ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ناټو: د ټولو ځواکونو په ايستلو سره افغانستان بيا د نړيوالو ترهګرو پر ځالې بدلېدای شي

ناټو: د ټولو ځواکونو په ايستلو سره افغانستان بيا د نړيوالو ترهګرو پر ځالې بدلېدای شي

author avatar
1 Dec 2020 - 09:54
ناټو: د ټولو ځواکونو په ايستلو سره افغانستان بيا د نړيوالو ترهګرو پر ځالې بدلېدای شي
author avatar
1 Dec 2020 - 09:54

کابل (پژواک، ١١ لېندۍ ٩٩): د ناټو سرمنشي جينز سټولټنبرګ وايي چې د ټولو ځواکونو له ايستلو سره دا وېره شته چې افغانستان يو ځل بيا د نړيوالو ترهګرو پر مرکز بدل او د ١٩ کلونو لاسته راوړنې له ګواښ سره مخ شي.

د ناټو سرمنشي دغه څرګندونې پرون ماښام د بلجيم په مرکز بروکسل ښار کې د دغه سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو له غونډې مخکې په يوه خبري کنفرانس کې وکړې.

ټاکل شوې ده چې د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو دوه ورځنۍ غونډه نن د ويډیو له لارې په انلاين بڼه پيل شي.

سټولټنبرګ ويلي چې په دې غونډه کې به د ناټو اړوندو موضوعاتو ترڅنګ د افغان ماموريت او د افغان سولې پر موضوعاتو هم بحثونه وشي.

هغه زياته کړه چې په افغانستان کې د دوى د ماموريت موخه دا ده، څو دغه هېواد يو ځل بيا د نړيوالو ترهګرو پر مرکز بدل نه شي.

د ناټو سرمنشي وويل چې دوى له تېرو نږدې دوو لسيزو راهيسې په افغانستان کې او اوس په دغه هېواد کې ډېر بدلونونه راغلي دي.

خو نوموړى وايي چې له اوږدو جګړو وروسته اوس هلته د سولې يو فرصت پيدا شوى، که څه هم دغه فرصت نازکه دى، خو بايد ترې استفاده وشي.

د هغه په وينا، د افغان سولې پروسې له مخې، ناټو په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر کم کړی او له ١٦زرو څخه يې ١١زرو ته راټيټ کړی دی.

سټولټنبرګ  ويلي چې امريکا په افغانستان کې د خپلو نورو سرتېرو کمولو اعلان کړى، خو ناټو به هلته خپل ماموريت ته دوام ورکوي.

ده زياته کړه: ((هېڅوک نه غواړي چې له اړتيا زيات په افغانستان کې پاتې شي؛ موږ اوس هلته په يوه معما کې راګير يو.))

د ناټو سرمنشي وايي چې که چېرې له افغانستانه ټول ځواکونه وباسي، نو بايد لويه بيه يې پرې کړي او که هلته ځواکونه ساتي هم لويه بيه لري.

د هغه په وينا، د ځواکونو د ايستلو په صورت کې وېره ده چې افغانستان بيا د نړيوالو ترهګرو پر ځالې بدل نه شي او د تېرو ١٩ کلونو لاسته راوړنې له ګواښ سره مخ شي.

سټولټنبرګ وايي، که پاتې شي، تاوتريخوالى به زيات، ځاني او مالي زيانونه رامنځته کېداى شي.

هغه زياتوي: ((دا چې په داسې حالاتو کې څه بايد وشي، دا مهمه ده چې موږ ټول بايد په همغږۍ او ګډې ارادې پرېکړې وکړو.))

د ناټو سرمنشي وويل، دوى افغان ځواکونه د همدې لپاره روزلي دي، څو هغوى په خپله د خپل هېواد او خلکو امنيت ښه وساتلی شي.

دى وايي، د افغان سولې له پروسې سره ښه مرسته دا ده چې افغان ځواکونو ته په ښه توګه روزنه ورکړل شي.

هغه زياته کړه چې ناټو به تر ٢٠٢٤ کال پورې د افغان ځواکونو مالي ملاتړ ته هم دوام ورکوي.

سټولټنبرګ  وايي، د امريکا او طالبانو د دوحې تړون له مخې، د ۲۰۲۱ کال د مې مياشتې تر لومړۍ نېټې پورې بايد له افغانستانه ټول نړيوال ځواکونه ووځي.

د نوموړي په وينا، له همدې امله ناټو اوس له يوې سختې پرېکړې سره مخ دى، خو په دې اړه به وروستۍ پرېکړه په راتلونکې فبرورۍ مياشت کې د ناټو د دفاع وزيرانو په غونډه کې کېږي.

خو هغه زياتوي چې تر هغه مخکې دوى ارزونه کوي چې ايا طالبانو د دوحې د تړون مادې او ژمنې عملي کړې که نه، دا په داسې حال کې ده چې اوس هم په افغانستان کې  تاوتريخوالى روان دى.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.