ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

محب: تر سولې وروسته بايد بشري حقونه تر پښو لاندې نه شي

محب: تر سولې وروسته بايد بشري حقونه تر پښو لاندې نه شي

author avatar
24 Nov 2020 - 18:07
محب: تر سولې وروسته بايد بشري حقونه تر پښو لاندې نه شي
author avatar
24 Nov 2020 - 18:07

کابل (پژواک، ٤ ليندۍ ٩٩): د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب ويلي، سوله يواځې د تاوتريخوالي درېدل نه دي، بلکې د خلکو امنيت او پرمختګ دی چې موږ ته د يوې بشري ټولنې په توګه د ثبات حق او فرصت راکوي.

نوموړي دغه څرګندونې نن د ليندۍ په ٤مه، د افغانستان په اړه د جنيوا نړيوال کنفرانس په دويمه ورځ يوه ځانګړي بحث ته د وينا پر مهال وکړې.

په کنفرانس کې د ٧٠ هېوادونو او شاوخوا ٣٠ نړيوالو سازمانونو استازو ګډون کړى او له  افغانستان سره د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د مرستو اعلانونه او ژمنې کوي.

د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حمد الله محب وويل، چې په افغانستان کې سوله،  امنیت او پرمختګ له یو بل سره نږدې اړیکې لري او هغه څه دي چې ډېری يې له کلونو کلونو په لټه دي.

هغه پوښتنې وکړې، چې په دې شيانو کې به لومړی کوم يو راځي؟ له امنیته پرته به پرمختګ څنګه راشي؟ له پرمختګه پرته د سولې راتګ څنګه ممکن دی؟

ده زياته کړه :”موږ افغانان هره ورځ له دغې معما سره ژوند کوو، موږ تر اوسه نه يو توانېدلي چې افغانانو ته هغه څه ورکړو چې مستحق يې دي. دا موږ ته یوه پالیسي محوره پوښتنه نه ده، بلکې ورځنۍ ستونزه ده. ”

محب وويل، چې د کرونا له امله سږ کال د افغانستان اقتصاد د هېواد په کچه ۵ سلنه را لوېدلی، حال دا چې په سیمه‌ییزه کچه تر اوسه هم د تاوتریخوالي له کبله د هېواد یو شمیر سیموته بشري او روغتیایي مرستې نه شي رسولى.

د هغه په وينا، د سولې په برخه کې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت له هڅو سره سره تاوتريخوالی نور هم زيات شوی او د سولې په برخه کې د پام وړ پرمختګ نه شته.

د ملي امنيت سلاکار وويل، چې په ۲۰۱۸ کال کې د جنیوا په تېر کنفرانس کې ولسمشر غني د سولې لپاره خپله نقشه اعلان کړه.، په ۲۰۱۹ کال کې د افغانستان په کچه ټول‌شموله لویه جرګه دایره شوه او د سولې په تړاو يې  له خلکو سره مشورې وکړې.

ده زياته کړه :”تر دې وروسته مو چې د پنځه زره طالب بندیانو له خلاصون سره هوکړه وکړه، افغان ولس د سولې لپاره خطر ومانه او د طالبانو د ۴۰۰ نورو بندیانو خلاصون يې هم تایید کړ، سره له دې چې هغوی په سنګینو او ناوړه جرمونو کې ښکېل کسان وو. ”

محب وايي، چې په افغانستان کې يې د طالبانو رژيم ليدلی، خو دى د خپل ماشومتوب د وخت کيسې ځکه نه کوي ټولو په خپله هغه وضعيت ليدلی چې د طالبانو د واکمنۍ پر وخت حاکم و.

د هغه په وينا، د طالبانو د وخت کومې کيسې چې دي، دوی اوس هم غواړي چې خلک تر هغه ډول وضعيت لاندې ژوند وکړي.

د ملي امنيت سلاکار وويل، چې له تېرې فبرورۍ مياشتې راهيسې له نورو ترهګرو ډلو سره په ګډه د طالبانو پيل کړی تاوتريخوالی خورا سخت شوی دی.

ده زياته کړه، چې پر ښوونځيو ، پوهنتونونو او روغتونونو د بريدونو ترڅنګ دوى د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د انارو په باغ کې هم ماينونه ايښي وو چې بزګر ووژني.

محب وايي، چې د ۲۰۲۰ زېږديز کال له پيل راهيسې ۶،۷۷۲ غير نظامي او ۷،۹۶۰ کسه افغان سرتېري قرباني شوي دي.

هغه د خپلې وينا پر مهال ددغو قربانيانو په ياد يوه لحظه سکوت وکړ.

هغه زياته کړه، چې پر څو تګلارو کار کوي چې هم د امنيتي سرتېريو لګښتونه را کم او هم داسې ځواک ولرو چې بشپړ پر خپل ځان متکي شي.

د ملي امنيت سلاکار له نړيوالو شريکانو وغوښتل چې له ګډ دښمن سره د مبارزې لپاره له افغان ځواکونو څخه  خپل ملاتړ ته ادامه ورکوي.

محب وويل، چې سوله په خپل ذات کې اوربند نه دی، يوازې له اوربنده پيلېږي. دا کار هغه وخت شونی دی چې له پرله‌پسې وژنو لاس واخيستل شي، څو خلک د ارامۍ ساه واخلي.

ده زياته کړه : “سوله يوازې د تاوتريخوالي درېدل نه دي، بلکې د خلکو امنيت او پرمختګ دی چې موږ ته د يوې بشري ټولنې په توګه د ثبات حق او فرصت راکوي. داسې نه چې تاوتريخوالی ودرېږي، خو نجونې د درس ويلو حق بايلي او نور بشري حقونه هم پايمال شي. “

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.