ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان او اغاخان ادارې ترمنځ داوبو د مديريت تفاهم ليک لاسليک شو

د افغانستان او اغاخان ادارې ترمنځ داوبو د مديريت تفاهم ليک لاسليک شو

author avatar
27 Nov 2020 - 14:08
د افغانستان او اغاخان ادارې ترمنځ داوبو د مديريت تفاهم ليک لاسليک شو
author avatar
27 Nov 2020 - 14:08

کابل (پژواک، ٧ ليندۍ ٩٩) :  د افغانستان د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې او اغاخان پرمختيايي شبکې ترمنځ د اوبو سرچينو د مديريت په برخه کې هوکړه ليک لاسليک شو.

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لخوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ددې تړون د لاسليک په مراسمو کې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې تخنیکي مرستیال انجنیر احمد ویس بصیري، د آغا خان د پراختیایي شبکې سفیر شهرزاد هیرجي ، د آغاخان مؤسسې اجرایوي رييس شادمان حاجي بیک اوف ، د اوبو د سرچینو ريیس انجنیر فایزالحمن عزیزي، د ګنو نورو وزارتونو او ملي ادارو استازو او متخصیصنو ګډون کړي وو.

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې تخنیکي مرستیال انجنیر احمد ویس بصیري ددې مراسمو په بهیر کې د آغا خان مؤسسې، د پروګرامونو او فعالیتونو څخه چې د هیواد په لرې پرتو سیمو کې کړې دي، مننه وکړه او ددې دواړو ادارو تر مینځ یې د نورو همکاریو او همغږۍ باندې ټینګار وکړ.

د آغا خان مؤسسې اجرایيوي مشر شادمان حاجي بیک اوف د دواړو ادارو ترمنځ  تخنیکي همکاریو، د پروګرامونو پر تطبیق او نورو موضوعاتو خبرې وکړې او ويې ويل چې د دې هوکړه لیک په لاسلیک سره به د دواړو ادارو تر مینځ تخنیکي همکارۍ لا زیاته شي او د اوبو سرچینو مدیریت به نور هم پیاوړی شي.

په خبرپاڼه کې راغلي، دغه راز ددې هوکړه ليک له مخې به د دواړو ادارو تر مینځ د اوبه ایزو پروژو د لا پیاوړي کولو ، د اوبو د مدیریت، د سیلابونو او د وچکالۍ، واورو او یخچالونو، د معلوماتو په شریک کولو کې، د اوبه ایزو سرچینو پر تحقیقاتو، د تخنیکي تجریبو پر شریک کولو او موډلونو په برخو کې همکارۍ زياتې شي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.