ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني: د کرونا واکسين په وېش کې دې انډول په پام کې ونيول شي

ولسمشر غني: د کرونا واکسين په وېش کې دې انډول په پام کې ونيول شي

author avatar
25 Nov 2020 - 09:37
ولسمشر غني: د کرونا واکسين په وېش کې دې انډول په پام کې ونيول شي
author avatar
25 Nov 2020 - 09:37

کابل (پژواک، ٥ لېندۍ ٩٩): ولسمشر محمد اشرف غني ويلي چې د کرونا واکسین په وېش کې باید مستحق او د پرمختګ په حال کې هېوادونو لپاره یو انډول په پام کې ونیول شي چې په ګډه وکولای شي واکسین زیانمنو اقشارو ته ورسوِي.

له ارګه د لېندۍ په ٥مه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني پرون ماښام د ویډیو کنفرانس له لارې د برېتانا په بهرنۍ اداره کې د ګډو ګټو هېوادونو او سوېلي اسیا لپاره د دولت وزیر طارق محمود احمد سره خبرې وکړې.

سرچينې زياته کړې، ولسمشر نوموړي ته په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدو دویمې څپې په اړه معلومات ورکړل او ويې ویل، د افغانستان حکومت د هڅو او پلان په نتیجه کې لومړۍ څپه په بریالیتوب مهار شوه او د دویمې څپې مهارولو لپاره د لومړیتوبونو پر تشخیص کار روان دی.

ولسمشر ویلي: «د کوویډ- ۱۹ له منفي اغېزو د خلکو خوندیتوب لپاره حکومت د ملي دسترخوان، ولسي تړون او د روغتیا ملي پروګرام په څېر لویې او ملي برنامې عملي کړې او د دویمې څپې له منفي اغېزو د خلکو خوندیتوب لپاره د خپلو متحدینو ملاتړ ته اړتیا لرو.»

هغه د کرونا واکسین کې د پرمختګونو یادونه وکړه، ويې ویل، د واکسین په وېش کې باید مستحق او د پرمختګ په حال کې هېوادونو لپاره یو انډول په پام کې ونیول شي چې په ګډه وکولای شي واکسین زیانمنو اقشارو ته ورسوِي.

د ولسمشر په وینا، د افغانستان شته ظرفیتونه، حکومتي او ټولنیز بنسټونه او د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې د ګډو هڅو پایله ده او دغه مشارکت باید دوام پیدا کړي.

نوموړي د سولې پروسې ته په اشارې وویل، د افغانستان حکومت د سولې لپاره عمده ګامونه اخیستي، خو له بده مرغه د طالبانو له لوري تاوتریخوالی دوام لري او د اوربند غوښتنې ته مثبت ځواب نه دی ویل شوی.

ولسمشر ویلي، د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي زیاتوالی دغه پروسه تضعیفوي او د سولې لپاره د حکومت هدف دا دی چې جګړه پای ته ورسېږي او یوه سیاسي حللاره پیدا شي.

د هغه په وينا، ترهګري د افغانستان او نړۍ د امنیت لپاره ګواښ دى او له دې پدیدې سره باید ګډه مبارزه او د تاوتریخوالي رامنځته شوی روایت باید له منځه ولاړ شي.

د برېتانا په بهرنۍ اداره کې د ګډو ګټو هېوادونو او سوېلي اسیا لپاره د دولت وزیر طارق محمود احمد په خپلو خبرو کې د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې ملاتړ کړی او ویلي یې دي، د سولې پر وړاندې ټول خنډونه باید په ګډو هڅو له منځه یووړل شي او انګلستان په دې برخه کې د افغانستان حکومت د ټولو هڅو ملاتړ کوي.

هغه زياته کړې، د کوویډ- ۱۹ واکسین په اړه پرمختګونو ته خوشبین دي او هڅه يې دا ده چې د پرمختګ په حال کې هېوادونو ته هم ووېشل شي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.