ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانانو په وژنو تورن لس استراليايي سرتېري له دندو ګوښه شول

د افغانانو په وژنو تورن لس استراليايي سرتېري له دندو ګوښه شول

author avatar
26 Nov 2020 - 16:29
د افغانانو په وژنو تورن لس استراليايي سرتېري له دندو ګوښه شول
author avatar
26 Nov 2020 - 16:29

کابل (پژواک، ٦ ليندۍ ٩٩) : د استراليا حکومت د ځانګړو ځواکونو لس سرتېري وروسته له هغه له دندو لرې کړي، چې په افغانستان کې د ملکي کسانو د وژنو تورونه پرې ثابت شول.

د اسټراليا وسله وال پوځ تېره اوونۍ په خپل څېړنيز راپور کې ويلي و چې ځانګړو ځواکونو يې د افغانستان په اروزګان ولايت کې ٣٧ افغانان چې په کې بنديان هم شامل وو، په نآقانونه توګه وژلي وو.

د راپورونو له مخې، په دې وژنو کې د اسټرالیا د ځانګړو ځواکونو ۱۹ سرتېري ښکېل بلل شوي وو.

اسټرالیايي رسنيو د ليندۍ په ٦مه،  خبر ورکړى چې دغو لسو سرتېرو ته نن له دندو څخه د لرې کېدو رسمي لیکونه استول شوي دي.

ياد څېړنيز راپور چې د اسټرالیا د دفاعي مفتش له خوا ټاکل شوي قاضي خپور کړی و، په کې د دې ۱۹ سرتېرو هویت نه و په ډاګه شوی، خو دا سرتېري چې ځینې اوس هم پوځ کې دي او ځینې پخواني سرتېري دي، ممکنه عدلي او قضايي تعقیب ته معرفي شوي.

د اسټراليا د ‘اې.بي.سي’ ټلوېزيون چې په افغانستان کې د اسټرالیايي سرتېرو په بشري سرغړونو له اوږدې مودې راهيسې راپورونه خپروي، له دندو د لرې شويو سرتېرو هویت نه دی په ډاګه کړی، خو دا یې ویلي چې دا لس واړه یا شاهدان او یا په ترسره شویو ناقانونه کړنو کې مرستندویان وو او هغه ۱۹ اسټرالیايي سرتېري نه دي چې په بشري سرغړونو کې په مستقیمه توګه د لاس لرلو له کبله له جرمي تورونو سره مخ دي.

د اسټرالیا د دفاع وزارت تراوسه، له دندو څخه د دې لس سرتېرو د لرې کېدو په اړه تبصره نه ده کړې، خو تر دې مخکې د اسټرالیا د دفاع وزیرې لېنډا رینولډز ویلي و، له کله نه یې چې افغانستان کې د خپل پوځ د جنګي جرمونو راپور کتلی، روغتیایي وضعیت یې خراب شوی دی.

هغې ټینګار وکړ چې اسټرالیا به افغانستان کې د شویو دې جرمونو په اړه رڼې او صادقانه څېړنې وکړي.

د اسټرالیا د دفاعي ځواکونو لوی درستیز انګیس کمبیل هم په افغانستان کې د خپلو سرتېرو کړنې د شرم وړ بللې وې، له افغانانو یې بښنه غوښتې وه او په دې برخه کې یې د عدالت د پلي کېدو ژمنه کړې وه.

بلخوا رسنيو داسې راپورونه هم ورکړي، چې له دغو تورنو سرتېرو څخه يې يو شمېر په دې وروستيو کې ځانوژنې هم کړې دي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.