کابل (پژواک، ۱۹ ليندۍ ۹۹): ولسمشر وایي، د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره له کوره د اتو اوونیو لپاره د ۵۰ سلنه مامورینو کار او د ځینو نورو محدودیتونو تر څنګ په ښاري بسونو کې پر تګ راتګ بندیز به دوو پړاوونو کې پلی شي.
افغانستان کې د تېر کال له کب میاشتې راهیسې ۴۸۵۴۰ مثبتې پېښې ثبت شوي او له دې ډلې ۱۹۲۱ تنه مړ او ۳۸۱۵۰ تنه بېرته روغ شوي دي. له څو ورځو راهیسې افغانستان کې د دغې ناروغۍ دویمه څپه پیل شوې ده.
له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د کرونا وبا د دویمې څپې د مدیریت غونډې نن سهار د عامې روغتیا وزارت پر وړاندیزونو بحث او خبرې وکړې.
د عامې روغتیا وزیر محمد جواد عثماني، په دغه ناسته کې محمدعلي جناح روغتون کې د کوویډ – ۱۹ ناروغۍ د سل بسترونو د فعالولو، د عامو روغتونونو د کوویډ – ۱۹ څانګو او لابراتوارونو کارکوونکو ته د تشویقي معاشونو، د سرویلانس سیستم د پیاوړتیا، د مسافرو د لابراتواري معایناتو لپاره د انلاین سیستم د ایجاد، د کورنیو مراقبت ټیمونو او د ملي سروې لپاره د منابعو برابرولو په اړه وړاندیزونه وکړل.
د عامې روغتیا وزیر ویلي:« اوس افغانستان د کرونا ویروس ۴۷ مه اوونۍ کى دى، د کابینې د پرېکړې په اساس دې د ودونو د سالونونو فعالیت، په ۴۸ مه اوونۍ کې دې د کب میاشتې تر پایه پورې د حوضونو، ورزشي کلپونو، فاتحې مراسمو او په سیالیو کې د سیلانیانو ګډون، په ۴۹ اوونۍ کې ۵۰ سلنه دولتي او غیر دولتي مامورینو ته د اتو اوونیو لپاره له کوره د کار، په ۴۹ اوونۍ کې په عامه ځایونو کې له ماسک څخه د استفادې جبرې کېدلو او په ۵۰ اوونۍ کې په ښاري نقلیه وسایطو کې له پنځو څخه زیاتو کسانو ته د تګ راتګ اجازې نه ورکولو په اړه خپل وړاندیزونه په غونډه کې مطرح کړل.»
د عامې روغتیا وزیر همداراز وړاندیز کړی چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت، اطلاعات او فرهنګ وزارت، پوهنې وزارت، د کلیو او پراختیا وزارت، لوړو زده کړو وزارت، سرې میاشتې ټولنه، د ملکي هوایي چلند اداره، ښاروالي او ملي راډیو تلوېزیون دې د کرونا وبا د دویمې څپې د مدیریت په موخه د عامه پوهاوي کچې لوړولو لپاره د عامې روغتیا له وزارت سره په همغږۍ خپل اغېزمن رول ولوبوي.
ولسمشر غني د یادو وړاندیزونو له اورېدو وروسته ویلي چې په دوو پړاوونو کې به دا وړاندیزونه عملي شي؛ لومړی باید د ټولنیز او روغتیایي ناورین د مخنیوي په موخه د روغتیایي بنسټونو ظرفیت داسې عیار شي چې له هرې احتمالي څپې سره مبارزه وکړای شي.
ولسمشر له نړيوالو بنسټونو سره پر همغږۍ په ټینګار کابل کې د محمدعلي جناح او افغان جاپان روغتونونو او کرونا سره د مبارزې د لومړۍ کرښې د کارکوونکو د تشویقي معاش په برخه کې د عامې روغتيا وزارت وړاندیزونه ومنل او ويې ویل چې د دې لپاره باید د واضح معیار ترڅنګ منظم پلان موجود وي.
ولسمشر ویلي، له کرونا سره د مبارزې د لومړۍ کرښې د کارکوونکو هویت باید په ویب پاڼه کې خپور شي او تشویقي بستې منظمې ورکړل شي.
د ده په وینا، د روغتونونو اړتیاوې دې دقیقې وسنجول شي او د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې اداره دې په دې او خصوصاً د اکسېجن په برخه کې کار وکړي.
سرچینه لیکي چې په دغه ناسته کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ته لارښوونه وشوه چې د جوماتونو له لارې دې د جمعې خطبه کې د کرونا د دویمې څپې په اړه خلکو ته معلومات ورکړل شي چې جدي یې ونیسي.
په یاده ناسته کې همدارنګه د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته دنده وسپارل شوه چې په ولایتونو کې د محدودیت هغه معیار چې په اته څلوېښتمه او نهه څلوېښتمه اوونۍ کې یې دلته وړاندیز شوی، تطبیق شي.