ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یوه ۳۰ کلن بدخشي ځوان د اتو کلونو په اوږدو کې ۸۰ قضیې حل کړې دي

یوه ۳۰ کلن بدخشي ځوان د اتو کلونو په اوږدو کې ۸۰ قضیې حل کړې دي

author avatar
8 Dec 2020 - 09:26
یوه ۳۰ کلن بدخشي ځوان د اتو کلونو په اوږدو کې ۸۰ قضیې حل کړې دي
author avatar
8 Dec 2020 - 09:26

فيض اباد (پژواک، ۱۸ لېندۍ ٩٩): یوه ۳۰ کلن بدخشاني ځوان چې د دغه ولایت په نسي ولسوالۍ کې د بېلابېلو کورنیو ترمنځ د لسګونو قضیو د حل او فصل تجربه لري، وايي، د شخړې لوري هغه مهال سولې ته رسېږي چې له ځانه نرمي وښيي او که په افغانستان کې ښکېل لوري هم نرمښت وښيي، په هېواد کې به سوله ټینګه شي.

دغه ځوان اسماعیل سامي نومېږي او د بدخشان ولایت د نسي ولسوالۍ د چامرچ بالا کلي اوسېدونکی دی او د تخار پوهنتون له اقتصاد پوهنځي فارغ شوی دی.

نوموړي له پوهنتونه تر فراغت وروسته د خلکو ترمنځ د منځګړیتوب ترڅنګ چې له پلاره په میراث ورپاتې ده، په یوه ښوونیز مرکز کې د کانکور اماده ګي کورس جوړ کړی او خپله په کې تدریس کوي.

یاد ځوان د «کوف وال» زوی دی چې د خپل عمر ډېر کلونه یې د یوه قومي مخور په صفت د نسي ولسوالۍ (د بدخشان له مرکز څخه ۴۵۰ کیلومتره لرې پرته ده) د خلکو ترمنځ د قضیو په حل کې تېر کړي خو د پلار له مړینې وروسته یې محمد اسماعیل نومي زوی د پلار لاره تعقیب کړه او د خپلې کورنۍ په تړاو یې د خلکو د باور ساتلو لپاره ټولې هڅې ترسره کړې.

نوموړی اته کاله مخکی په خپله ولسوالۍ کې یوازېنۍ کس و چې تر لیسانس کچې یې زده کړې درلودې او همغه وخت یې فیصله وکړه چې له خپل استعداد څخه ډېره استفاده وکړي او په بشپړه رښتینولی د پلار لاره تعقیب کړي، تر ډېره د خلکو ستونزې او د کورنیو ترمنځ اختلافات له منځه یوسي.

نوموړی چې د کورنۍ، کليو، ولسوالیو او … په کچه د شخړو او ستونزو اصلي لامل په هېواد کې د جګړې دوام ګڼي، په دې اند دی چې د جګړې په پای ته رسېدو او د سولې له ټينګښت وروسته به ټولې هغه دردونه چې په تېرو څلورو لسیزو کې یې زموږ هېوادوال ځورولي له منځه لاړ شي.

محمد اسماعیل سامي چې په هېواد کې د سولې د ټینګښت او جګړې پای ته رسېدو لپاره د رامنځته شوي فرصت په اړه ډېره هیله من دی، وویل: “یوازېنۍ غوښتنه مې دا ده چې ژر تر ژره مې یاده هیله پوره شي.”

سامي چې جګړه مردوده او سوله د افغانانو د ستونزو د حل لار ګڼي زیاته کړه، په تېرو اتو کلونو کې یې په نسي درواز او یو شمېر نورو ولسوالیو کې له ۸۰ ډېرې قضیې لکه «د ځمکې پر سر دعوا، د اوبو وېش، میراث، کورنی تاوتریخوالی، قتل او …)) حل او فصل کړې دي.

نوموړی چې اوس مهال نه یوازې د نسي ولسوالي د خلکو، بلکې د بدخشان د یو شمېر نورو ولسوالیو د اوسېدونکو لپاره لازم باور لري او له ستړیا پرته د خلکو د خادم په صفت د خپل پلار په لار روان دی، وویل: “په اوسنیو شرایطو کې د جرګو له لارې د شخړو حل سخت کار دی خو زه له ټولو ستونزو سره سره دغه لار تعقیبوم ان که زما په مړینه هم تمامه شي.”

نوموړي هغې وروستۍ قضیې ته چې د ده په منځګړتوب حل شوې، اشاره وکړه او وویل: “داسې قضیه چې زما لپاره ډېره جالبه وه، دوو وروڼو او یوې خور د پلار د ځمکې پر سر دعوا درلوده، ان د دې کورنۍ ځوانانو د یو او بل د وژلو قصد درلود، دغه قضیه مې حل کړه، ډېر خوشاله یم چې د یادې کورنۍ ترمنځ درې کلنه شخړه مې پای ته ورسوله. ”

سامي زیاته کړه، که دغه قضیه د جرګې له لارې نه وای حل شوې، ښايي د کورنۍ ترمنځ وینه بهېدلې وای او ښایي د قضیې یو لوری له طالبانو سره یو ځای شوی وای.

