ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملابرادر: تورلېست او پاتې بندیان د سولې پر وړاندې خنډونه دي

ملابرادر: تورلېست او پاتې بندیان د سولې پر وړاندې خنډونه دي

author avatar
10 Dec 2020 - 11:15
ملابرادر: تورلېست او پاتې بندیان د سولې پر وړاندې خنډونه دي
author avatar
10 Dec 2020 - 11:15

کابل (پژواک، ٢٠ لیندۍ ۹۹): د طالبانو د ډلې مرستیال او د قطر دفتر مشر ملا عبدالغني برادر وایي چې تورلېست، د پاتې بندیانو موضوع او زهرجن تبلیغات د سولې پروړاندې خنډونه دي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکتر نعیم وایي چې ملابرادر دغه څرګندونې پرون ماښام د بشري چارو او شخړو د څېړنو د مرکز له خوا په هغه انلاین ویډيو کنفرانس کې وکړې چې د بېلابېلو هېوادونو ۵۰ تنو استازو په کې برخه درلوده.

هغه زياته کړې، ملابرادر دې غونډې ته په خپلې وينا کې ويلي، سوله د هرې ټولنې لومړۍ اړتیا ده، له سولې پرته ارام ژوند، اقتصادي، تعلیمي، فرهنګي، اجتماعي او سیاسي پرمختګ ناشونی دی.

ده ويلي:(( د افغانستان اسلامي امارت له پیله سولې ته ژمن و او تل یې د خبرو اترو له لارې د ستونزې د حل غوښتنه کړې ده. ))

د ملا برادر په وينا، په قطر کې د سیاسي دفتر پرانیستل، له امریکا سره د دوحې تړون او د بین الافغاني مذاکراتو پیلول، هغه څه دي چې د سولې په تړاو د طالبانو دريځ څرګندوي.

نوموړي زیاته کړې چې تور لېست، د پاتې بندیانو موضوع او زهرجن تبلیغات د سولې پر وړاندې خنډونه دي.

هغه وایي :(( اسلامي امارت په ګران هېواد کې یو افغان شموله اسلامي نظام غواړي.))

ملابرادر د راتلونکي نظام مهم مسوولیتونه د ولس او خلکو خدمت، د ملي شتمنیو او عام المنفعه تاسیساتو ، داسلامي او افغاني ارزښتونو په چوکاټ کې د ښځو حقوق، د ځوانانو د ظرفیتونو لوړول او هغوی ته د کاري فرصتونو برابرول یاد کړي دي.

د نوموړي په وينا، طالبان رسنۍ د ټولنې د اصلاح، پوهاوي او لوړو ګټو د ساتنې لپاره ښه وسیله بولي، خو د بیان ازادي باید له اسلامي اصولو او ملي منافعو سره په ټکر کې نه وي.

د طالبانو د قطر دفتر مشر ويلي، دوی غواړي چې د کوکنارو د کښت، نشه يي توکو د استعمال او قاچاق مخه ونیول شي او د نړۍ د هېوادونو او نړیوالو سازمانونو په مرسته او همغږۍ، د بدیل معیشت په برابرولو سره د کوکنارو کښت باید تدریجا صفر ته راټیټ شي.

ملابرادر وایي، دوی غواړي د هېواد علیا مصالحو ته په کتو سره د نړۍ له هېوادونو په ځانګړې توګه له ګاونډیو سره د متقابل تعامل په اساس مثبتې او تعمیري اړیکې ولري.

هغه زیاته کړې :(( موږ نه غواړو چې هېواد مو د سیمې او نړۍ د هېوادونو د ناسالم رقابت او سیالیو ډګر وي. دوی د نورو هېوادونو په چارو کې مداخله نه کوي او نه نورو ته اجازه ورکوي چې زموږ په چارو کې مداخله وکړي.))

دده په خبره، دوی هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د ګاونډیو په ګډون د کوم بل هېواد د امنیت په خلاف استعمال کړي.

ملا برادر ويلي، افغانستان بهرنۍ پانګه اچونې ته اړتیا لري. دوی غواړي چې افغانستان په سیمه کې له نورو هېوادونو سره پیاوړې سوداګریزې اړیکې ولري.

هغه زياته کړې: (( اسلامي امارت په نړیوالو بشري بنسټونو غږ کوي چې له افغان ولس سره مرستې وکړي، او په شفافه او عادلانه توګه وېشلو کې یې له موږ سره په همغږۍ تر سره کړي. ))

ملابرادر د وینا په پای کې ویلي چې دوی د دوحې تړون پر اساس د بین الافغاني مذاکراتو ادامې ته ژمن دی او په دې نظر دی چې همدغه تړون د افغانستان د روانې ستونزې د حل لپاره یوه جامع تګلاره ده چې ټول اړخونه باید ورته التزام ولري.

ملا برادر په داسې حال کې سولې ته ژمنتيا او د پاتې بنديانو د خوشې کولو غوښتنه کوي چې د افغانستان حکومت او ولسي جرګې له اوربند څخه مخکې د بنديانو له خوشې کولو سره مخالفت ښودلى دى.

د ولسمشر وياند صديق صديقي چې په کابل کې يې خبري کنفرانس ته خبرې کولې، په ډاګه کړه چې د  نورو بنديانو خوشې کول لا له وخت څخه مخکې خبره ده.

بلخوا د ناټو سازمان تېره شپه په يوه خبرپاڼه کې د افغان سولې پروسې د بريا لپاره د تاوتريخوالي پر کمولو او اوربند ټينګار کړى دى.

Visits: 17

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.