ژبه

د اسیا پراختیایي بانک له کرونا سره د مبارزې لپاره افغانستان سره سل میلیون ډالره مرسته کوي

کابل (پژواک، ۱۲ لیندۍ ۹۹): د اسیا پراختیایي بانک، افغانستان کې له کووېډ -۱۹ ناروغۍ سره د مبارزې لپاره سل میلیون ډالره مرسته تصویب کړه.

د دغه بانک په خبرپاڼه کې راغلي، دغه پیسې یې نن له یادې ناروغۍ سره په مبارزه کې د افغانستان له حکومت سره د مرستې په موخه منظورې کړې دي.

سرچینه له یادې ناروغۍ سره مبارزه کې د افغانستان ملاتړ او د افغانانو پر ژوند او اقتصاد د کووېډ – ۱۹ ناروغۍ اغېز کمولو ته ژمنتیا ښودلې ده.

د آسیا پراختیایي بانک مشر ماساتسوګا اسکاوه (Masatsugu Asakawa) وایي، دا مرسته به د روغتیا سیستم په پیاوړي کولو کې مرسته وکړي، د بېوزلو او زیان منونکو وګړو لپاره به ټولنیز ملاتړ پراخه کړي او له لارې به یې خلکو ته په کارموندنه کې هم ګتور اثر ولري.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان اقتصادي وضعیت، د کرونا ویروس د خپرېدو له امله چې ورسره سوداګري زیانمنه شوه او د کورنیو د عوایدو کچه راولوېده، مخ په خرابېدو دی.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، افغانستان کې تر اوسه د کووېډ – ۱۹ ناروغۍ ۴۶۹۸۰ مثبت پېښې ثبت شوي او له دې ډلې تر اوسه ۱۸۲۲ تنه مړي شوي او ۳۷۰۲۶ تنه بیرته روغ شوي دي.