ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پوهنې وزارت: د اسلامي تعليماتو معينيت اوس هم د پوهنې وزارت په جوړښت کې دى

د پوهنې وزارت: د اسلامي تعليماتو معينيت اوس هم د پوهنې وزارت په جوړښت کې دى

author avatar
1 Dec 2020 - 14:15
د پوهنې وزارت: د اسلامي تعليماتو معينيت اوس هم د پوهنې وزارت په جوړښت کې دى
author avatar
1 Dec 2020 - 14:15

کابل  (پژوک، ١١ ليندۍ ٩٩) : د پوهنې وزارت وايي چې د اسلامي تعليماتو معينيت د وزارت له جوړښت څخه نه ایستل شوی، نه مدغم شوی او نه هم په حج او اوقافو وزارت پورې تړل شوی دی.

ددغه وزارت له خوا د ليندۍ په ١١مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې څو ورځې وړاندې د جمهوري ریاست د مقام د حکم له لارې د تشکیلاتو د کره توب، د اداراتو د اغېزمنتوب او ودې په موخه د پوهنې وزارت اصلاحي تشکیلات منظور شول.

سرچينې زياته کړې، د پوهنې وزارت دغه اقدام؛ په تېره د اسلامي زده کړو د معینیت په اړه په عامه اذهانو کې ځینې پوښتنې را پورته کړې دي چې په هېواد کې د اسلامي زده کړو د ودې په اړه د هغوی لوړ تعهد او احساس څرګندوي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د پوهنې وزارت د هېوادوالو پاکو احساساتو ته په درنښت اړینه بولي، تر څو د دوی د اندېښنو او پوښتنو په اړه توضیحات ورکړي .

دغه وزارت ويلي، د اسلامي زده کړو معینیت چې تر ادارې لاندې یې دارالعلومونه، دارالحفاظونه او دیني مدرسې فعالیت کوي، د پوهنې وزارت له جوړښت څخه نه ایستل شوی، نه مدغم شوی او نه هم په حج او اوقافو وزارت پورې تړل شوی دی.

سرچينې زياته کړې، دا يوه تشه ډنډوره ده او دغه موضوع پرون د یوه مطبوعاتي کنفرانس له لارې د پوهنې وزارت د سرپرستې وزیرې له خوا شریکه شوه.

په خبرپاڼه کې راغلي، د پوهنې وزارت مشرتابه ټولو هېوادوالو ته ډاډ ورکوي؛ چې په تشکیلاتو کې اصلاحي بدلونونه کومه سیاسي موخه نه لري، بلکې د یوه دیني او هېوادنۍ مینې له امله ترسره شوې، چې د خپلو مرکزي تشکیلاتو په راټولولو سره د پوهنې متوازنه پراختیا، خدماتو وړاندې کول او په ټولو ښوونیزو بنسټونو کې د سرچینو عادلانه وېش تضمینوي .

دغه ورزات ويلي، هېوادوال به د هېواد په ښوونیز نظام کې د پراخو، موثرو او واحدو کړنلارو پر بنسټ د سترو لاسته راوړنو شاهدان وي.

د يادونې ده، چې د اسلامي تعليماتو معينيت د له منځه تللو په اړه د خپرو شويو اوازو او خبرونو وروسته ځينو سياسي ګوندونو، شخصيتونو او مدني فعالانو کلکې نيوکې کړې وې.

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.