کابل (پژواک، ٦ليندۍ٩٩): د سولې په چارو کې دولت وزارت ويانده وايي چې په دوحه کې د سولې په خبرو کې تر يوې اندازې پرمختګ شوى او د بشپړ حل لپاره کار جريان لري.
دغه څرګندونې د سولې په چارو کې ددولت وزارت وياندې ناجيه انوري نن د ليندۍ په ٦مه په خپلې ټويټرپاڼه کې کړې دي.
هغې ويلي چې د افغانستان د اسلامي جمهوريت مرکچي پلاوي په دوحه کې د سولې خبرو د مخته بيولو په برخه کې له هيڅ راز هلو ځلو دريغ نه دى کړى.
هغې زياته کړې چې د اختلافي موضوعاتو په اړه په دوامداره توګه له مقابل لوري(طالبانو) سره په بحث کې دي.
د نوموړې په خبره ، چې د سولې په خبرو کې تر يوې اندازې پرمختګ شوى او د بشپړ حل لپاره کار جريان لري چې له نهايي کېدو وروسته به ددولت او مقابل لوري ټوليز توافق رسما اعلان شي.
د سولې چارو وزارت ويانده دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي چې تېره ورځ د ولسمشر وياند صديق صديقي په کابل کې د يوه خبري کنفرانس پرمهال ويلي و چې په دوحه کې د سولې په خبرو کې پرمختګ نه دی شوی؛ ځکه طالبان پر هغو مسایلو ټينګار کوي چې هغه د خلکو د غوښتنو خلاف دي او حکومت یې واک نه لري.
دا په داسې حال کې ده چې د لړم په ٢٩مه يوې باوري سرچينې پژواک ته ويلي و چې په قطر کې د افغانانو تر منځ د سولې په خبرو کې پرمختګ شوى او دواړو لوریو( دولت او طالبانو) د سولې خبرو پر طرزالعمل هوکړه کړې او ددولت د مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزى له ولسمشرغني سره د مشورې په موخه کابل ته راغلى دى.
ځینو رسنیو دا هم ویلي چې ولسمشر محمد اشرف غني پر یاد طرزالعمل له هوکړې سره مخالفت کړی. خو د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په ياد کنفرانس کې وويل چې ولسمشر مخالفت نه دی کړی او د افغانستان حکومت تل د سولې پلوی دی.
صدیقي زياته کړه :«موږ د طالبانو پنځه زره بندیان د تاوتریخوالي د کمښت او د سولې خبرو د پرمختګ په موخه ازاد کړل، خو دواړه موخې نه دي عملي شوي.»
د ده په وینا، د سولې خبرو کې بندون نه دی مات شوی، ځکه طالبان پر هغو مسایلو ټينګار کوي چې هغه د خلکو د غوښتنو خلاف دي او حکومت یې واک نه لري.
له بلې خوا د بهرنیو چارو وزارت وزیر محمد حنیف اتمر تېره ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته ویلي چې که طالبان د سولې برخه کې د افغان دولت په څېر روحیه او ژمنتیا ولري، نو دی ډاډه دی چې راتلونکو څو اوونیو کې به پرمختګ وشي.
د يادونې ده، شاوخوا دوه نيمې مياشتې مخکې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان د دولت او د طالبانو د مرکچي پلاوي ترمنځ رسماً د سولې خبرې پيل شوې، د خبرو د پیل په مراسمو کې د امريکا د بهرنيو چارو د وزير مايک پومپيو په ګډون د بهرنيو چارو وزيرانو او په قطر کې مېشتو سفيرانو برخه درلوده.
دغه راز په دغو مراسمو کې د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله او د بهرنيو چارو وزارت سرپرست وزير حنيف اتمر هم ګډون کړى و.
له يادو مراسمو وروسته د دولت او طالبانو د مرکچي پلاوو له غړو د تماس ډله وټاکل شوه او دې ډلې د سولې د خبرو په طرزالعمل باندې په عمومي او ګروپي ناستو کې خبرې پيل کړې.
د سولې خبرو د طرزالعمل په اړه هغه مهال اختلاف رامنځته شو چې طالبانو د سولې خبرو لپاره په دوحه د امریکا او طالبانو تړون د خبرو اصل (مبنا) باله خو د دولت مرکچي پلاوي ورسره مخالفت وکړ او د دغو خبرو د مخې ته بیولو لپاره یې د اصل په توګه نور وړاندیزونه لرل چې هغه بیا طالبانو نه منل.
دغه او پر ځینو نورو مسایلو اختلاف د دې لامل شو چې د طرزالعمل په اړه بحث څه باندې دوه میاشتو ته اوږد شو او وخت ناوخت به خبرې له ځنډ سره مخ کېدې او ناستې به پر خپل وخت نه ترسره کېدې.