منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۱۳ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

پکتيکا کې د پاکستان د لاسوهنو پرضد لاريون وشو

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۲۱ کتنې

ښرنه (پژواک،٢٨ لړم ٩٩): د پکتيکا ولايت د اورګون ولسوالۍ سلګونو اوسېدونکو د يوه لاريون په ترڅ کې په افغانستان کې د پاکستان د مداخلو د مخنيوي غوښتنه وکړه.

دغه لاريون نن سهار د اورګون ولسوالۍ په بازار کې پيل او له غرمې مخکې په لس نيم بجو پاى ته ورسېد.

لاريون کوونکو دغه شعارونه هم له ځانه سره لېږدول: ((څو د پاکستان حکومت او اداره د افغانستان اړوند خپله پاليسي بدله نه کړي، موږ افغان ولس به دغه هېواد د يوه سخت دښمن او تروريست هېواد په توګه پېژنو.))

همداراز لاريون کوونکو ويل چې د هلمند او کندهار په جګړو کې د پاکستاني وسله والو وژل کېدو دا ثابته کړه چې ياد هېواد د افغانستان په نا امنيو کې ښکاره لاس لري.

د اورګون ولسوالۍ د سيمه ييزې شورا مشر او يو تن لاريون کوونکي محمد حليم عالمي پژواک ته وويل چې پاکستان تل د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه کړې او د روانې جګړې ترشا پاکستان نېغ په نېغه لاس لري.

ده زياته کړه: ((ترڅو چې پاکستان د افغانستان په اړه خپله پالېسي بدله نه کړي، دا يو دښمن او ترهګر هېواد دى.))

بل لاريون کوونکي وطنمل پژواک ته وويل چې پاکستان د افغانستان له خراب وضعيت څخه په ګټې اخيستنې سره په سرحدي سيمو کې د اغزن تار لګول پيل کړي دي.

ده له نړيوالۍ ټولنې غوښتنه وکړه چې پر پاکستان فشار راولي ترڅو د افغانستان په چارو کې لاسوهنه بنده کړي.

بل لاريون کوونکي سيداغا پژواک ته وويل چې پاکستان د تاريخ په اوږدو کې په بېلابېلو برخو کې د افغانستان د بنسټونو د له منځه وړلو هڅې کړې دي.

ده وويل: ((زه پر حکومت غږ کوم چې له پاکستان سره خپلې اړيکې په ښکاره ډول بدلې کړي ترڅو دغه هېواد د افغانستان په چارو کې له مداخلې لاس پر سر شي.))

يو شمېر نورو لاريون کوونکو هم ورته څرګندونې وکړې او ټېنګار وکړ چې پاکستان دې نور د افغانستان په چارو کې لاسوهنې بندې کړي.

داسې مهال په پکتيکا کې د پاکستان پرضد لاريون ترسره کيږي چې ټاکل شوې سبا د پاکستان لومړى وزير عمران خان د يوه دولتي پلاوي په ملتيا افغانستان ته سفر وکړي.

په دغه سفر کې به د اقتصادي، امنيتي او سوداګريز اړيکو او همکاريو ترڅنګ د افغانستان د سولې پروسې اړوند خبرې اترې هم وشي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ټولنه