ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هېواد په ۱۳۱ ولسواليو کې د ملي دسترخوان مرستو د وېش لړۍ پيل شوه

د هېواد په ۱۳۱ ولسواليو کې د ملي دسترخوان مرستو د وېش لړۍ پيل شوه

author avatar
8 Dec 2020 - 16:39
د هېواد په ۱۳۱ ولسواليو کې د ملي دسترخوان مرستو د وېش لړۍ پيل شوه
author avatar
8 Dec 2020 - 16:39

جلال اباد (پژواک، ۱۸ لېندۍ ۹۹):  د کليو پراختيا وزارت له لوري د هېواد په ۱۳۱ ولسواليو کې د ملي دسترخوان پروګرام له لارې پر اړمنو او کرونا ځپلو کورنيو د مرستو د وېش لړۍ پيل شوه.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د ملي دسترخوان په لومړي پړاو کې به يو اعشاريه دوه ميليونه کورنيو ته مرستې ورسول شي.

د کليو پراختيا سرپرست وزير مجيب الرحمن کريمي چې ننګرهار ته د دغه پروګرام د پرانېستې په موخه راغلی و د دې ولايت چپرهار ولسوالۍ کې يې خلکو ته د مرستو د وېش پرمهال دا څرګندونې وکړې.

هغه زياته کړه، د پروګرام پيل يې له ننګرهار او په ځانګړې توګه چپرهار څخه ځکه وکړ چې د دغې ولسوالۍ خلکو له وسله والو سره مبارزه کې ډېره قرباني ورکړې او له کرونا څخه هم د ټول هېواد د بې وزله وګړو په څېر ځپل شوي دي.

کريمي په همدې تړاو جوړې شوې غونډې ته وويل، د ټول هېواد په ۱۲زره او  ۶۹۸ کليو کې به په يو اعشاريه اووه شپېته ميليونه کورنيو چې د ټول هېواد نوي سلنه کورنۍ کېږي د ۲۴۴ ميليونه ډالرو په لګښت خوراکي او غير خوراکي توکي ووېشي چې هرې کورنۍ ته به د ۴۰۰۰ افغانيو په اندازه مرسته ورسېږي.

هغه زياته کړه، د دې پروګرام موخه د ولسمشر په ځانګړې پاملرنه د کرونا ځپلو کورنيو لاسنيوی او مرستې ور رسول دي.

د ننګرهار والي ضياء الحق امرخېل هم د دغو مرستو پيل يو ګټور ګام ياد کړ او ډاډ يې ورکړ چې د دغه ولايت د ۲۲ ولسواليو په ټولو خلکو به په مساويانه ډول ووېشل شي.

د مرستو ترلاسه کوونکي په دې مرستو خوښ دي او غوښتنه کوي چې د مرستو د وېش دا پروسه دې دوامداره شي.

د چپرهار ولسوالۍ يوه قومي مشر محکم خان دولتزي وويل، که څه هم د څلور زره افغانيو مرسته د يوې کورنۍ د يوې مياشتې خرڅ هم نه دی خو وايي، د حکومت توان او د خلکو بې وزلۍ ته په کتو دا مرسته د يوې اړمنې کورنۍ لپاره ګټوره ده.

د چپرهار ولسوالۍ د شعيب کلي اوسېدونکی حبيب وايي، د مرستو نننى وېش ډېر شفاف دی او هيله يې څرګنده کړه چې په راتلونکي کې هم همدا ډول په روڼتيا کار ترسره شي.

ملي دسترخوان د ولسمشر محمد اشرف غني طرحه ده چې د نړيوال بانک په ۲۸۰ ميليونه ډالرو پلې کېږي چې دا طرحه په کور دننه له پراخو غبرګونونو سره مخ شوه.

Visits: 5

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.