ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پومپيو د مصالحې عالي شورا د لومړنۍ غونډې هرکلى کړی

پومپيو د مصالحې عالي شورا د لومړنۍ غونډې هرکلى کړی

author avatar
6 Dec 2020 - 12:51
پومپيو د مصالحې عالي شورا د لومړنۍ غونډې هرکلى کړی
author avatar
6 Dec 2020 - 12:51

کابل (پژواک، ١٦ لېندۍ ٩٩): د امريکا د بهرنيو چارو وزير د مصالحې شورا د لومړنۍ غونډې ترسره کېدل د افغانستان د سولې په برخه کې يو بل مثبت ګام ياد کړی دی.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو تېره شپه په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي چې د مصالحې شورا غونډه د افغانستان د سولې په برخه کې یو بل مثبت ګام دى.

مایک پومپیو د افغانستان د ملي عالي مصالحې د رهبرۍ شورا د لومړنۍ غونډې ترسره کېدو هرکلی کړی دی.

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره ويلي چې د جګړې ټول اړخونه باید سولې ته د رسېدو په برخه کې سره متحد شي.

په اعلامیې کې ویل شوي چې د ملي مصالحې عالي شورا به د یو معتبر بنسټ په توګه له طالبانو سره مذاکراتو کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت مذاکراتي ټېم ته د سیاسي لار نقشې، واک شریکولو، اوربند ټینګولو او د جګړې پای ته رسولو په برخه کې سلا مشورې ورکړي.

د يادونې ده، د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا د رهبري کمېټې لومړنۍ غونډه تېره ورځ په ارګ کې ترسره شوه.

په یاده غونډه کې د ولسمشر غني په ګډون د ملي مصالحې شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله، پخواني ولسمشر حامد کرزي، جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف او یو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو، سیاسي او جهادي مشرانو ګډون کړی و.

یاده غونډه داسې مهال ترسره شوه چې په دوحه کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو د مذاکراتي ټيمونو ترمنځ د مذاکراتو پر طرزالعمل تر توافق وروسته مخامخ مقدماتي غونډې پیل شوي دي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.