ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د روغتيا نړيوال سازمان: افغانستان کې نږدې اته زره کسان پر اېډز اخته دي

د روغتيا نړيوال سازمان: افغانستان کې نږدې اته زره کسان پر اېډز اخته دي

author avatar
1 Dec 2020 - 18:32
د روغتيا نړيوال سازمان: افغانستان کې نږدې اته زره کسان پر اېډز اخته دي
author avatar
1 Dec 2020 - 18:32

کابل (پژواک، ١١ ليندۍ ٩٩) : د روغتيا نړيوال سازمان وايي چې په افغانستان کې نږدې اته زره کسان پر ايډز اخته دي، خو د عامې روغتيا وزارت وايي چې دوى څه دپاسه زر کسان ثبت کړي دي.

د عامې روغتیا وزارت له خوا د ليندۍ په ١١مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د “غوره روغتیايي خدمتونه د لا ښه روغتیایي پوښښ لپاره” تر شعار لاندې د ایډز ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ يې نن د یوې ناستې په ترڅ ونمانځله.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال ډاکټر وحید مجروح، په دې ناسته کې وویل، چې ایډز په چټکۍ سره د درېیمې نړۍ هېوادونو، په ځانګړې توګه افغانستان کې د یوې غلې ناروغۍ په توګه د خپرېدو په حال کې ده، چې د مخنیوي لپاره يې د عامې روغتیا وزارت جدي هڅه او مبارزه روانه ده.

هغه زیاته کړه، هېواد کې په ایډز ناروغۍ د اخته کسانو شمېر له هغه څه څخه لوړ دی چې د نړیوال روغتیا سازمان او د ملګرو ملتونو ایډیز پروړاندې د مبارزې دفتر له خوا خپور شوی.

د نوموړي په وينا، په دې برخه کې یوه لویه ننګونه په هېواد کې د نشه يي توکو کاروونکي دي.

ډاکټر مجروح د سوړ فصل رارسېدل، د کرونا ویروس دویمه څپه، بې وزلۍ، پر نشه يي توکو د روږدو کسانو زیاتېدل، د کورنیو له خوا د ناروغ کسانو نه منل او د خلکو عامه پوهاوي ټیټه کچه په هېواد کې د اچ آی وي يا ایډز ناروغۍ باندې د خلکو د اخته کېدو له عمده ننګونو څخه ګڼل کېږي.

د ولسي جرګې د روغتیا کمېسیون ريیس ډاکټر یارباز خان حميدي وویل: “د ایډز نړیواله ورځ نمانځل په هېواد کې د دې ناروغۍ د زیان په اړه د عامه ذهنیت د روښانه کولو پر لور نوی ګام دی.”

په ورته وخت کې، د نړیوال روغتیا سازمان په استازیتوب ډاکټر اختر وویل: “د روغتیا نړیوال سازمان ژمن دی چې د ایډز پر وړاندې مبارزه او نورو روغتیایي برخو کې له عامې روغتیا وزارت سره تخنیکي او مالي مرستې وکړي او دغه دفتر به په راتلونکي کې هم خپلو مرستو دوام ورکړي.

د ایډز نړیواله ورځ چې له ۱۹۸۸ کال راهيسې هر کال د ډسمبر په لومړۍ نېټه نمانځل کېږي، دا د ایچ آی وي/ایډز په اړه د خلکو د عامه پوهاوي لوړولو برخه کې ښه فرصت دی او همدارنګه د هغو کسانو لپاره چې د ایچ آی وي/ایډ‌ز پر وړاندې مبارزې لپاره ژمن دي یو نوی فرصت دی.

د عامې روغتیا وزارت د ترلاسه شوي راپورونو پربنسټ، له ۱۹۸۹ زېږديز کال څخه د ۲۰۲۰ کال تر وروستیو پورې په ټوليز ډول په هېواد کې د ایچ آی وي/ایډز ۳۰۳۳ پېښې ثبت شوې دي، چې ۷۵٪ سلنه نارینه او۲۵٪ سلنه ښځینه دي، چې د ۱۵ کلنو لاندې ۱۷۵ تنه کوچنیان هم په کې شامل دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د نړیوال روغتیا سازمان او د ملګرو ملتونو دفتر د ایډز پر وړاندې مبارزې یا UNAIDS دا شمیر ۷۷۹۴ تنه اټکل کړی، چې د دې له مخې د روغتیا وزارت توانیدلی چې نږدې ۴۰٪ سلنه پېښې کشف او ثبت کړي .

دغه وزارت ويلي، د ۲۰۲۰ کال تر پای پورې د ایډز ناروغۍ د درملنې په مرکزونو کې ۱۰۸۹ تنه راجستر شوي چې له دې جملې څخه ۷۱۸ تنه نارینه، ۳۰۸ تنه ښځینه او ۶۳ تنه تر ۱۵ کلنو لاندې دي چې تر وړیا درملنې او پاملرنې لاندې نیول شوي دي.

د افغانستان په روغتیا وزارت کې له اېډز سره د مبارزې څانګې یو مشر ډاکتر احسان الله احسان وايي، د کرونا وبا له امله یې وزارت د پروسږ کال پرتله کابو ۴۰ سلنه د اېډز کم ناروغان ثبت کړي دي.

دهغه په وینا، د کابل په ګډون په ځینو نورو ولایتونو کې د اېډ‌ز ناروغانو د درملنې او ثبت ۴۰ مرکزونه فعال دي.

ډاکتر احسان وايي، په افغانستان کې د نشه يي توکو ډېر استعمال، بېوزلي او له نورو هېوادونو سره د افغانستان پرانیستې پولې په دغه هېواد کې د اېډز ناروغۍ د زیاتېدو لامل کېدای شي.

ډاکټران وايي، د اېچ ای وي وېروس لرونکي ناروغان ځانګړې نښې نښانې نه لري، خو په وینا یې دوامداره اسهالات، تبه او د وزن بایلل يې په مشکوکو نښو کې راځي او په خبره یې که په اېچ ای وي اخته ناروغ هر څومره ژر خپله درملنه پیل کړي، هومره يې درملنه او کنټرول اسانېږي.

د رسمي شمېرو له مخې، دغې ناروغۍ تر اوسه په افغانستان کې ۲۷۳ کسان مړه کړي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان د اټکلي شمېرو له مخې، په افغانستان کې نږدې ۷ زره او اته سوه کسان د اېچ ای وي وېروس لري، خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، تر اوسه له دوی سره څه باندې درې زره په ایډز اخته ناروغان ثبت شوي دي.

ملګري ملتونه وايي، په نړیواله کچه ۳۸ میلیون کسان په ایډز اخته دي، چې له ډلې يې ۲۵٫۴ میلیون کسان روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی لري او په وینا یې نږدې۷ سوه زر کسان له HIV ناروغۍ مړه شوي دي

Visits: 5

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.