له دې زندانه وژغوري

author avatar
7 Nov 2020 - 10:18
بامیان کې سمڅ مېشته ښځه: یوازې سوله کولای شي موږ له دې زندانه وژغوري
author avatar
7 Nov 2020 - 10:18

باميان(پژواک، ١۷لړم ٩٩): د زهرا په نوم ځوانه ښځه چې له خپلې کورنۍ سره د بامیان په سمڅو کې له ډېرو ستونزو سره ژوند کوي، په داسې سیمو کې د دوی د اوسېدو یوازینی لامل جګړه بولي او وايي، يوازې سوله کولای شي دوی له دغه زندان څخه وژغوري.

د یادونې ده چې د بامیان د تخریب شوې بودا مجسمو په شاوخوا کې کابو درې زره سمڅې موجودې دي.

په داسې یوه زمانه کې چې انسانان هڅه کوي د ځمکې له کرې بهر په فضا کې د ژوند کولو ځای پیدا کړي او یا د اوبو په منځ کې ودانۍ جوړې کړي، د افغانستان په مرکزي سیمو په ځانګړې توګه بامیان ولایت کې لسګونه کورنۍ په سمڅو کې له ستونزو ډک ژوند تېروي.

دغه سمڅ مېشتي وايي، جګړې، بېوزلۍ او د کور نه موجودیت دوی اړ کړي چې د څښاک اوبو، برېښنا او نورو اسانتیاوو ته له لاسرسي پرته په دغه ډول سیمه کې ژوند وکړي.

۳۵ کلنې زهرا په دغه سمڅه کې ګډ ژوند پیل کړی او اوس هم له خپل مېړه او څلورو اولادونو سره یو ځای د روښانه سبا په تمه ژوند کوي.

هغه سمڅ چې زهرا په کې ژوند کوي په پلاستیکي زاړه فرش باندې فرش شوې ده.

زهرا د بامیان ولایت د سیغان ولسوالۍ اوسېدونکې ده، هغې چې شاوخوا ۱۰ کاله مخکې له خوښې پرته واده کړی وویل، په دې اړه چې مېړه یې کور نه لري او په سمڅ کې ژوند کوي نه پوهېده.

نوموړې چې د خپل اجباري واده لامل هم اقتصادي ستونزې او جګړه بولي زیاته کړه:” مور او پلار مې په جګړو کې وژل شوي، له کاکا سره مې ژوند کاوه. کله چې دغه کس راغی او زما د کوژدې غوښتنه یې وکړه کاکا مې زما له رضایت پرته په نکاح ورکړم، خو زه په دې نه پوهېدم چې کوژدن مې کور نه لري او په سمڅ کې ژوند کوي، کله چې واده شوم او راغلم نو له دې پرته مې بله چاره نه درلوده چې سمڅه جوړه کړم. “

هغې وویل، مېړه یې مزدوري کوي، کله پنځوس افغانۍ، کله ۱۰۰ افغانۍ او کله هيڅ کار نه کوي، ځينې شپې ان وږي ویده کېږي.

 نوموړې په ژړغوني غږ وویل: ” یو وخت مو ډوډۍ لمده وي، خو ډېری وخت سهار او غرمه وچه ډوډۍ خورو.”

هغې په داسې حال کې چې تر څنګ یې کوچنى زوی ناست و خپله یوازینۍ اندېښنه د ماشومانو راتلونکې یاده کړه، ځکه اوس یې د روښانه سبا لپاره هېڅ تمه نه لري.

دغې مېرمنې وویل، ډېری وخت دا فکر کوي چې څه ډول به له دغه ډول ژونده خلاص شي، اولادونه به یې څه ډول ښه راتلونکې ولري؟ ایا د کور، مناسبو وسایلو او ډوډۍ درلودل یې امکان لري او یا به یې دغه هیله د خوب په ډول پاتې شي؟

د زهرا ماشومان چې د لسګونو نورو ماشومانو په څېر په دغو سمڅو کې د ژوند له اسانتیاوو بې برخې دي هره ورځ په دغه خټین او خاورین ځای کې ماشومانه لوبې کوي.

زهرا هیله لري چې ماشومان یې زده کړې وکړي، خو دغه هیله یې هغه مهال پوره کېږي چې په هېواد کې سوله او ثبات تامین شي.

هغې په ټینګار سره وویل: ” زما یوازینۍ هیله داده چې له دغه زندان (سمڅې) څخه خلاصه شم، زه د سولې غوښتنه کوم، داسې سولې چې موږ ته خوشحالي او ارامي راکړي او موږ ارام ژوند وکړو، په ورته وخت کې وکولای شو له دغې بدبختۍ خلاص شو او د داسې ورځې شاهدان شو چې له دغو سمڅو څخه بهر او د اولادونو په ارمان ژوند وکړو.”

د زهرا تر ټولو لوی اولاد شپږ کاله عمر لري او تازه په لومړي ټولګي کې داخل شوی، خو له سمڅې تر ښوونځي پورې د ډېر واټن له امله ښه حاضري نه لري او له دې امله نه شي کولای په ښه ډول زده کړې وکړي.

هغې د دولت وسله والو مخالفینو او افغان حکومت ته په خطاب وویل: ” موږ او تاسو ټول د یوه هېواد وګړي او وروڼه یو، راځئ یو او بل ته لاس ورکړئ او د یو او بل له وژلو لاس واخلئ او له اوسنیو بدبختیو څخه د خپلو خلکو د ژغورلو لپاره هڅې وکړئ.”

په ورته وخت کې د زهرا مېړه محمد علي هم له خپلو اقتصادي ستونزو شکایت وکړ او ويې ویل: ” د ژوند د مجبوریتونو له امله دې سمڅې ته راغلي یو او بله چاره مو نه درلوده. له دې امله چې کور مو نه درلود، که جګړه نه وای، کار موجود وای او زموږ اقتصادي وضعیت ښه وای نو طبیعي ده چې په یوه ځمکه به مو یوه ــ دوه خونې جوړولې او د عزت ژوند به مو درلود. “

نوموړي له حکومت او وسله والو مخالفینو په ځانګړې توګه له طالبانو وغوښتل چې سوله وکړي او د هېواد د یووالي او ابادۍ لپاره هڅې ترسره کړي، څو نور هيڅ کورنۍ د جګړې له امله ونه ځورېږي.

د هغه په خبره، د بامیان ډېر اوسېدونکي بېوزله دي، ځکه د جګړې او ناامنۍ له امله د بامیان د خلکو د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو لپاره کم کار شوی دی.

پژواک د  ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام (UNDP) په مالي مرسته دا راپور برابر کړی دی.

Visits: 5

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.