ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بلخ او سمنګان کې د ٢٠ ولايتونو د ګډونوالو وطندار پروګرام پيل شو

په بلخ او سمنګان کې د ٢٠ ولايتونو د ګډونوالو وطندار پروګرام پيل شو

author avatar
21 Nov 2020 - 16:59
په بلخ او سمنګان کې د ٢٠ ولايتونو د ګډونوالو وطندار پروګرام پيل شو
author avatar
21 Nov 2020 - 16:59

مزارشريف (پژواک، د لېندۍ لومړۍ نېټه ۹۹): په بلخ او سمنګانو ولایتونو کې د سيمه ييزو ارګانونو ولسي ملاتړ پروګرام له لوري د” وطندار” ،علمي، فرهنګي، تفریحي او کلتوري پروګرام لسمه درې ورځنۍ لړۍ پیل شوه.

د ولسي ملاتړ پروګرام ريیس ‘زین الله شهید زوی’ ياد مراسمو ته وویل چې په دغه پروګرام کې د هېواد له شلو ولایتونو د پنځوسو اکاډمیکو، علمي شخصیتونو او مدني بنسټونو مشرانو اوغړو ترڅنګ د بلخ ولایت لسګونو اوسېدونکو او چارواکو ګډون کړی دی.

د نوموړي په وینا، له دغه پروګرامه یې موخه “فرهنګي نږدېوالی، د فکرونو تبادله، فلکلور پېژندنه، له قومي مفکورو څخه ملي مفکورې ته تګ، ټولنیزې اړیکې پیاوړې کول، د ځوانانو ظرفیت لوړونه او د منازعاتو په حل کې د دوی رول لوبول” ده.

د بلخ مرستيال والي غلام فاروق خپلواک د غونډې ګډونوالو ته وويل چې د ورته پروګرامونو له لارې خلکو ته زمينه برابرېږي څو د يو بل له کلتور، عنعناتو او ټولنيزو چلندونو سره لا ډېر اشنا شي.

هغه زياته کړه چې وخت يې را رسېدلی څو افغانان خپل ملي هويت خوندي کړي او د ملي يووالي په ټينګښت سره له شته ستونزو ځانونه وباسي.

د خپلواک په خبره، افغانان له وياړه ډک تاريخ لري او ثابته کړې يې ده چې د سختيو پر مهال يو موټی کېږي.

د بلخ مرستيال والي زياته کړه چې د خلکو له ګډون پرته هېڅ ملي او دموکراتيکه پروسه نشي بريالۍ کېدای.

نوموړي دا غوښتنه هم وکړه چې خلک بايد په ملي پروسو کې شريک کړای شي.

د وطندار برنامې چلوونکي حضرت وفا وویل، درې ورځې به یې د پروګرام ګډونوال د خپلو ولایاتو هر اړخیز پریزنټیشنونه له نورو وطنوالو سره شریک کړي او دبلخ او سمنګانو له تاریخي سیموبه د لیدنې ترڅنګ  محلي لوبې، بزکشي، پهلواني، محلي موسیقي او فولکلوریک پروګرامونه ننداره کړي.

وفا وویل، موږ په سمنګان کې دیکشنبې په ورځ دملي ویښتیا کنفرانس او د دوشنبې په ورځې دجګړې ضد مدني اعتصاب لرو چې دمزار په شګلنو دښتو به د شلو ولایاتو راغلي میلمانه په بیلا بیلو رنګونو دجګړې ضد او دائمي سولې د غوښتلو شعارونه ولیکي.

زمان سهيل چې له ننګرهاره يې په دغه برنامه کې ګډون کړی وايي چې لومړی ځل يې دی چې بلخ ته سفر کوي.

هغه وويل: ((زما ډېره علاقه وه چې مزار ښار او د بلخ تاريخي سيمې ووينم، د دغه خلکو په اړه لا ډېر پوه شم. اوس خوشاله يم چې دا زمينه راته برابره شوې او درې ورځو لپاره به همدلته يم.))

نوموړي زياته کړه چې که افغانان يو بل وزغمي نو د دې زمينه برابرېدای چې د سولې روانه پروسه بریالۍ شي

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.