ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

صدیقي: دوحه کې د سولې په خبرو کې پرمختګ نه دی شوی

صدیقي: دوحه کې د سولې په خبرو کې پرمختګ نه دی شوی

author avatar
25 Nov 2020 - 18:10
صدیقي: دوحه کې د سولې په خبرو کې پرمختګ نه دی شوی
author avatar
25 Nov 2020 - 18:10

کابل (پژواک، ۵ لېندۍ ۹۹): د ولسمشر ویاند وایي، دوحه کې د سولې په خبرو کې پرمختګ نه دی شوی؛ ځکه طالبان پر هغو مسایلو ټينګار کوي چې هغه د خلکو د غوښتنو خلاف دي او حکومت یې واک نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې ځینو رسنیو قطر کې د افغانانو تر منځ د سولې په خبرو کې د پرمختګ راپورونه ورکړي او ویلي یې دي چې دواړو لوریو د سولې خبرو پر طرزالعمل هوکړه کړې، خو د سولې خبرو مرکچي پلاویو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ځینو رسنیو دا هم ویلي چې ولسمشر محمد اشرف غني پر یاد طرزالعمل له هوکړې سره مخالفت کړی.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي نن کابل کې په یوه خبري ناسته کي وویل چې ولسمشر مخالفت نه دی کړی او د افغانستان حکومت تل د سولې پلوی دی.

د ده په وینا، د افغانستان لپاره د جینوا په ناسته کې نړیوالې ټولنې په یوه خوله د طالبانو تاتریخوالی محکوم کړ او هېواد کې یې د جګړې پر پای ته رسولو ټینګار وکړ.

دغه دوه ورځنی کنفرانس چې د اویا هېوادونو د بهرنیو چارو وزارت او ۳۰ نړیوالو سازمانونو استازو په کې په حضوري او د کرونا ويروس له امله د ويډيو له لارې ګډون کړی و، تېره ورځ پای ته ورسېد او له افغانستان سره د راتلونکو څلورو کلونو لپاره یې د نږدې ۱۳ میلیارده امریکايي ډالرو مشروطه مرسته اعلان کړه.

 د دغه کنفرانس په اعلامیه کې افغانستان کې د سولې بهیر پر بریالي کېدو ټېنګار شوی او د داسې یوې سولې غوښتنه شوې چې پراخ بنسټه وي او ښځې، ځوانان، ټول توکمونه، مذهبونه او لږکي په کې ګډون ولري.

صدیقي په دغه کنفرانس کې افغانستان کې د تاوتریخوالي کمښت ته په اشارې وویل:«موږ د طالبانو پنځه زره بندیان د تاوتریخوالي د کمښت او د سولې خبرو د پرمختګ په موخه ازاد کړل، خو دواړه موخې نه دي عملي شوي.»

 هغه هيله څرګنده کړه چې طالبان د سولې په تړاو له رامنځته شوي فرصته ګټه پورته کړي.

د صدیقي په وینا، د سولې خبرو کې بندون نه دی مات شوی، ځکه طالبان پر هغو مسایلو ټينګار کوي چې هغه د خلکو د غوښتنو خلاف دي او حکومت یې واک نه لري.

دی وایي چې تراوسه د سولې په خبرو کې پرمختګ نه دی شوی او دلیل یې هم د طالبانو پلمې دي.

د یادو پلمو په اړه يې جزییات ورنه کړل، خو زیاته یې کړه چې طالبان دې حالت ته ادامه نه شي ورکولای؛ ځکه د افغانستان خلک او ټوله نړۍ افغانستان کې د جګړې پای غواړي.

له بلې خوا د بهرنیو چارو وزارت وزیر محمد حنیف اتمر نن کابل کې یوې خبري ناستې ته ویلي چې که طالبان د سولې برخه کې د افغان دولت په څېر روحیه او ژمنتیا ولري، نو دی ډاډه دی چې راتلونکو څو اوونیو کې به پرمختګ وشي.

د ده په وینا، افغان حکومت کلک هوډ لري چې دا پرمختګ وشي، او هیله لري چې طالبان هم وکولی شي همداسې یو میلان او ژمنتیا وښيي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.