منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۴۷ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

د خوست د اداري کمپلېکس دننه چاودنې پنځه کسان ټپيان کړل

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۳۴ کتنې

خوست ښار (پژواک، ٤ ليندۍ ٩٩) : د خوست ولايت په اداري کمپلېکس کې د چاودنې له امله پنځه کسان ټپيان شوي دي.

دغه چادونه نن غرمه شاوخوا دوولس بجې د اداري کمپلېکس د موټرو په تم ځای کې شوې ده.

ددغه ولايت يوې امنيتي سرچينې د نوم نه اخيستو په شرط پژواک اژانس ته وويل، دغه چاودنه د ولايت يو تن مشاور عبدالنصير حقمل په موټر پسې د نښلول شوي مقناطيسي ماين له امله شوې.

د سرچينې په وينا، چادونه کې خپله عبدالنصير حقمل ته زيان نه دی رسېدلی، خو د هغه د ساتونکو په ګډون پنځه کسان ټپيان شوي دي. ولايت مقام په دې اړه تراوسه څه نه دي ويلي.