ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د ولسمشر له خوا د ماليې وزارت د ۵۹ کارکوونکو منفکي د قانون خلاف ده”

“د ولسمشر له خوا د ماليې وزارت د ۵۹ کارکوونکو منفکي د قانون خلاف ده”

author avatar
21 Nov 2020 - 17:31
“د ولسمشر له خوا د ماليې وزارت د ۵۹ کارکوونکو منفکي د قانون خلاف ده”
author avatar
21 Nov 2020 - 17:31

کابل (پژواک، د لېندۍ لومړۍ نېټه ٩٩): مالیې وزارت، د ولسمشر له خوا د دغه وزارت د انساني سرچینو د رییس په ګډون د ۵۹ کارکوونکو منفکي ناقانونه بولي.

پژواک خبري اژانس د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې د هغه مکتوب کاپي ترلاسه کړې چې مالیې وزارت ته د روان کال د تلې میاشتې په ۲۵مه استول شوی دی.

مکتوب ښيي چې د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو په معینیت کې د ګومارنو په تړاو د یوه موظف پلاوي راپور پر بنسټ د مالیې وزارت د انساني سرچینو د رییس په ګډون د ۵۹ کارکوونکو د منفکۍ پرېکړه شوې ده.

په یاد مکتوب کې راغلي: “۵۹ هغه کارکوونکي چې په غیر رقابتي ډول ګومارل شوي، د دې هدایت له صادرولو وروسته منفک دي او بستونه یې باید د اداري اصلاحاتو له لوري ازادې سیالۍ ته وسپارل شي، په وخت دې بشپړ شي او د انساني سرچینو رییس له دندې ګوښه او د ۹۹۳ حکم پلي کولو لپاره دې د اداري اصلاحاتو کمېسیون له لوري په درېیو میاشتو کې د ګومارنې بهیر بشپړ شي.”

پژواک د مالیې وزارت د هغه مکتوب کاپي هم ترلاسه کړې چې د چارو ادارې په ځواب کې لیکل شوی او ولسمشرۍ ماڼۍ ته استول شوی دی.

په دغه مکتوب کې راغلي چې د چارو ادارې پلاوي په څېړنو کې د پلټنې او څېړنې اصل نه دی مراعات شوی او د انساني سرچینو ریاست اړوند یې کومه تېروتنه هم نه پیدا کړې.

مالیې وزارت لیکلي: “د چارو ادارې پرېکړه د ملکي خدمتونو د کارکوونکو له قانون سره په ټکر کې ده؛ ځکه که په یوه اداره کې د قانون خلاف کړنه ولیدل شي، نو د څېړنې او پلتڼې پلاوی تر پلټنو وروسته راپور هماغې ادارې سره باید شریک کړي ترڅو د پلټنو په لومړیو پړاوونو کې کارکونکو ته د توصیې، اخطاریې، کثر معاش او بیا د ګوښه کېدو مکتوب صادر شي، خو یادې ادارې برعکس د کارمندانو د ګوښه کېدو پرېکړه کړې چې دا کار قانون ضد عمل دی.”

د یاد مکتوب پر بنسټ، د ملکي خدمتونو کارکونکو قانون د لسمې مادې له مخې، لومړي او دویم بستونه د ادارې په وړاندیز د ولسمشر په منظورۍ او له درېیمه تر اتمو بستونو پورې ګومارنه د وزیر له واکونو څخه ده، نه د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې له واکونو څخه.

د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وویل چې مالیې وزارت د ولسمشرۍ ماڼۍ په ځواب کې لیکلي چې دغه وزارت کوم قانون نه دی مات کړی.

دی وايي: “مالیې وزارت متعهد دی چې ټول بستونه په تدریج سره ازاد رقابت ته وسپاري.”

هغه زیاته کړه چې دغه وزارت ټول بستونه ازادې سیالۍ ته چمتو کړي او په مکتوب کې غوښتنه شوې، هغه یاد ۵۹ کارکوونکي به تر ازادې سیالۍ خپلو دندو ته دوام ورکوي چې منفک شوي دي.

خو د چارو ادارې د مطبوعاتو مسوول خوشال خلیل وايي چې ولسمشر د چارو ادارې، اداري اصلاحاتو کمېسیون او نورو ادارو په ګډون یو پلاوی ټاکلی و، څو په مالیې وزارت کې ناقانونه ګومارنې وڅېړي.

دی وايي، پلاوي خپلې څېړنې وکړې او راپور یې ولسمشر ته وړاندې کړ، په هغه کې ویل شوي وو چې ځینې ګومارنې له ازادې سیالۍ پرته شوې وې.

هغه زیاته کړه چې ولسمشر مالیې وزارت ته امر کړی چې یاد بستونه ازادې سیالۍ ته وسپاري او دغه وزارت هم دغه چاره ترسره کړې ده.

خو دی وایي چې د مالیې وزارت د ۵۹ کارکوونکو د منفکۍ خبره چېرته نه ده شوې.

Visits: 31

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.