د بدخشان ولایت د نسي درواز ولسوالۍ ۶۵ کلن اوسېدونکي سیف الدین چې د خپل ورور او یوې خور سره یې له تېرو درېیو کلونو راهیسې د پلار په ځمکه دعوا درلوده او اوس د محمد اسماعیل په منځګړتوب حل شوې، پژواک ته وویل: “په دې موده کې یې څو ځلې عدلي او قضايي ارګانونو ته مراجعه کړې، خو دغه کار نتیجه نه درلوده او زموږ ستونزه حل نه شوه.”

نوموړي وویل، د ده، ورور او خور ترمنځ شخړه ډېره ژوره وه، سربېره پر دې چې اړیکې یې نه درلودې، څو ځلې له ورېرو او خوریونو سره فزیکي شخړه کړې که یې دوام کړی وای، زموږ د کورنۍ ترمنځ د قتل سبب ګرځېده.

سیف الدین له دې امله ډېر خوشاله دی چې د دغه بدخشي ځوان په منځکړتوب یې درې کلنه شخړه پای ته رسېدلې او پژواک ته یې وویل: “د اسماعیل سامي په مشرۍ په نسي ولسوالۍ کې قومي جرګې له یوې خوا زموږ ستونزه حل کړه او بلخوا زموږ ترمنځ اړیکې بېرته ټينګې شوې. ”

نوموړي د سامي له هڅو ستاینه وکړه او وویل: “ای کاش په هېواد کې د څلوېښت کلنې جګړې د پای ته رسېدو لپاره دغه ډول خیر غوښتونکي او پوه کسان پیدا شي او د دوو وروڼو (دولت او طالبانو) ترمنځ سوله وکړي. ”

محمد اسماعیل سامي وویل، د ده له خوا ډېری حل شوې شخړې د بدو رواجونو، د سواد د کچې د نه لرلو، اقتصادي بېوزلۍ او دیني احکامو په اړه د خلکو د نه پوهاوي له امله رامنځته شوې دي.

د ده به باور د دې ډول شخړو حل او فصل د ټولنو به کچه د ناارامۍ او ناامنۍ د کمښت په برخه کې اغېزناکې دي او ان په هېواد کې د سولې د ټينګښت لپاره ګټورې دي.

د ده په باور، د بهرنیو عواملو ترڅنګ بېوزلي، بېسوادي، بېلابېل توپیرونه، پر یو قوم د بل قوم غوره ګڼل په افغانستان کې د جګړې ستر لاملونه دي.

محمد اسماعیل سامي په هېواد کې د ۴۰ کلنې جګړې د پای ته رسېدو لپاره رامنځته شوی فرصت طلايي ګڼي او وايي، که په افغانستان کې د جګړې ښکېل لوري له ځانه نرمي وښيي، له شک پرته په هېواد کې سوله ټینګېږي.

نوموړي د سولې په بهیر کې رامنځته شوو پرمختګونو ته چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د تړون د لاسلیک او طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د مستقیمو خبرو سبب شول، ډېر هیله من دی.

سامي ځان په هېواد کې د جګړې زیانمن ګڼي او وايي، د نسي درواز په ولسوالۍ کې د شخړو له امله دومره بوخت دی چې د لوړو زده کړو د دوام فرصت نه لري.

خو دغه با استعداده ځوان، په داسې حال کې چې په هېواد کې د موجوده ستونزو د حل لپاره هیله من دی، وویل: “اوس د افغان حکومت او طالبانو لپاره غوره طلايي فرصت برابر شوی او دواړه لوري باید له دې فرصته ګټه واخلي. ”

د بدخشان دغه ځوان پر دې باور دی چې د نظر د اختلاف تحمل، د رنګونو، افکارو، لیدلورو د توپیر منل له دې پرته چې دښمني ورسره ولري، د اسانتیاوو اساس جوړوي.

د ده په خبره، په افغانستان کې ملت جوړونه او ملي یووالی باید د قومي، مذهبي، ژبني او فرهنګي کثرت څخه بهر شي او دغه یووالی دې د دولت ــ مسوولیت منونکي، ځواب ورکوونکي او حساب ورکوونکي ملت د جوړېدو لامل شي چې په نتیجه کې یې په افغانستان کې دایمي سوله ټینګه شي.

سامي ټینګار وکړ چې: “که افغان حکومت او طالبان د خلکو عمومي غوښتنو ته (سولې) ته پام وکړي باید لومړی دایمي اوربند وکړي او وروسته د سولې د خبرو پر میز یې د تصمیم نیونې معیار او اساس ملي ګټې، د بشر حقونو ارزښتونه او د افغانستان د خلکو اساسي ازادۍ وي نه د شخص او ډلو غوښتنې. “

Visits: 8

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.